1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

هر کال ۴۰۰ زره اروپايان د هوا د ککړتيا له امله مړه کیږي

۱۳۹۹ شهریور ۱۸, سه‌شنبه

د اروپا د چاپيريال ساتنې آژانس د څيړنې پر اساس، هر کال په دې لويه وچه کې په سلونو زره انسانان د هوا د ککړتيا له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. څیړنه کې د چاپيريال اړوند نورو عواملو ته هم اشاره شوی چې د انسانانو ژوند ګواښي.

Italien I Luftverschmutzung in Mailand
د ايټالیا د ميلان ښار يوه څنډه د ۲۰۲۰م کال د جنورۍ میاشتې انځورانځور: picture-alliance/dpa/La Presse/C. Furlan

د اروپا د چاپيريال ساتنې آژانس (EEA) د اروپايي ټولنې په غړو هيوادونو کې د چاپيريالي ستونزو اړوند خپل کلنی رپوت، د ډنمارګ هیواد په پلازمينه، کوپنهاګن کې خپور کړ.

د دغه څيړنې خلاصه په کې چې د سه شنبې په ورځ (سپتمبر په ۸مه) یو شمیر آلماني ورځپاڼو کې هم خپره شوې، راغلي چې د هوا د ککړتیا د اروپايانو د وخت څخه د مخه د مړينې تر ټولو مهم لامل دی.

د دغه آژانس څيړنې ښيي چې هر کال د اروپايي اتحاديې په ۲۷ غړو هیوادونو کې څه باندې ۴۰۰ زره کسان د ککړې هوا له امله له وخت څخه مخکې مري.

په رپوټ کې هغه موارد چې چاپيريال د ارپايانو د روغتيا او رفاه په برخه کې څومره اغيزې لري، څيړل شوي دي.

د هوا د ککړتيا له امله د وخت څخه د مخه د مړينې اته لاملونه

د ياد آژانس په حواله، د هوا ککړتيا، په اروپايي اتحاديه کې د انسانانو د وخت څخه دمخه مړينې د تر ټولو اصلي لامل په توګه شمیرل کيږي. دغه آژانس وايي چې د مړينو په شاوخوا اته پيښو کې يوه يې د هوا د ککړتيا له امله ده.

خو له دې ټولو سره سره، په تير يو کال کې د هوا د ککړتیا له امله د قربانيانو په شمیر کې، د۱۹۹۰م کال په پرتله چې يو ميليون وو، ۶۰ سلنه کموالی راغلی دی.

د اروپا د چاپيريال ساتنې آژانس په رپوټ کې له وخت څخه د مخه د مړينو دوهم لامل، صوتي اختلالات ښودل شوي چې په يوه کال کې د ۱۲ زره کسانو د مړينې سبب واقع شوي دي.

له دغه آژانس څخه کترينا ګنټس لبن وايي، اقلیمي بدلونونه او د شدیدو ورښتونو له امله راوتلي سيلابونه هم هغه عوامل دي چې له وخت څخه د مخه د انسانانو د مړينې سبب واقع کيږي. پر وینا يې په دې برخه تر ټولو ډير هغه کسان له خطر سره مخ دي چې په ښاري سيمو کې ژوند کوي.

د ياد آژانس په رپوټ کې همدارنګه ويل شوي چې د اوبو ککړې سرچينې او د انتي بیوتيکو ډيره استفاده هم له وخت څخه د مخه مړينو کې رول لري.

ختيځه اروپا ډیره په خطر کې 

انځور: picture-alliance/dpa/D. Kubirski

په دغه رپوټ کې تر ټولو د پام وړ ټکی د په شرقي او غربي اروپا کې د چاپيريالي عواملو له امله د مړينو په ارقامو کې لوړ تفاوت دی. د شرقي يا ختيځي اروپا په اکثرو هيوادونو کې د چاپيريالي ستونزو له امله له وخت څخه د مخه مړينو ارقام، د غربي برخې هيوادونو په پرتله په کراتو لوړ دي.

په دې حساب، په تير يوه کال کې د دا ډول مړينو تر ټولو ډيرې پيښې په بوسنيا هرزګوينا هیواد کې ثبت شوي چې په دغه هيواد کې د مړينو د ټولو پيښو ۲۷ سلنه برخه تشکيلوي. د مړيني تر ټولو لږ پيښې چې شاوخوا ۹ سلنه دي، په آيسلند او ناروې هيوادونو کې ثبت شوي دي.

د اروپا د چاپيريال ساتنې آژانس اجرايي مدير، هانس بروينیکس، وايي موږ په اروپا کې د چاپيريالي وضعيت د ښه کيدو شاهدان يو او زموږ د تيرکال څيړنو پر اساس، په خپل کاري پروګرام کې دې ته لومړيتوب ورکړی تر څو د زیان منونکو سيمو افرادو د حفاظت له پاره لا ډير لازم اقدامات تر لاس لاندې ونيسو.

د آژانس نوی رپوټ، د روغتيا نړيوال سازمان د ۲۰۱۲م کال معلوماتو پر اساس جوړ شوی دی. دغه سازمان تر اوسه په دې اړه کوم نوی رپوټ نه دی خپور کړي.

د روغتيا نړيوال سازمان هم وايي چې د اروپايي اتحاديې په غړو هيوادونو کې د مړينو ۱۳ سلنه برخه يې له چاپيريالي ستونزو سره ارتباط لري. په دې معنی چې په دې وچه کې هر کال ۳۶۰ زره کسان له وخت څخه د مخه د چاپيريالی ستونزو په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په سرطاني، زړه او تنفسي ناروغو اخته کیدل تر ټولو ډير له چاپيريالی ستونزو سره تړاو لري. د اروپا د چاپيريال ساتنې آژانس ټينګار کوي چې د چاپيريالی ستونزو په کمولو کیدای شی له وخت څخه مخکې مړينو مخينوی وشي.

دویچه وله ف/م.ک.ص./ب.ص.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب