1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

هریس ویلي چې د واک سوله ایز لیږد له پاره به همکاري وکړي

۱۴۰۳ آبان ۱۷, پنجشنبه

د امریکا متحدو ایالاتو په ولسمشریزو ټاکنو کې د دیموکراتانو نوماندې کمالا هریس په ټاکنو کې تر ماتې وروسته د لومړي ځل له پاره وینا وکړه او له خپلو پلویانو یې وغوښتل چې «خپلې مبارزې» ته دوام ورکړي.

هریس خپلو پلویانو ته په دغه وینا کې وویل چې د «د ټاکنو پایلې منم» .
هریس خپلو پلویانو ته په دغه وینا کې وویل چې د «د ټاکنو پایلې منم» . انځور: Kevin Lamarque/REUTERS

هریس خپلو پلویانو ته په دغه وینا کې وویل چې د «د ټاکنو پایلې منم» . هریس خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل چې تر هغې پورې له خپلې مبارزې لاس مه اخلئ، تر څو چې نړۍ په یوه ښه ځای بدله شوې نه وي.

د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر مرستیالې کمالا هرېس په خپله وینا کې زیاته کړه: « د ټاکنو پایلې هغه څه نه دي چې موږ غوښتل، نه هغه څه دي چې موږ مبارزه ورته وکړه او رایه مو ورکړه.» خو هریس خپلو پلویانو ته یادونه وکړه:  »ماته غوږ شئ تر هغې چې موږ مبارزه کوو او نه تسلیمیږو، د امریکا د ژمنو څراغ به روښانه بلیږي.«

هریس وویل چې هغه به د جمهوري پال ډونالډ ټرمپ سره د ۲۰۲۵ په جنوري کې د واک د سوله ایز لیږد لپاره همکاري وکړي "د هغه څه برعکس چې موږ په ۲۰۲۰ کې ولیدل."

کله چې ټرمپ د ۲۰۲۰ میلادي کال د بایډن په مقابل کې د ولسمشرۍ ټاکنې وبایللې، هغه د انتخاباتو پایلې نه منلې او د درغلیو ادعا یې کوله.

هریس ټرمپ ته مبارکې ویلې

د رسنیو د راپورونو له مخې کاملا هریس د وینا له خپریدو څو ساعته مخکې خپل سیال ډونالډ ټرمپ ته د ټاکنو د ګټلو مبارکي ورکړه.

د ډیموکرات ګوند یوه لوړ پوري چارواکي چې نه یې غوښته نوم یې واخیستل شي ویلې، چې د هریس وینا په ټوله کې د سوله ایز واک د تسلیمیدو په اړه وه.

تېره ورځ د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دیموکرات ګوند کاندیدې کاملا هریس ته ماتې ورکړه او د امریکا ۴۷م ولسمشر شو.

د امریکا ټاکنې به د افغانستان پر وضیعت هم اغېز وکړي؟

04:37

This browser does not support the video element.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب