هسپانیه د ۲۰۱۳ کال بودجه اعلانیوي
۱۳۹۱ مهر ۶, پنجشنبهاعلان
د هسپانیې لومړی وزیر مارینو راهوی، نن د خپل هیواد د ۲۰۱۳ کال بودجه وړاندې کوي. دا په داسې حال کې ده چې د دې بودجې د اعلانیدو له کبله په مدرید کې له دوو ورځو راهیسې له تاوتریخوالي څخه ډکې مظاهرې روانې دي.
تمه کیږي چې د بودیجې له اعلانیدو سره به راهوی اروپايي ټولنې ته دا پیغام واستوی چې هیواد ئې کولای شي د سپمان پروگرامونه پلي کړي. دا په داسې داسې حال کې ده چې اوس هم د هسپانیې ۲۵ سلنه نفوذ بیکاره ده.
اروپایي ټولنې پر هسپانیې باندې فشار راوستی دئ چې د یورو د ژغور له صندوق څخه د مرستو د تر لاسه کولو له پاره باید د سپما پروگرامونه پلي کړي.