1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هسپانيه: په مؤقتي توگه د شنگن تړون ځنډوو

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۰, یکشنبه

د هسپانيې هيواد چي د شينگن او اروپايي ټولني غړی هيواد دئ، پر خپلو پولو ئې د اسنادو کنټرول پېل کړی دئ. نوموړي هيواد ويلي دي چي د می پر درېيمه نېټه به د شينگن تړون په مؤقتي توگه وځنډوي. په دغه ورځ د اروپايي مرکزي بانک سرمشريزه تر سره کېدونکې ده. د شينگن تړون د غړو هيوادونو تر منځ پر پولو په اصل کي د اسنادو کنترول نه کيږي او که يو څوک د شينگن د يوه غړي هيواد وېزه ولري نو ورباندي نورو ټولو غړو هيوادونو ته هم په آزاده توگه سفر کولای سي. هسپانيه هڅه کوي چي په مؤقتي کنترول سره د دې مخه ونيسي چي د بانکونو پر ضد احتجاج کوونکي هسپانيې ته داخل نه سي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب