هسپانيا: نايټ کلب کې د اورلګېدنې له کبله ۶ کسان مړه شوي
۱۴۰۲ مهر ۹, یکشنبه![Spanien Murcia | Brand in Diskothek | Bilder der Feuerwehr Murcia](https://static.dw.com/image/66974505_800.webp)
د هسپانيا د بېړنیو خدماتو ادارې د ايکس يا پخواني ټويټر ټولنیزې رسنۍ له لارې ويلي دي چې اورلګېدنه د یکشنبې سهار په لومړیو ساعتونو کې په تيئتر (Teatre) نایت کلب کې رامنځ ته شوه.
ښاروال خوزه بالیستا (Jose Ballesta) پر ايکس شبکه ليکلي: «د بېړنیو خدماتو اداره د تيئتر نايت کلب په منځ کې د شپږو کسانو مړينه تائيدوي.» هغه زیاته کړې چې د اورلګېدنې د دلیل د موندلو په موخه پلټنې پیل شوي دي.
د رپوټونو مطابق په ټپیانو کې دوه ښځې چې عمرونه ېې ۲۲ او ۲۵ او دوه نارینه شامل دي. نارینه د ۴۰ کلونو ښودل شوي دي. زیاته شوي چې ټپيان ټول د لوګي څخه اغیزمن شوي دي.
د مورسیا ښاروال یو درې ورځنی ماتم اعلان کړی دی. هغه د پېښې په ځای کې وويل چې د اور مړ کولو له پاره له ۴۰ ډېرو اور وژونکو او ۱۲ عاجلو موټرو برخه اخیستې ده.
د یادې ادارې له خوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې ژغورونکي په ځايي وخت د سهار په شپږو بجو د لومړنۍ اطلاع وروسته ساختمان ته داخل شول.
د اوروژنې او د بېړنیو خدماتو ادارې کارکوونکو د يکشنبې په سهار د پېښې په ځای کې د ژوندي پاتو شوو کسانو د موندلو لټون کاوه. د مورسیا ښاروالۍ ويلي دي چې په دغه اورلګېدنه کې څلور کسان ټپیان شوي هم دي او کېدای شي چې د مړو شمېر لوړ شي.
پر ټولنیزې شبکې د پېښې په خپره شوې ويډيو کې ښکاري چې د یو ساختمان له سر او کړکیو څخه د اور لمبې پورته کيږي. د ساختمان مخې ته په لسونو لالهانده خلک ليدل کيږي چې له یو بل سره مرسته کوي او ځينې بیا د اور اخیستلي ساختمان لور ته موبایلونه نيولي دي. په ويديو کې همدارنګه د ساختمان مخې ته د اور وژنې کارکوونکي او موټر هم لیدل کيږي .
مورسیا د هسپانيا پلازمېنه مادريد جنوب شرق لور ته په ۴۰۰ کیلومترۍ سمندر په غاړه پروت دی.
(AFP, Reuters)mks/aa/