هسپانوي چارواکو د افغان ښځو پر ملاتړ ټینگار وکړ
۱۴۰۴ دی ۱۹, جمعه
د هسپانیې لومړي وزير پدرو سانچز، د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۶ م کال د جنورۍ ۸) په مادرید کې د«۲۰۲۶ سفیرانو» په کنفرانس کې د افغان ښځو او د هغوی له څرگندتیا د ملاتړ پر دوام ټینگار وکړ.
هغه وویل چې هیواد به یې د ښځو له حقونو څخه د دفاع په برخه کې یو گام هم شاتگ ونه کړي.
د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانوئل البارس، د افغانستان د پخواني حکومت په پارلمان کې استازې فوزیې کوفي او یو شمیر هغو ښځو ته چې په دغه کنفرانس کې یې حضور درلود، وویل: «ستاسو مبارزه زموږ مبارزه ده، ستاسو هیلې زموږ هیلې دي او ستاسو ږغ زموږ ږغ دی.»
اړونده موضوع: د بشري حقونو نړيواله ورځ؛ یوناما د افغان ښځو او نجونو د حقونو پر تأمین ټینگار کړی
البارس زیاته کړه: «موږ به په دې برخه کې چپه خوله پاته نه سو او تسلیم به نه سو.»
د هسپانيا د بهرنیو چارو وزارت همدارنگه د پنجشنبې په ورځ د افغان ښځو له پاره د دغه وزارت یوه خونه ځانگړې کړه.
په هغه اعلاميه کې چې په دې اړه د هسپانیې د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپره سوې ده، راغلي دي: «دغه نوښت، عدالت او اساسي حقونو ته د رسیدو له پاره د افغانستان د ښځو او نجونو د دوامدارې مبارزې له پاره رامنځته سوی دی.»
فوزیې کوفي په دغه کنفرانس کې د خپلې وینا په ترڅ کې حاضرینو او هسپانیايي چارواکو ته په خطاب کې وویل: «غواړم ووایم چې تاسې همدارنگه د میلیونونو بې ږغو انسانانو الهام بخښونکی یاست چې د افغانستان ښځې او نجونې یې یوازې یوه برخه جوړوي.»
هغې زیاته کړه چې افغان ښځې او نجونې هره ورځ «نه یوازې د خپلې آزادۍ، بلکي د ټولې نړۍ له پاره» مقاومت کوي.
طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اگست مياشت کې واک ته له بیا رسیدو وروسته، په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د نورو ترڅنگ د هغوی د زده کړو او کار پر حقونو باندې محدودیتونه وضع کړي دي.
د بشري حقونو او ملگرو ملتونو په شان سازمانونو په وار وار سره په دغه هیواد کې د طالبانو له خوا د ښځو سیستماتیک ځپل غندلي دي او د طالبانو له ادارې څخه یې غوښتي دي چې خپلې ځپونکې پالیسۍ متوقفې کړي.