1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هسپانيا، ناروې او آیرلند د فلسطين دولت په رسمیت وپیژانده

۱۴۰۳ خرداد ۸, سه‌شنبه

دهسپانيې، ناروې او آیرلند د سه شنبې په ورځ په رسمي ډول فلسطیني دولت په رسمیت وپیژانده، داسي یو اقدام چې د اسرائیل له خوا حماس ته د «انعام» په توگه محکوم سوی دی.

USA New York | Palästina Flagge vor UN Gebäude
انځور: Dennis Van Tine/Geisler-Fotopress/picture alliance

دا درې اروپايي هیوادونه په دې باور دي چې د هغوی دغه پریکړه یو قوي سمبولیک اغیز لري او ښایی نور هیوادونه هم وهڅوي چې په ورته اقدام لاس پوري کړي.

پس له هغه چې ناروې فلسطیني دولت په رسمیت وپیژانده، ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر، اسپن بارت آیده، د « ناروې او فلسطین ترمنځ اړیکو کې له یوې ځانگړي ورځي» څخه خبره وکړه. 

هغه وویل: «ناروې هيواد له ۳۰ کلونو راهیسي د فلسطیني دولت له کلکو مدافعینو څخه یو وو.»

لږ وروسته هسپانيا هم په ورته اقدام لاس پوري کړ او د دغه هیواد د حکومت ویاند، پیلار الگریا، ددې خبري پخلی وکړ چې ددغه هیواد کابینې په «یوې تاریخي ورځ» په رسمي ډول فلسطیني دولت په رسمیت پیژندلی دی.

مخکې له دې د هسپانیې صدراعظم، پدرو سانچز، وویل چې د فلسطیني دولت په رسمیت پیژندل د سولې له پاره « يوه اساسي اړتیا» ده او ټینگار یې وکړ چې دا د دراتلونکي له پاره یوازینی لار ده چې په ترڅ کې یې «فلسطیني دولت د اسرائیل د دولت سره څنگ په څنگ په سوله او امنیت کې ژوند وکړي.»

د هسپانیې صدراعظم زیاته کړه چې دغه پریکړه همدارنگه د «حماس په بشپړ ډول ردول دي، چی د دوو دولتونو د حل لاري مخالف دی.» او د تیر کال د اکتوبر پر اومه نیټه یې پر اسرائیل باندي بریدونه د غزې په تراډه کې د روانې جگړې سبب سول.

آیرلنډ هم د فلسطیني دولت په رسمیت پیژندلو سره، د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، څخه وغوښتل چې «نړۍ ته غوږ ونیسي او هغه ناورین ته د پای ټکی کښیږدي چې په غزه کې یې شاهدان یو.»

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

03:13

This browser does not support the video element.

د آیرلنډ لومړي وزیر، سیمون هریس وویل:«موږ غوښتل چې فلسطین د سولې د یوې پروسې په پای کې په رسمیت وپیژنو، خو سره له دې موږ له ناروې او هسپانیې سره دغه پریکړه وکړه تر څو د سولي معجزه ژوندۍ وساتو.»

هریس زیاته کړه:«دغه (اقدام)  په هغه څه باندې د باور لرلو په معنی دی چې د دوو دولتونو د حل لار د اسرائیل او فلسطین له پاره یوازينۍ لار ده چې یو د بل په څنگ کې په سوله او امنیت کې ژوند وکړي.»

د دغو دریو اروپايي هیوادونو له پریکړي مخکې د ملگرو ملتو له ۱۹۳ غړو هیوادونو څخه، ۱۳۹ یې فلسطینی دولت په رسمیت پیژندلی وو.

د بلغاریا، قبرس، چک جمهوریت، هنگري، مالتا، پولند او رومانیا هیوادونو له اروپايي ټولنې سره تر یو ځای کیدو مخکې لا فلسطیني دولت په رسمیت پیژندلی وو او سویس په ۲۰۱۴ م کال کې په دغه اقدام لاس پوري کړ. 

د اسرائیل سخت انتقاد

اسرائیل چې مخکې له دې یې د دې پریکړي له امله خپل سفیران له نوموړو هیوادونو څخه راغوښتي ول، دغه اقدام په کلکه غندلی دی.

داسرائیل د بهرنیو چارو وزیر، یسرائیل کاتس، د سه شنبې په ورځ د هسپانیې لومړی وزیر، د «یهودیانو د وژنی په تحریک کولو » تورن کړ.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر، د هسپانیې د لومړي وزیر مرستیال یولانده دیاز، د ایران له رهبر آیت الله خامنه يي او په غزه کی د حماس له مشر یحیی سنوار، سره پرتله کړ. دیاز، تیره اونۍ د فلسطیني دولت په رسمیت پیژندلو پريکړې څخه هرکلی کړی وو او ويلي ییې وو:«موږ نه سو کولای تم شو. فلسطین به له نهر څخه تر بحر پوري آزاد سي.» په هسپانیا کې د اسرائیل سفیر د دیاز دغه څرگندونې د «اسرائیلو د له منځه وړلو له پاره د ښکاره رابلنې» په توگه محکومې کړې.

کاتس، ویلی چی د هسپانیې صدراعظم د خپل مرستیال په نه ایسته کولو او د فلسطیني دولت د په رسمیت پیژندلو سره، »د یهودي اولس نسل وژنی ته په تحريکولو« کې  شریک بلل کیږي.

اسرائیل دغو مسائلو ته په نه پاملرنې د غزې په سویل کې د رفح پر ښار خپلو بریدونو ته ادامه ورکړې ده. د رفح ښار ته نیژدې د اسرائیل وروستي هوايي برید سخت غبرگونونه راپارولي دي. د غزې په تراډه کې د حماس ترکنترول لاندي روغتیا وزارت په حواله ، په دغه هوایی برید کی ۴۵ تنه وژل سوي دي.

اسرائیل ویلی دي چې درفح پر ښار باندي یې له برید څخه هدف، د حماس د پاته سوو واحدونو له منځه وړل وو، هغه ډله چې د امریکا متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې، آلمان او څو نورو هیوادونو له خوا د یوه ترهگریز سازمان په توگه درجه بندي سوې ده.

GP/BS/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل