1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هسپانيا: يو سړی د ښځو د لمنو لاندې عکاسۍ په تور نيول شوی

۱۳۹۸ مرداد ۳۱, پنجشنبه

په هسپانيا کې يوه سړي په عامه ځایونو کې د خپل لاسي تليفون له لارې په پټه د ښځو د لمنو لاندې عکاسي کوله. هغه بيا دغه په سونو ويديوگانې د فاحشو فلمونو پر ويبپاڼه خپرې کړي دي.

Spanien Mann soll Hunderten Frauen unter die Röcke gefilmt haben
انځور: AFP/Spanish Police

د هسپانیې پوليسو د چهار شنبې په ورځ  يو داسې سړی نیولی چې په مادريد ښار کې یې په عامه ځايونو او مغازو کې تر۵۰۰ زياتې ښځې د لمنې لاندې عکاسي کړي دي. ويل شوي چې په عکاسي شويو کې کم سنه نجونې هم شاملي دي.

دغه سړي له يوه لاسي تليفون څخه چې د شا په بکس کې يې پټ کړی وو، کار اخيستی دی. هغه به د شا بکس پر ځمکه داسې ايښوو چې د ښځو تر کاليو لاندي جامې او بدن برخو عکاسي د هغوی له موافقې پرته وکړي.

دغه ۵۳ کلن په خټه کولمبيايي بيا دغه ۲۸۳ ويديوگانې د فاحشو فلمونو په يوه انترنت پاڼه باندې خپرې کړې چې په ميليونو وارې کتل شوي دي.

دغه کس هغه وخت پوليسو ونيو چې د مادريد په ميترو يا تر ځمکې لاندي ريل کې یې خپل د شا په بکس کې لاسي تليفون داسې ځای پر ځای کړی وو چې د ښځو عکاسي یې پرې کوله.

پولیسو په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې دغه کس هره ورځ څومره چې یې کولی شوای ښځې عکاسي کړي دي. زياته شوې ده چې هغه په پنځوو ورځو کې ۲۹ ښځې عکاسي کړي دي.

پولیسو د تورن په کور کې يو ليپټاپ او درې هارد ديسکونه چې د سونو ښځو انځورونه او فلمونه پکښې ول، موندلي دي.

په بريتانيا کې په پټه د چا فلم اخیستل جرم گڼل شویانځور: picture-alliance/empics/J. Barlow

د هسپانيا د ملي پولیسو د سايبري جرمونو د برخې کارکوونکی رفايل فرناندس وويل چې په مجموعي توگه ۵۵۵ ښځې چې ځيني یې کم سنه دي، په آنلاين شويو ويديوگانو کې ليدل کيږي.

پولیس تر اوسه د هغه ۲۹ ښځو په پيژندلو توانيدلي دي چې پر دغه سړي یې حقوقي دعوا کړې وه. پر دغه کس په شخصي حريم کې د مداخلې، فساد، له ماشومانو ناوړه گټه او ماشومانو د بدلمنۍ تورونه لگول شوي دي.

د نړۍ په نورو برخو کې هم ورته پېښې رامنځته شوي دي. په بريتانيا او ويلز کې تر څو مياشتو کمپاين وروسته په دې تیرو ورځو کې په پټه د يو چا عکاسي کول جرم گڼل شوی.

په سکاټلند کې دا کار لا دمخه جرم بلل کيد. په جنوبي کوريا کې هم ښځې په منظم ډول د جنسي ماهيت لرونکو پټو فلمونو اخیستو چې په دغه هيواد کې ورته «مولکا» ويل کيږي، پر ضد مظاهرې او احتجاجونه کوي.

BS/NZ (afp, DPA)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب