1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

«هر کال د خوسا خوړو د خوراک له کبله ۴۰۰ زره تنه مري»

۱۳۹۸ خرداد ۱۷, جمعه

نړیوال روغتیايي سازمان خبرداری ورکړی چي خوسا خوراکي توکي ډیر خطرناکه ثابتیدای سي. د جولای میاشتي اوومه نیټه د خوراکي توکو د ډاډمنتیا لومړۍ نړیواله ورځ ده چې دې موضوع ته د خلکو پام اړوي.

Deutschland Symbolbild Hausmüll
انځور: picture-alliance/ZB/J. Kalaene

د روغتیا نړیوال سازمان د ارقامو پر اساس هر کال د خرابو سویو او خوسا خوراکي موادو د خوړو له کبله تر ۴۰۰۰۰۰ اضافه انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي. د نړۍ څه نا څه هر لسم  تن په کال کي لږ تر لږه یو وار د داسي خواراکي موادو د خوړلو له کبله ناروغیږي، چي په پایله کي یې بدن ته باکټریاوي، ویروسونه یا پارازیتونه داخلیږي او یا په کیمیاوي موادو باندي ککړ خوراکي مواد یې معدې ته رسیږي.

ملگري ملتونه اوس غواړي په نړۍ کي خوراکي توکي ډاډمن کړي. د رغتیا نړیوال سازمان رییس تیدروس ادهانوم گیبریسیس، وايي: «دا یوازنی امکان دی چي د حکومتونو، تولیدونکو، ترانسپورت شرکتونو او خلکو اذهان د خوسا غذايي موادو خطر ته راواړول شي.»

هغه زیاتوي: «د کروندې څخه نیولې بیا تر قابونو پوري ټول برخه اخیستونکي باید مرسته وکړي چي غذايي مواد پاک پاته سي.»

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چي د هري هغې یورو په مقابل کي چي د دغه خطر په اړه د معلوماتو پر ورکولو مصرفیږي، چي د بیلګي په توګه څرنګه غذايي مواد اطمیناني تولید او وساتل سي، کیدلای سي لس یورو وسپمیږي. دا ځکه چې د دې سازمان په حواله که خلک معلومات ولري نو د خوسا خوړو د استفادې له کبله به نور لږ خلک ناروغیږي او هم به لږ کسان د هغه له کبله د کارونو څخه رخصتیږی او غیرحاضرۍ به کمې وي. دغه سازمان اټکل کوي، چي د دغه ډول غیرحاضریو له کبله د لږو او متوسطو عاید لرونکو هیوادونو مؤلدیت هر کال ۹۵ میلیارډو ډالره راکمیږي او تاوان ورته رسیږي.

اروپا په سر کي قرار لري

د رغتیا نړیوال سازمان  په حواله په اروپا کي هر کال په اوسط ډول سره ۳۲ میلیونه انسانان د غذايي مواد د خرابتیا په دلیل ناروغیږي. څه نا څه ۵۰۰۰ کسان له همدې کبله مري.

د دغه سازمان د اروپا د څانګې مشره سوزانه جاکا، وايي: «نن ورځ یوه عادي ډوډۍ کیدلای سي د څو براعظمونو د غذايي موادو له ترکیب څخه جوړه سوې وي ځکه نو د هغه ډاډمنتیا په نړیوالي همکارۍ پوري اړه لري.»

د خوراکي توکو د ډاډمنتیا نوې نړیواله ورځ به حکومتونو ته دا په یاد کړي چي د غذايي موادو د محصولاتو او تولید په ټولو برخو کي  حفاظتي تدابیر قوي کړي.

(qn/ms (dpa, kna

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب