دغه لس شکمن غله چې اووه تنه يې ورڅخه اوکراينيان او درې تنه نور يې روسي اتباع دي، د پوليسو په خبره داسې کډوال په نښه کوي چې »ډېری وخت خپلې ټولې سپما شوې پيسې او قيمتي شيان له ځان سره ساتي.«
دغه خبره د هسپانيې پوليسو د جمعې په ورځ وکړه. پر نيول شوو کسانو باندې تور دی چې په اوو آپارتمانونو کې يې د هسپانيې د اليکانته او مورسيا په ولايتونو کې اوکرايني کډوال په نښه کړي او په کورونو يې ورننوتلي دي.
پوليسو د خپلو څرګندونو په حواله د ۱،۲۵ ميليونو يورو په ارزښت قيمتي شيان ضبط کړي دي چې د پوستي ټيکټونو يو کلکسيون ورڅخه کابو نيم ميليونه يورو ارزښت لري. د دې تر څنګ د پولیسو په خبره ګاڼه او کمپيوټرونه هم ضبط شوي دي.
انځورونه: له موزيمونو ستري غلاوي
د آلمان د مانشنګ سيمې د کلتيانو - رومیانو له ميوزيم څخه د سرو زرو خزانې غلا د خپل ډول يوازنۍ پېښه نه ده. غلو تل بې بديله کلتوري توکي لکه قيمتي ډبرې او رسامۍ غلا کړي، کله هم د وسلې په زور او يا د پوليسو په جامه کې.
انځور: Frank Mächler/dpa/picture allianceپه ډېري آسانۍ د ۵۰۰ سروزرو سکو غلا
د آلمان د بایرن ايالت د مانشنګ سيمې د کلتيانو – روميانو په ميوزيم کې د سروزرو ۵۰۰ سکې د دغه ميوزيم د شهرت باعث وې. په دې وروستيو کې غلو دغه ۲۰۰۰ کاله پخوانۍ د سروزرو خزانه له ځانه سره وړې. د پوليسو يوه وياند وويل چې د ويترين يا ښيښه يي آلمارۍ په ماتلو سره. دا چې غلو څرنګه د خبرداري سیستم له منځه وړی دی، تر اوسه لا معلومه نه ده. د بايرن ایالت د کلتور وزير د يوه «ناورين» څخه خبره وکړه.
انځور: Armin Weigel/dpa/picture alliance۲۰۱۹م کال؛ د دريسدن موزيم ته د غلو ننوتل
د ۲۰۱۹م کال په نوامبر میاشت کې د درېسدن «Grüne Gewölbe» موزيم ته غله داخل شول او د قيمتي ډبرو د ګاڼې درې سېټونه یې غلا کړل. د پوليسو د معلوماتو په حواله غله د يوې کړکۍ له لارې موزيم ته داخل شوي ول. موزيم ته راتلونکي د يوې عصري امنيتي دروازې له لارې دې ځای ته چې کابو ۳۰۰۰ په آزاده توګه ايښوول شوي توکي پکې دي، داخليږي. ډېر غلا شوي توکي بې بديله دي.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Kahnert۲۰۱۷م کال؛ د سرو زرو د ۱۰۰ کيلو درنې سکې غلا
د برلين له «بوده» موزیم څخه د ۲۰۱۷م کال په مارچ مياشت کې د سرو زرو يوه سکه غلا شوې وه چې ۱۰۰ کیلو وزن یې درلود. د دې سکې مالي ارزښت کابو يو میليون ډالر دی. د اټکلونو پر اساس دلته هم ښايي غله د کړکۍ له لارې داخل شوي ول. د « Big Maple Leaf » په نوم د کاناډا دې سکې ۵۳ سانتي متره لوېوالی درلود او درې سانتي متره ضخيمه وه. پر يوه اړخ یې د ملکې الیزابت دويمې انځور وو. دغه سکه تر نن ورځې نه ده موندل شوې.
انځور: picture-alliance/dpa/F.May۲۰۰۸م کال؛ د اروپا تر ټولو ستره هنري غلا
په ۲۰۰۸م کال کې په وسله سنبالو کسانو په زيورخ کې د «بوهرله» ميوزيم څخه د ۱۸۰ ميلیونه سويسي فرانک په ارزښت څلور نقاشۍ له ځانه سره وړې وې. په دې کې د پاول څېزنه «د سور واسکټ د هلک»، د ادګار دېګاس د «لووګ پيک او هغه لور»، د ونسنت فان ګوخ د «د شاه بلوط غوړېدلې څانګې» او د کلود مونې د «وېتهويل د کوکنارو کرونده» په نوم نقاشۍ شاملې وې ټولې یې بیرته وموندل شوې.
انځور: picture-alliance/akg-images۲۰۰۴م کال: پر مونچ موزيم وسله وال بريد
د ايدوارد منش د «چغې» او «مادونا» په نوم آثار په ۲۰۰۴م کال کې په اوسلو کې غلا شول. په وسله سنبالو دوو کسانو د مونش پر موزيم يرغل وکړ او د يو شمير عيني شاهدانو په شتون کې یې عکسونه له ديوالونو را بېل کړل. د چاپې په ترڅ کې پولیسو دغه دوه مشهور انځورونه بيرته وموندل.
انځور: picture-alliance/dpa/Munch Museum Oslo۲۰۰۳م کال؛ د لیوناردو داونچي مشهوره نقاشۍ کلونه لادرکه وه
د ليوناردو داونچي مشهوره نقاشي چې تر ۷۰ میليونو يورو بيه لري، په ۲۰۰۳م کال په سکاټلند کې له ماڼۍ لادرکه شوه. دوه غله چې د سيالانيانو په توګه نندارتون ته داخل شوي ول، له نقاشۍ سره د تروملانرګ کلا له دوو ساتونکو په تېښته بريالي شوي ول. دغه عکس څلور کاله لادرکه وو. بالاخره په ۲۰۰۷م کال کې په کلاسګو کې د يوې چاپۍ په ترڅ کې بيرته وموندل شو.
انځور: picture-alliance/dpa۱۹۹۱م کالګ د فان ګوخ د نقاشۍ د پام وړ غلا
په ۱۹۹۱م کال کې يوه سړی د آمستردم په فان ګوخ موزيم کې په يوه تشناب کې ځان بند کړ او د موزيم د يوه ساتونکي په مرسته یې ۲۰ نقاشۍ چې په هغه کې پر نورو سربيره دا [په انځور کې] نقاشي هم شامله وه، غلا کړې. پوليس وتوانيدل تر غلا کابو يو ساعت وروسته ټول توکي په يوه موټر کې بيرته وموندي. غل هم يو څو میاشتې وروسته ونيول شو.
انځور: picture-alliance/dpa/K. Van Weel۱۹۹۰م کال؛ د بوستن هنري غلا چې تر ننه ورځې يوه معمه ده
په ۱۹۹۰م کال کې د اېزابېلا ستیوارد ګاردنر ميوزيم څخه د ۱۳ نقاشيو هنري غلا په ټوله نړۍ کې د خلکو د توجو مرکز وګرځيده. د پوليسو په جامو کې دوه نارينه دغه ودانۍ ته داخل شول او پر نورو سربیره یې د ادووار مانې د « Chez Tortoni» او د جان ویرمير د « Konzert» په نوم نقاشۍ غلا کړې. تش چوکاټونه یې تر نن ورځې پر ځای ځړيدلي دي.
انځور: Gemeinfreiد نړۍ هغه نقاشۍ په څو ځلي غلا شوې
د «جک ۳ دي ګوېن» د رمبرانت نقاشي څلور ځلي د بريتانيا له دولوچ موزيم څخه غلا شوې وه: په ۱۹۶۶م، په ۱۹۷۳م، په ۱۹۸۱م او په ۱۹۸۶م کلونو کې. خو له نيکه مرغه دا نقاشي هر ځلي بيرته موندل شوې ده.
انځور: picture-alliance/akg-images۱۹۱۱م کال: کله چې د مونا لیزا خندا ورکه شوه
په ۱۹۱۱م کال کې د نړۍ تر ټولو مشهور د ښځې انځور غلا شو: د ليوناردو داونچي د «مونا لیزا» انځور. يوه ځوان ايتالوي ونچينزو پپروګيا، د پاريس له لووره موزيم څخه دغه نقاشي غلا کړه. هغه د موزيم د کارکوونکو په څېر لباس اغوستی وو او په ډېره آسانۍ سره دغه نسبتاً کوچنۍ نقاشي تر خپلې چپنې لاندې پټه کړې وه. په ۱۹۱۳م کال کې دغه نقاشي بيرته وموندل شوه. د هنري توکو سوداګر د پيروګيا په اړه پوليسو ته ويلي ول.
انځور: picture alliance/Mary Evans Picture Library دا هم ويل شوي دي چې شکمنو غلو د خپلو قربانيانو په موټرو کې د هغوی د ځای ځایګي معلومولو په پار ديجيتالي وسيلې لګولې وې څو هغوی تعقيب کړای شي.
د جنورۍ په مياشت کې هم هسپانوي پوليسو د يوې جرمي شبکې د ماتولو اعلان کړی و چې د تنباکو جوړولو درې فابريکې يې چلولې. په دغو فابريکو کې له اوکراين څخه هسپانيې ته تښتېدلي کډوال ځای پر ځای کړل شوي ول. هسپانيې يو کال مخکې د روسيې له خوا پر اوکراين د يرغل راهيسې څه نا څه ۱۶۰ زره اوکرايني کډوال په خپل هېواد کې منلي دي.
ن.ص / خ.ح