په طبابت کې د ګردې دغه پیوند د انسان په تاریخ کې لومړنی عملیات وو چې پکې انسان ته د خنځیر پښتورګی پیوند شوی وو. د امریکا متحده ایالاتو په ماساچوست ایالت کې د نوموړي ناروغ روغتون ویلي چې د هغه مرګ د ګردې له پیوند سره اړیکه نه درلوده.
دغه پیچلی عملیات چې پکې د یوه حیوان پښتورګی انسان ته پیوند شوې وه، هغه مهال ډاکټرانو ویلي ول چې د دغه عملیات بریا به په ټوله نړۍ کې د انسان د اعضاوو د کمښت بالقوه ستونزه حل کړي. د نوموړي امریکايي وګړي کورنۍ وايي: «زموږ کورنۍ د ریک له مرګه چې ټول ورسره مینه لري، خپه ده. خو دا چې هغه د ډیری وګړو له پاره د هیلې یوه سرچینه وه، موږ ته د آرامۍ احساس راکوي.»
د سالمو پښتورګو له پاره ۸ لارښوونې!
د انسان پښتورګي یا ګردې وینه تصفیه کوي، د بدن د اوبو کچه څاري او مهم هرمونونه تولیدوي. په دې برخه کې ستونزې، د ګردو یا پښتورګو د نه کار نخښې دي. د سالمو پښتورګو له پاره دغه ۸ لارې ګټورې تمامیږي.
انځور: Colourbox
ډیر قزیکي فعالیت!
فزیکي فعالیت د بدن د ویني د فشار د ټیټ ساتلو له پاره مهم ګڼل کیږي او په دې توګه د انسان بدن د شکرې د ناروغۍ پر وړاندې خوندي ساتي. شکر یا دیابیت ناروغي د ګردو د خرابیدو یو له اصلي عواملو څخه ګڼل کیږي.
انځور: Colourbox/Vincent Hazat/6PA/MAXPPP
د وینې ګلوکوز په دوامداره توګه وڅارئ!
په دې ځان ډاډه کړئ چې د وینې د ګلوکوز اندازه مو ثابته پاته شي. په وینه کې د خوږوالي زیاتوالی چې د دیابیت یا شکرې ناروغۍ له نخښو څخه شمیرل کیږي، د ګردو یا پښتورګو په داخل کې کوچني رګونو ته زیان رسوي چې بیا د بدن د وینې فلتر او تصفیه په سمه توګه صورت نه نیسي.
انځور: Colourbox/E. Wodicka
خپل د وینې فشار وڅارئ!
د ګردو د له کاره لویدو یو له دلالیلو څخه د وینې لوړ فشار دی. د وخت په تیریدو سره، د وینې لوړ فشار د وینې رګونو ته زیان رسوي. د پښتورګو د سلامتیا له پاره، د وینې فشار باید له ۱۴۰/۹۰ څخه لوړ نه شي. کله دا هم مهمه وي چې د وینې د فشار د ټیټولو له پاره له دارو درمل څخه کار واخیستل شي.
انځور: Colourbox
سالم خوراک!
د میوو، سبزیجاتو او فایبر لرونکو خوراکونو استفاده د انسان د بدن د وزن په برخه کې هم ګټوره ده او همدا راز د پښتورګو د کاره لویدو په مخنیوي کې هم مرسته کوي. ډیر وزن له لوړ فشار او شکرې ناروغۍ سره اړیکې لري چې له امله یې د انسان ګردې له فعالیته لویږي. د مالګې کمه استفاده هم په دې برخه کې ګټور دي ځکه ډیره مالګه هم پښتورګو ته زیان رسوي.
انځور: Colourbox
په کافي اندازه د مایعاتو استفاده!
له بدن څخه د مضره موادو د ایستلو له پاره پښتورګي مایعاتو ته اړتیا لری. د دې کار له پاره تر ټولو غوره اندازه ۱،۵ تر ۲ لیټره پورې مایعات دي او هغوی چې فزیکي فعالیت کوي، بیا ډیرو نورو اوبو او مایعاتو ته اړتیا لري.
انځور: Colourbox
سګرټ پرېږدئ!
سګرټ څکول د وینې د رګونو د خرابیدو یو له مهمو عواملو څخه شمیرل کیږي چې په پایله کې یې پښتورګې وینه په سمه توګه نه تصفیه کوي. د نورو ډیرو مثبتو اړخونو سربیره، که سګرټ څکول مو ترک کړل، ګردې به مو درنه ډیره مننه وکړي.
انځور: Colourbox
د اوږدې مودې له پاره د درد د درملو له کارونې ډډه وکړئ!
د اوږدې مودې له پاره د درد ضد دارو درمل پښتورګو ته زیان رسوي. هغه خلک چې له وړاندې د ګردو له ستونزو شکایت لري، د درد ضد دارو درمل ورته د پښتورګو ستونزې لا ډیروي. که چیرته اړ یاست چې د اوږدې مودې له پارد د درد ضد درمل استفاده کړئ، په دې صورت کې له ډاکټر سره مو مشوره وکړئ څو داسې درمل تجویز کړي چې پښتورګو ته ډیر زیان نه رسوي.
انځور: Colourbox/J. Pavlinec
هر کال د پښتورګو معاینات!
په ځانګړې توګه هغه کسان چې د ګردو په برخه کې ستونزې لري، باید هر کال د خپلو پښتورګو بشپړه معاینه وکړي. هغه کسان چې عمرونه یې له ۶۰ پورته، په شکرې اخته او د وینې لوړ فشار لري او یا هم په کورنۍ کې یې د چا پښتورګي له فعالیته لویدلي وي، باید په دوامداره توګه د خپلو پښتورګو معاینات ترسره کړي. ډاکټر کولی شي د پښتورګو د ناروغیو ابتدايي نخښې ومومي او پرته له دې چې وخت تیر وي، د حل له پاره یې لارې ولټوي.
انځور: Colourbox
انځورونه1 | 8
یادې کورنۍ د روغتون د ډاکټرانو له هڅو په مننې زیاتوي چې د ډاکټرانو دغه اقدام «زموږ کورنۍ ته اووه نورې اونۍ فرصت هم ورکړ چې له کبله یې له ریک سره خاطرات به یې زموږ په ذهنونو او زړونو کې تلپاتې شي.»
په دغو عملیاتو کې ډاکټرانو وکولی شول چې په بریاليتوب سره له خنځیر څخه ترلاسه شوی پښتورګی چې پکې د خوګ جینیتیکي عوامل لیرې او انساني عوامل ورزیات شوي ول، ریک ته پیوند کړي. اوس د نوموړي ډاکټرانو د ریک په مرګ د خفګان په څرګندولو سره ویلي چې «موږ داسې هیڅ نخښې نښانې نه لرو چې د هغه مرګ دې د ګردو له پیوند سره تړلی وي.»
آژانسونه / خ.ح / ا.و.ا
د پښتورگو ناروغۍ نخښي څه ډول دي؟
پښتورګي د انسان په بدن کي یوه ډیره مهمه او اساسي دنده لري. پر نورو سره يې یوه اساسي دنده له بدن څخه د ادرار له لاري د زهرجنو موادو ايستل دي. په دې انځوریز البوم کې د پښتورگو ناروغۍ لس نخښي ښوول کيږي.
انځور: st-fotograf/Fotolia
عمومي معلومت
د نړۍ د ټول نفوس۱۰سلنه یې د پښتورگو په یو ډول ناروغۍ اخته دي او په کلني ډول میلیونونه کسان له دې ناروغیو خپل ژوند له لاسه ورکوي. د پښتورگو د نه فعالیت له امله اوسمهال په نړوۍ کې شاوخوا ۲ میلیونه انسانان ډیالسیزیز درملنه ترلاسه کوي. په دې ډول د ماشین په واسطه د دوی له وینې څخه زهرجن مواد ایستل کیږي.
انځور: Fotolia
ستړیا او د ترمکز نه شتون
د پښتورگو د فعالیت د کمښت له امله د انسان په بدن کې زهرجن مواد زیاتیږي او وینه خپل خالص حالت له لاسه ورکوي. په پایله کې انسان د ستړیا ډیر احساس کوي، تمرکز له لاسه ورکوي او د کمزورتیا حس پیدا کوي.
انځور: picture-alliance/dpa/Schulte
د خوب ستونزه
سالم پښتورګې د انسان په بدن کې ډیري وظیفې لري. له وینې څخه د زهرجنو او اضافي موادو په ایستلو سره وینه تصفیه کوي. که چیري پښتورگي دغه دنده سمه ترسره نه کړي نو په وینه کې زهرجن مواد پاتيږي چې د بې خوبۍ لامل ګرځي.
انځور: Colourbox
وچ پوست
د ویني پاکولو په صورت کې د وینې سره کرویات تولیدیږي، هډوکي غښتلي شي او د انسان په بدن کې د معدني موادو اندازه برابره ساتل کیږي. ویچ پوست او د پوست تخریش تر ډیره پورې په بدن کې د معدني موادو د کمښت او یا هم د هډوکو د ناروغۍ له امله رامنځ ته کیږي. نو له دې امله که چیري پښتورگي سم کار و نه کړي نو هډوکي او معدني مواد هم په انسان کې له ستونزو سره مخ وي.
انځور: Colourbox
ډیر ځله ادرار
که چيري ډیر ادرار کوئ په ځانګړې توګه د شپې، نو دا هم د پښتورگو د تکلیف یوه نخښه ده. کله چې د پښتورگو فلترونه تخریب شي نو د انسان بدن دې ته اړيږي چې ډیر ځله ادرار وکړي. په نارینه وو کې کله نا کله دغه څه د پروستات او یا هم د مثانې د تکلیف له امله هم رامنځ ته کیږي.
په ادرار کي وينه
سالم پښتورگي په اصل کې له ویني څخه اضافي مواد تصفیه کوي او د زیړو، سرو یا سپین رنگه ادرارو له لاري د انسان له بدن څخه وځي. خو کله چې د پښتورگو فلترونه تخریب شوي وي، نو بیا فلترونه سوري یا لیک کیږي چې له امله یې په ادرار کې وینه ګډیږي. د پښتورگو پر تکلیف سربیره، په ادرار کې وینه د تومور، د پښتورگو ډبري او یا هم د ګردو د عفونت له امله هم لیدل کیږي.
انځور: picture alliance/empics/J. Green
په ادرار کې ډیر ځک
په ادرار کې ډیر ځګ د پروتین د شتون نخښه ده. که چیري په دوامداره توګه تر سترګو شي، نو باید د پښتورگو معاینه وشي، تر څو له ډیرو ناوړه ناروغیو مخینوی وکړل شي.
د پښتورگو د فعالت د کمښت له امله په بدن کې سودیم ډیر پاتيږي چې د پښو په برخه کې د پاړسوب سبب ګرځي. د بدن په وروستیو برخو کې پاړسوب ممکن د زړه، ځګر، او یا هم د پښو د رګونو د ستونزي له امله رامنځ ته شي.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Seeger
د اشتها نه شتون
دا د پښتورگو ناروغۍ یا تکلیف تر ټولو اصلي علت دی. په وینه او بدن کې د زهرجنو موادو شتون چې د پښتورگو له امله رامنځ ته شوی وي، د کم اشتهايي یو لامل دی. نو په دې صورت کې هم باید د خپلو پښتورگو درملنه وشي.