1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هغه افغانه چې غوښتل یې ډاکتره شي اوس ترشي جوړوي

۱۴۰۳ تیر ۱۳, چهارشنبه

واک ته د طالبانو له رسېدو سره د ډېرو افغان مېرمنو هيلې چې غوښتل یې لوړې او مسلکي زده کړي وکړي، له خاوره سره خاوري شوې. فروزان احمدزۍ، هم له هغوی څخه يوه ده. هغه چې غوښتل یې ډاکتره شي اوس ترشي جوړوي.

آرشيف انځور: افغان ښځې د پانګونې په برخه کې هم له سختو ستونزو سره  مخامخ دي
آرشيف انځور: افغان ښځې د پانګونې په برخه کې هم له سختو ستونزو سره مخامخ دي انځور: Ali Kaifee/DW

فروزان احمدزۍ، له هغو ۲۰۰ زرو افغان مېرمنو څخه يوه ده چې طالبانو ورته د کار اجازه ورکړې ده. هغه به سږ کال خپلو هیلو ته رسېدلی وای او ډاکتره شوی به وای، خو طالبانو واک ته له رسېدو سره سم د مېرمنو پر وړاندې د لوړو زده کړو دروازې وتړلې او په اکثرو ساحو کې یې له کار کولو منع کړې.

اوس د مريضانو د تداوۍ پر ځای هغه د کابل په يوې تهکاوۍ کې په ګنډلو بوخته ده او د درملو سره د سروکار درلودو پر ځای ترشي يا اچار جوړوي.

د نيمايي نفوس لاسونه تړل شوي

د افغانستان نيمايي نفوس په داسې حال کې چې د هيواد اقتصادي وضعيت د بل هر وخت په پرتله ناوړه دی، د کار کولو د آزادۍ نه درلودو له کبله داسې احساس لري چې لاسونه یې تړل شوي دي.

مېرمنې اوس په يو څو برخو کې د کار کولو اجازه لري چې پر نورو سربیره پکې خياطي او د خوړو چمتو کول شامل دي. ۳۳ کلنه فروزان احمدزۍ، هم له نورو هغو مېرمنو سره يوځای چې يو وخت ښوونکې وې او يا يې غوښتل چې دغه مسلک خپل کړي، اوس په همدې کارونو بوخته ده.

د افغانستان په کاري ځواک کې د ښځو ونډه تل د محافظه پال کلتوري عقايد پر اساس محدوده وه. په ۲۰۲۱م کال کې یې ونډه چې لا طالبان واکمن شوي نه ول، ۱۴،۸ سلنه وه. طالبانو د واک ترلاسه کولو وروسته پر ښځو کلک محدوديتونه ولګول چې په هغه کې تر شپږم ټولګي پورته صنفونو ته د نجونو پر تګ بندیز، له لوړو زده کړو او همدا راز په يو شمير برخو کې له کاره د هغوی منع کول شامل دي. ښځې همداراز عامه ځایونو لکه تفريخي پارکونو ته هم له تللو منع شوي دي.

د نړيوال بانک د معلوماتو په حواله په ۲۰۲۳م کال کې په کاري ځواک کې د ښځو ونډه ۴،۸ سلنې ته راکښته شوې وه.

فروزان احمدزۍ، چې کله د افغان ښځو له پاره د دې نوي وضعيت څخه خبره کوي، نو سترګې یې له اوښکو ډکيږي. هغه په دې تهکاوۍ کې کار ته په اشارې سره وايي: «موږ يوازې د تېښتې يوه لار لټوو.»

د طالبانو په واکمنۍ کې ښځې او د هغوی د کار او ژوند مبارزه

03:23

This browser does not support the video element.

هغه زياتوي چې دا لږ تر لږه داسې يو ګام دی چې دوی په کور کې بندۍ نه وي. په ټوله کې د دې او د نورو ۵۰ همکارانو له پاره یې له دې لارې عايد ډېر لږ دی. که کاروبار یې په کومه میاشت کې ډېر ښه پرمخ ولاړ شي نو دوی د ترشي جوړولو او جامو ګنډلو څخه څه نا څه ۳۰ زره افغانۍ په لاس راوړي.

خو دا مېرمنې د افغانستان د نورو وګړو په څېر د کورونو د لوړو کرايو او د ورځني ژوند د نورو ډېرو لوړو مصارفونو څخه شکايت کوي. د دوی د جامو ګنډلو ماشينونه زاړه دي او بريښنا ته لاس رسی هم بې ستونزو نه دی.

سيمه ایز پرچون  پلورونکي دوی ته عادلانه بيه نه ورکوي او دوی له بانکونو او يا سيمه ایزو چارواکو له خوا هم د خپل تجارت د ودې په موخه کومه مرسته نه ترلاسه کوي.

خو د ښځو له پاره يوازې له طالبانو د کار د جواز ترلاسه کول هم له ننګونو ډکه يوه چاره ده، په داسې حال کې چې د افغانستان د کار د قوانينو پر اساس د کار د جواز ترلاسه کولو پروسه باید د ښځو او نارينه وو دواړو له پاره يو شان وي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت چې د اړوندو جوازونو د اجرا کولو مسئوليت لري، ښځې دغه وزارت ته له ورتلو منع کړي دي او په يوه بل ځای کې یې يو يوازې د ښځو له پاره ځانګړی شوی دفتر پرانيستی دی.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت يوه وياند سمیع الله ابراهيمي، په دې اړه وويل: «له دې څخه موخه د ښځو له پاره د چارو اسانه کول او د کارونو چټکول دي.»

په دې دفتر کې ښځې خپله تذکره، د هڅونې ليک او د يوه شخصي کلينک څخه د روغتيا د تائيد سند باید وړاندې کړي، په دې شرط چې دوی پر دې اسنادو سربیره د هر ډول مصارفو د پوره کولو له پاره پېسې هم ولري. همدا شان د يوه محرم درلودل هم شرط دی څو يوه ښځه په آزاده توګه حرکت وکولی شي.

د نړيوال بانک د معلوماتو په حواله په ۲۰۲۳م کال کې په کاري ځواک کې د ښځو ونډه ۴،۸ سلنې ته راکښته شوې وه.انځور: Fareed Khan/AP Photo/picture alliance

تېر کال د ملګرو ملتونو يوه لوړ پوړي چارواکي ويلي ول چې افغانستان د نړۍ په داسې يوه هيواد اوښتی دی چې پکې پر ښځو ډېر فشار اچول کيږي.

 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي دفتر (يوناما) مشرې روزا اوتنبایوا، ويلي دي چې په داسې حال کې چې دغه هيواد د څو لسیزو تر جګړې وروسته بيارغاونې ته اړتيا لري، نيمايي بالقوه ډاکتران، ساينس پوهان، خبريالان، او سياستوال یې «په خپل کورونو کې بندي دي، خوبونه یې له خاورو سره خاوري شوي او وړتياوې یې ضبط شوي دي.»

د طالبانو نظر

خو طالبان بيا په دې تړاو بل ډول نظر دي. د کار او ټولنیزو چارو وزارت وياند ابراهيمي، په حواله دوی هڅه کړې ده چې ښځو ته په هغو سيکتورونو کې چې د دوی کار ته پکې اړتيا ده، له اسلامي ارزښتونو او افغاني دودونو سره سمون لرونکې «يو خوندي او جلا» کاري فضا برابره کړي.

نوموړي وويل چې ښځې د اکثريت کارونو له پاره لکه پاک کارۍ، امنيتي څار، لاسي صنایعو، بزګرۍ، خياطۍ او يا د خوړو د چمتو کولو له پاره د زده کړو کوم سند ته اړتيا نه لري.

ورته برخليک 

خو احمدزۍ او د هغې همکارۍ د خپلې مسلکي پوهې د ضايع کيدو له کبله ډېرې خواشيني دي. ډېرو یې د سینګار کوونکو په توګه مسلکي روزنه ترلاسه کړې وه، خو دمګړۍ ټول سينګارتونونه تړل شوي دي.

د افغان ښځو ننګونې چې بايد د طالبانو فرمانونه هم ومني او په ورته وخت کې له خپلو کورنيو مالي ملاتړ هم وکړي، د هغوی رواني او فزيکي روغتيا ته سخت زيان رسوي.

احمدزۍ، وايي د کابل په دې تهکاوۍ کې د کار له يو څو مثبتو ټکو څخه یو له نورو ميرمنو سره دوستي او رفاقت او د يو بل څخه د مرستې او ملاتړ شتون دی.

نوموړې وويل: «نن سبا افغان ښځې په ټولنه کې يو ډول نقش لري. دوی په کور کې ماشومان پالي، کور ته پام کوي او کوم بل سخت کار نه کوي.» هغه زياتوي: «که چېرې زما کورنۍ زه هڅولی نه وای نو زه به دلته نه وم. دوی زما څخه ملاتړ کوي ځکه زه کار کوم. زما میړه بې کاره دی او واړه اولادونه لرم.»

د افغانستان د ښځو د صنعت او سوداګرۍ خونې مشره سلما يوسفزۍ، هم دا درک کوي چې د طالبانو په واکمنۍ کې کار يوه ننګونه ده.

آیا د نجونو د زده کړو له پاره مدرسې د ښوونځیو بدیل کیدای شي؟

31:35

This browser does not support the video element.

د صنعت او سوداګرۍ خونه څه نا څه ۱۰ زره غړي لري خو د طالبانو تر ادارې لاندې د ښځو کم رنګه استازولي يوه ننګونه ده. 

نوموړې وایي چې دوی ښځو ته په سيمه ایزو بازارونو کې د پليټ فارم په ورکولو او همداراز له نړيوالې ټولنې سره د دوی په وصل کولو کې مرسته کړې ده څو ښځې وکولای شي د هيواد څخه دباندې په نندارتونو کې ګډون وکړي او له نورو فرصتونو ګټه پورته کړي. 

د ښځو د صنعت او سوداګرۍ د خونې په غړيو کې د افغانستان مهم صنعتونه لکه د غالۍ اوبدلو او وچې مېوې هغه شامل دي. د نوموړې په حواله که څه هم چې دا سوداګرۍ د نارينه وو دي خو د هغو ښځو په مرسته چليږي چې غواړي د هيواد له اقتصاد سره مرسته وکړي او د هغوی د مرستې پرته به له سقوط سره مخامخ شي.

سلما يوسفزۍ، دا مني چې د ښځو د صنعت او سوداګرۍ خونې محدود فعاليت له طالبانو سره د ګډکار له کبله امکان لري: «که چېرې زه خپله دروازه وتړم نو بيا به هیڅ هم نه وي، هیڅ به پاتې نه شي.»

سلما يوسفزۍ چې يو وخت یې د قيمتي ډبرو کاروبار کاوه، د سوداګرۍ په خونه کې د خپل نقش له کبله یې له خپل تجارت څخه لاس واخیست. خو هغې هسې هم د طالبانو تر واکمنۍ لاندې دغه تجارتونه پر مخ نه شوای وړلی، ځکه هغه یې د مېړه په نوم دي.

سلما يوسفزۍ په داسې حال کې چې پر شونډو یې ترخه مسکا خپره ده، وايي: «دا چې موږ په دې هيواد کې ژوند کوو نو مقررات خو به تعيقبوو.» هغه زياتوي: «تر هيڅ خو د يو څه لرل ښه دي.»

ب. ص/ ن. ز (AP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل