د آلمان د مالیې وزیر، ولفګنګ شویبله ویلي دي چې هغه مسلمانان چې اروپا ته را مهاجر کیږي او نه غواړي چې د دې ځای د ژوند ډول عملي کړي، باید په دې وپوهیږي چې د ژوند کولو له پاره نور ښه ځایونه هم ورته شته.
د آلمان په پلازمینه برلین کې، د آلمان د مالیې وزیر په یوه ګردي میز کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: «باید هغو مهاجرو ته چې د اروپا د ژوند ډول نه قبلوي، وویل شي چې تاسي ناسمه پریکړه کړې ده.»
شویبله، هغو مسلمان مهاجرو ته په اشاره سره وويل چې نه غواړي د اروپايي ټولنې قوانین عملي کړي: «د اروپا په پرتله په نوره نړۍ کې دوی [مسلمان مهاجرو] ته نور ښه ځایونه هم شته او کولای شي چې تر اسلامي قوانینو لاندي خپل ژوند ته ادامه ورکړي.»
نوموړي د اروپايي ټولنې حوزې په هکله هم وویل چې که چیري د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه غواړي چې د اروپا ټولنه وساتي، نو لازمه ده چې د ګډ پولي واحد په هکله خپل مسئولیتونه ادأ کړي.»
زموږ له ارشيف څخه:
په آلمان کي د افراطي مسلمانانو له خوا د «شریعت پولیسو» جوړول
په آلمان کې یو شمیر سلفي مسلمانانو داسي کمیسان اغوستي ول چې ورباندې د Sharia Police یا د شریعت پولیس عبارت لیکل شوی وو. هغوی د آلمان په اوپرتال ښار کې گرځیدل او په خپله خبره یې ځوانان اسلام ته دعوتول. انځور: Shariah-Polizei-Germany/Facebook یو شمیر افراطي سلفي مسلمانانو د آلمان په اوپرتال ښار کې د شپې له خوا تگ راتگ کاوه او په خپله خبره يې ځوانان اسلام ته رابلل. هغوی د نارنجي رنگ کمیسانو په اغوستلو سره ځان پولیسو ته ورته کاوه. دا کار د آلمان د پولیسو له پاره د منلو وړ نه وو.
انځور: Shariah-Polizei-Germany/Facebook د هغوی پر کمیسانو باندي د Sharia Police عبارت لیکل شوی وو. هغوی د شپې له خوا ځوانان درول او د اسلام په اړه يې معلومات ورکول.
انځور: Shariah-Polizei-Germany/Facebook د بېلگې په توگه دغه کسان د شپې له خوا ځوانان دروي او ورته دیسکو ته د نه تلو سپارښتنه کوي. پر دې سربیره دغه سلفیان پلورنځایونو ته ننوتلي ول او پیریدونکو ته یې په خپله خبره اسلامي قوانین تشریح کړي ول.
انځور: Shariah-Polizei-Germany/Facebook دغو کسانو د خپلو فعالیتونو په اړه په انترنت کې یوه لنډه ویدیو خپره کړې ده. دغه افراطي وگړي د ۱۹ او ۳۳ کلونو تر منځ عمر لري.
انځور: Shariah-Polizei-Germany/Facebook دغې ډلې د خپلو فعالیتونو انځورونه هم خپاره کړي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/O. Berg د آلمان د اوپرتال پولیسو د ښار په مرکز کې خپل حضور ډیر کړی دی او پر خلکو یې غږ کړی دی چې د شکمنو کسانو د لیدو په صورت کې پولیسو ته خبر ورکړي.
انځور: picture-alliance/dpa/ W.Steinberg د اوپرتال د پولیسو مشر ویلي دي: «په آلمان کې واک یوازي د دولت په لاس کې دی. د خلکو ویرول او هڅول د تحمل وړ نه دي.»
انځور: picture-alliance/dpa/B.Roessler د آلمان د کورنیو چارو وزیز توماس دمزیر، هم په دې اړه غبرگون ښوولی وو. هغه ویلي ول: «د آلمان په خاوره کې شریعت د منلو وړ نه دی. هیڅوک د دې حق نه لري چې د آلمان د پولیسو له نوم څخه ناوړه گټه پورته کړي.»
انځور: picture-alliance/dpa/B.Roessler په عین حال کې آلماني سیاستوالو پر دې باندي ټینگار کړی دی چې د قانون پلي کول یوازي د حکومت په واک کې دي.
انځور: picture-alliance/dpa/B.Roessler د اوپرتال ښار په آلمان کې د سلفیانو مرکز بلل کیږي. د آلمان په نورد راین ویستفالن ایالت کې د سلفیانو شمیر ۱۸۰۰ تنو ته رسیږي.
انځور: picture-alliance/dpa سلفیانو هغه مهال اعلان کړی وو چې د اوپرتال په څیر عملیات به د آلمان په نورو ښارونو کې هم ترسره کړي.
انځور: picture-alliance/dpa د آلمان د اساسي قانون د ملاتړ فدرالې ادارې مشر گئورگ ماسن، له بیلد ورځپاڼي سره په مرکه کې ویلي ول چې سلفیان له ځانه سره د داسي شعارونو د لېږدولو حق نه لري چې د نورو پر وړاندې نفرت خپور کړي.
انځور: picture-alliance/dpa ویل کیږي چې آلماني پولیس له ډیري مودې راهیسې سلفیان تر نظر لاندي لري.
انځور: picture-alliance/dpa/ W.Steinberg له بلي خوا یو شمیر افراطي آلماني مسلمانان لا وختي سوریې ته د تندلارو اسلامپالو ډلو تر څنگ د جگړې په موخه تللي دي.
انځور: dapd په آلمان کې اوس د هغو کسانو د برخلیک په اړه خبري رواني دي چې د سوریې له جگړې څخه بیرته دې هیواد ته راستنیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/B.Roessler