څه د پاسه ۳۰۰ مهاجر چې په سمندر کې له ډوبیدو ژغورل شوي دي، اوس د مهاجرو د ژغورنې په یو بیړې کې هسپانې ته روان دي. هسپانيې تیاری ښودلی چې دغه مهاجر ومني. د آلمان خبري آژانس د هسپانيې پلازمينه مادريد څخه د هسپانوي رسنيو په حواله ليکي چې تمه ده د ژغورل شوو مهاجر بیړۍ به د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د دسامبر ۲۸مه) د هسپانيا په اندلس کې د الګسيراس بندر ته ورسيږي.
له همدې کبله په بیړۍ کې سپاره کسان اړ شول تر څو د کريسمس جشن په بیړۍ کې ولمانځي. د «ايل اسپانول» په نوم ېوې آنلاين ورځپاڼې ويلي دي چې د «استرال» په نوم يوې بلې مرستندويې بیړۍ له خوا ژغورل شوو مهاجرو ته دارو درمل رسول شوي دي.
د «پرو اکتيفا اوپن آرم» ادارې له خوا په يوه خپره شوې ويډيو کې ښکاري چې په بیړۍ کې يو شمير ماشومان او تنکي ځوانان په داسې حال کې چې د کريسميس خولې يې پر سر دي، لوبې کوي او د انځورګرۍ کتابونه ورباندې ويشل کيږي.
مرستندويې ادارې په يوه ټويټري پيغام کې ليکلي: «انسانان د اوپن آرمس په يوه زړه بیړۍ کې له سترو هيلو سره د حرکت په حال کې دي.»
دغه مهاجر يوه اوونۍ مخکې په داسې حال کې چې په درو جلاو بیړیو کې سپاره ول په سمندر کې ژغورل شوي ول. دوی د ليبيا له ساحلونو د اروپا پر لور حرکت کړی وو.
د ايټاليا د کورنيو چارو وزير ماتئو سالويني ويلي دي چې د هيواد بندرونه يې د ملکي بیړیو پر مخ «تړلي» دي.
له هغه ځایه چې د روم عوامپاله حکومت د مهاجرت پر موضوع يو سخت سياست اختيار کړی، د روان کال په دننه کې اکثرو مهاجرو هسپانیې ته مخه کړې ده.
د ايټاليا د کورنيو چارو وزير مارتئو سالوينې چې د روان کال په انتخاباتي کمپيانونو کې يې د مهاجرت ضد کوم شعارونه او ژمنې کړې وې هغه يې په عمل کې هم ښودلي دي. سالوينې څو مياشتې مخکې هم د مهاجرو بیړیو ته اجازه نه وه ورکړې چې د ايټاليا په بندرونو کې لنګر واچوي.
له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:
څلورو کالو کي ۲۳ زره مهاجر د اروپا پر لار مړه شوي دي
هر کال اروپا ته د رسيدو په موخه په زرونو انسانان پر لارو خپل ژوند له لاسه ورکوي. د مړو ارقام په ۲۰۱۶م کال کې تر ټولو لوړ يعنې له پنځو زرو هم واوښت. په دې انځوريز رپوټ کې د تيرو څلورو کلونو د هرې مياشتې ارقام ښودل شوي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/Mohame Ben Khalifaد تيرو څلورو کلونو د هر کال په لمړيو مياشتو کې اروپا ته د مهاجرت پر وخت ټول ټال ۱۳۷۳ تنه مهاجر مړه يا لادرکه شوي دي. په دې ډله کې ۷۲ تنه يې د ۲۰۱۴ په جنورۍ، ۲۰۹ تنه د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ، ۵۹۵ تنه د ۲۰۱۶ په جنورۍ او ۵۴۲ تنه د ۲۰۱۷ کال په جنورۍ مياشت کې مړه او لادرکه شوي دي. په دې ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Saponeد تيرو څلورو کلونو په فبروري مياشتو کې اروپا ته د مهاجرت پر وخت ټول ټال ۱۳۴۵ کسان مړه يا لادرکه شوي دي. په دې کې ۵۸ تنه يې د ۲۰۱۴م په فبرورۍ، ۴۰۷ تنه يې د ۲۰۱۵م کال په فبرورۍ، ۴۹۱ تنه يې د ۲۰۱۶م کال په فبرورۍ او ۳۸۹ تنه يې د ۲۰۱۷م کال په فبروۍ مياشت کې مړه او لادرکه شوي دي.
انځور: picture alliance/AP Photo/IFRC/M. Karima
په دې ډله کې ۳۲۱ تنه مهاجر د ۲۰۱۴م کال په مارچ، ۱۸۱ تنه د ۲۰۱۵م کال په مارچ، ۵۶۴ تنه د ۲۰۱۶ کال په همدې مياشت او ۴۳۲ تنه يې د ۲۰۱۷م کال په مارچ مياشت کې مړه او لادرکه شوي دي. دغه مهاجر اروپا ته مهاجرت پر مهال په مختلفو لارو، خو تر ډيره په سمندر کې مړه شوي دي.
انځور: Reuters/Y. Behrakisپه اپريل مياشتو کې د مرګونه کچه نژدې دوه برابره لوړيږي. په پورتني شمير مهاجرو کې ۹۸ تنه يې د ۲۰۱۴م کال په اپريل، ۱۳۰۹ تنه يې د ۲۰۱۵م کال په اپريل، ۷۳۹ تنه يې د ۲۰۱۶م کال او ۳۶۰ تنه يې د ۲۰۱۷ کال په اپريل مياشت کې مړه او لادرکه شوي دي. اپريل، په تيرو څلورو کلونو کې تر می مياشتې وروسته د مهاجرو له پاره دويمه مرګونه مياشت حساب شوې ده.
انځور: Getty Images/Afp/Matthew Mirabelliد مړينې په پورتني شمير کې ۴۵۹ تنه مهاجر د ۲۰۱۴م کال په می، ۳۴۵ تنه د ۲۰۱۵م کال په می، ۱۳۶۴ تنه د ۲۰۱۶م کال په می او ۷۵۴ تنه د ۲۰۱۷م کال په می مياشت کې مړه او لادرکه شوي دي. تر ټولو زيات مهاجر په ۲۰۱۵ کال کې په مديترانې سمندرګي کې مړه شوي دي. د مهاجرت نړيوال سازمان په دغه کال د ټولو مړو او لادرکه شويو مهاجرو شمير ۵۰۹۶ تنه ښودلي دي.
انځور: picture alliance/AP Photo/IFRC/M. Karimaله دې ډلې څخه ۴۰۲ تنه مهاجر يې د ۲۰۱۴م کال په جون، ۱۱۹ تنه د ۲۰۱۵م کال په همدې مياشت، ۶۰۱ تنه يې د ۲۰۱۶م او ۸۱۰ تنه يې د ۲۰۱۷م کال په جون مياشت کې مړه او لادرکه شوي دي. دوي اروپا ته په دې موخه مهاجر کيدل تر څو له خپل هيواده ښه ژوند ولري.
انځور: picture-alliance/dpa/Mohame Ben Khalifaپه دې ډله کې ۹۰۲ تنه مهاجر د ۲۰۱۴م کال په جولای، ۲۹۷ تنه يې د ۲۰۱۵م جولای، ۴۱۹ تنه يې د ۲۰۱۶م او ۳۷۷ تنه يې د ۲۰۱۷ کال په جولای مياشت کې مړه او لادرکه شوي دي. ډيری مهاجر د کشتيو د خرابيدو له امله په سمندر کې ډوب شوي او ژوند يې له لاسه ورکړی دی.
انځور: Reuters/Y. Behrakisد تيرو څلورو کلونو په اګست مياشتو کې اروپا ته د مهاجرتونو پر مهال ۲۱۶۵ تنه مړه شوي دي چې له دې ډلې څخه ۶۸۰ تنه يي د ۲۰۱۴م کال، ۸۵۹ تنه يې د ۲۰۱۵م کال، ۲۲۲ تنه د ۲۰۱۶م او ۴۰۴ تنه يې د ۲۰۱۷م کال اګست کې مړه او لادرکه شوي دي. په ۲۰۱۵ کال اطريش کې له يوه کانتينره څخه هم د څه باندې ۵۰ تنه مهاجرو مړي راوښکل شول.
انځور: Reuters/H-P Baderپه ۲۱۹۷ تنه مړه شويو مهاجرو کې ۸۳۶ تنه يې د ۲۰۱۴م کال په سپتمبر، ۴۵۲ تنه يې د ۲۰۱۵م کال په سپتمبر، ۴۹۴ تنه يې د ۲۰۱۶م کال سپتمبر او ۴۱۵ تنه يې د ۲۰۱۷ کال په سپتمبر مياشت کې مړه او لادرکه شوي دي.
انځور: picture-alliance/AA/H. Erdincپه پورتني شمير مهاجرو کې ۲۰۹ تنه یې د ۲۰۱۴م کال په اکتوبر، ۷۰۰ تنه يې د ۲۰۱۵م کال په اکتوبر، ۶۹۷ تنه يې د ۲۰۱۶م کال په اکتوبر او ۳۳۰ تنه يې د ۲۰۱۷م کال په اکتوبر مياشت کې مړه او لادرکه شوي دي. دا شمير مهاجر د سمندري ځواکونو او ساحلي ساتونکو د ژغورنې د عملياتو او هلو ځلو سربيره تلف شوي دي.
انځور: Reuters/G. Moutafisپه پورتني شمير مړه شويو مهاجرو په ډله کې ۹۶ تنه يې د ۲۰۱۵م کال په نوامبر، ۲۴۲ تنه يې د ۲۰۱۵م کال په نوامبر، ۹۲۴ تنه يې د ۲۰۱۶م کال په همدې مياشت او ۲۶۵ تنه يې د ۲۰۱۷م کال په نوامبر مياشت کې مړه او لادرکه شوي دي. د (يو.ان.اچ.سي.آر) په حواله، مړو شويو کې تر ټولو لوړه فیصدي د نارينه او بيا په ترتيب ماشومان او ښځې قرار لري.
انځور: picture-alliance/AA/Turkish Coast Guardله دې ډلې څخه ۱۲۷ تنه مهاجر د ۲۰۱۴ کال په دسمبر، ۵۶۶ تنه د ۲۰۱۵ کال په دسامبر، ۶۴۱ تنه د ۲۰۱۶م کال په دسامبر مياشتې کې مړه شوي دي. دغه مهاجر ډیری يې د افريقا او منځني ختيځ هيوادونو څخه دي او دغه راز د ځينو اسيایي هيوادونو دا هم په کې راځي. سرچينې: (IOM) او (UNHCR)، انځورونه د دويچه ويله له آرشيف څخه. ترتيب کوونکی: م. ک. ص
انځور: picture-alliance/epa/Stringer