هغه مشهور آلماني سیاستوال چې دیپلومونه هم نه لري
۱۳۹۵ بهمن ۹, شنبههغه مشهور آلماني سیاستوال چې دیپلومونه هم نه لري
انګلا میرکل، فرانک والتر شټاین ماير او د آلمان د پارلمان تر ۹۰ سلنه ډیر استازي د اکاډمیکو اسنادو درلودونکي دي. خو د اروپا د پارلمان پخواني مشر مارتين شولتس په څیر شته داسې لوړپوړي آلماني سیاستوال چې دیپلوم هم نه لري.
د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل او د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر شټاینمایر د اکاډمیکو تحصیلاتو درلودونکي دي. په داسې حال کې چې د اروپایې پارلمان د پخواني رئیس مارتين شولتس په څیر کسان دیپلوم هم نه لري. شولتس د اروپایې پارلمان د رئیس په توګه تر ۵ کلنې دورې وروسته غواړي په راتلونکو ټاکنو کې د خپل سوسیال دیموکرات ګوند مشرۍ په ترلاسه کولو له میرکل سره د صدراعظمې د مقام پر سر سیالي وکړي.
مارتين شولتس(کیڼ) چې د الکهولو معتاد وو وروسته له ۱۹۸۰م کال څخه یې الکهولو ته لاس ور نه وړه. هغه وروسته دوه کاله د کتاب پلورنې په برخه کې روزنه ولیده او له خپلې خور سره یې یو د کتاب پلورنځې جوړ کړ. شولتس له ۱۹ کلنۍ څخه د سوسیال دیموکرات ګوند غړيتوب لري. نوموړی په ښاري شورای کې له دوو دورې غړیتوب وروسته، یولس کاله اخن ته نږدې د «ورزلن» ښار ښاروال وو.
د آلمان د پارلمان له استازو څخه یو هم یوزیپ بوراتوویچ دی چې د ځوانې پر مهال له خپلې کورنۍ سره آلمان ته مهاجر شوی وو. هغه د آلماني ژبې تر زده کړې او متوسطې دورې تر پای ته رسولو وروسته د مکانیکي زده کړو دوره پای ته رسولې.
د آلمان له ۱۶ ایالتي لومړیو وزیرانو څخه ۳ یې دیپلوم نه لري. د بایرن ایالت لومړی وزیر او د سوسیال مسیحي ګوند مشر هورس زی هوفر(منځ) د متوسطې دورې تر پای وروسته د اداري زده کړو دوره پیل کړه تر څو د ټیټ پوړي یا متوسطی کچې د کارمند په توګه کار ترلاسه کړي. دری کاله لا تیر شوي نه وو چې هغه د بایرن ایالت پر پلټونکي یا څارونکي لوړ رتبه مامور بدل شو.
د آلمان د چپیانو څخه د تورینګن ایالت لومړی وزیر بودو راملو (له کیڼې خوا دویم کس) د متوسطې دورې تر پای وروسته، له ۱۹۷۱ څخه تر ۱۹۷۴ کاله پورې د پلورونکي په څانګه کې روزنیزه دوره بشپړه کړه. راملو د مغاذې د یوې څانګي د مشر په توګه تر دندې وروسته خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړ او د یوه روزنیز بنسټ استاد شو.
د برلین ښاروال میشائل مولر (ښي)، د متوسطه دورې تر بشپړولو وروسته د سوداګرۍ په رشته کې زده کړې وکړې او د خپل پلار په کوچني کتابتون کې یې کار کاوه. هغه په ۱۹۸۱ کال کې د سوسیال دیموکرات ګوند غړی شو.
د آلمان د ایالتونو د کابینې وزیرانو په منځ کې یوه هم د کرهڼې وزیره ایلزه آیګنر ده چې وروسته بیا د دغه ایالت د اقتصاد وزیره شوه ، دا یوه له هغو څيرو څخه ده چې تر متوسطې دورې وروسته یې د راډویو تلویزو د تخنیک دوره د خپل پلار په مغازه کې ترسره کړ. نوموړۍ بیا صنعتي پوهنتون ته ولاړه او د الکترونیک په برخه کې د تحصیلاتو تر بشپړولو وروسته د هیلي کوپتر یا چورلکې جوړونې په یوه شرکت کې یې کار پیل کړ.
(له کیڼې خوا لومړی کس)هیلموت برونر، د بایرن په ایالت کې د کرهڼې وزیر دی. هغه د ابتدایه ښونځي تر بشپړولو وروسته د کرهڼې مسلکي لیسې ته ولاړ او په ۱۹۷۶ کال کې یې د زراعت په مسلکي لیسه کې زده کړې پای ته ورسولې.
میرمن امیلیا مولر، (کیڼ خوا ته) د بایرن په ایالت کې د کار او ټولنیزو چارو وزیره ده. نوموړۍ د متوسطه ښوونځي تر بشپړولو وروسته د کیمیا د تخنیک په برخه کې خپله روزنیزه دوره پای ته ورسوله او د ماکس پلانک په انستیتوت کې کار پيل کړ. میرمن مولر یو کال وروسته د رګنسبورګ د پوهنتون په لابراتوار کې د کیمیا تکنیشنه شوه.
ګونترام شنایډر د آلمان د نورد راین وستفالن ایالت د کار او ټولنیزو چارو وزیر دی. نوموړی د دغه ایالت د کابینې یوازنی وزیر دی چې دیپلوم نه لري.
له تئودور هویس څخه تر یواخیم ګاوک پورې د آلمان په جمهور رئیسانو کې یوهانس راو(له ښي څخه دویم) یوازنې ولسمشر وو چې دیپلوم یې نه درلود. راو چې د کتاب پلورنې په برخه کې یې مسلکي زده کړې کړې وې نږدې ۲۰ کال د آلمان د نورد راین وستفالن ایالت لوموړی وزیر وو. هغه د یوې مودې له پاره د سوسیال دیموکرات ګوند مشر هم پاتې شوی دی. راو له ۱۹۹۹ څخه تر ۲۰۰۴ کال پورې د آلمان ولسمشر وو.
کورت بک (ښي خوا) د راین لنډز فالتس ایالت پخوانې لومړی وزیر او د سوسیال دیموکراتانو د ګوند مشر په پوځ کې د متوسطې دورې تر بشپړولو وروسته د مخابراتو په برخه کې مسلکي دره پای ته ورسوله او د پوځ د مخابراتو مامور شو.
یو له مشهورو آلماني سیاستوالو څخه چې دیپلوم نه لري د آلمان د بهرنیو چارو پخوانې وزیر یوشکا فیشر دی. یوشکا فیشر تر لسم ټولګي پورې درس ووایه او د عکاسۍ هنر د زده کړی له پاره یې تحصیل پریښود. هغه په ۱۹۶۶کال کې د عکاسۍ روزنیزه دوره هم نا تمامه پریښوده.
یو شمیر آلماني سیاستوالو دیپلوم او تحصیلي اسناد نه درلود چې په هغو ډیر مشهور یې د آلمان پخوانې صدراعظم او د سوسیال دیموکرات ګوند مشر ویلي برانت(د ګونتر ګراس تر څنګ منځنې کس) وو. هغه ډیر لیواله وو چې د تاریخ په برخه کې لوړی زده کړې وکړي خو د دویمې نړیوالې جګړې د پيلیدو له امله له آلمان څخه تیښتې ته اړ او د مقاومت له ځواکونو سره یوځای شو.
د آلمان د استازو مجلس وروستې دوره کې په ۲۰۱۳ کال کې ۳۵ داسې استازو پارلمان ته لاره پيدا کړه چې دیپلوم یې نه درلود، لوړی زده کړې یې پیل کړې خو فارغان شوي نه دي. د دوی له جملې څخه یو هم دیتمار نیتان دی چې د دولسو کلونو راهیسې محصل دی.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (27.12.2016):
کوم پاچا لري تر ټولو زياتي پيسې؟
کله چي د شاهي کورنيو ذکر کيږي نو زيات وخت دا پوښتنه هم مطرح کيږي چي څومره پيسې او جايدادونه لري. د فوربس مجلې په ۲۰۱۱ کال د ۱۰ تر ټولو زياتو شمتنو پاچهانو ليسټ خپور کړی ؤ. دغه لس تر ټولو بډای پاچهان دلته وپېژنۍ:
۱۰ ـ د عمان سلطان قابوس بن سيد
سلطان قابوس بن سيد ويل کيږي چي ۷۰۰ مليونه ډالره شتمنۍ لري او د نړۍ د شتمنو پاچهانو په ليسټ کي په لسم نمبر دی.
۹ ـ آغا خان شاه کريم الحسيني
آغا خان چي د خپلي مذهبي فرقې مشر دی، پر کوم دولت پاچهي نه کوي خو پېرويان يې ورته تر پاچا زیات عزت ورکوي. د خپل دين دغه پنځم پېشوا تقريبا ۸۰۰ مليونه ډالره شتمنۍ لري.
۸ ـ د موناکو پاچا البېر دويم
موناکو په اروپا کي يو کوچنی هيواد دی. د فوربس مجلې د ۲۰۱۱ کال د راپور پر اساس دغه پاچا د ۱۰۰۰ مليونو يا يو مليارد ډالرو په ارزښت شتمنۍ لري.
۷ ـ د قطر امير تميم بن حمد آل ثاني
د قطر د شاهي کورنۍ په هکله فوربس ليکلي ول چي ۲،۴ مليارده ډالره شتمنۍ لري.
۶ ـ د ليشتن شتاين پاچا هانس آدم دويم
د ليشتن شتاين پاچا هانس آدم دويم د فوبس د راپور پر اساس په ۲۰۱۱ کال د ۳،۵ ملياردو ډالرو په ارزښت شتمۍ درلودې.
۵ ـ د دوبۍ امير محمد بن راشد المخدوم
د متحده عربي اماراتو لومړی وزير او د دوبۍ امير محمد بن راشد المخدوم په هکله فوربس ليکلي چي په ۲۰۱۱ کال يې د ۴ ملياردو ډالرو په ارزښت شتمنۍ درلودې.
۴ ـ د ابو ظبي امير خليفة بن زايد آل نهيان
د متحده عربي اماراتو ولسمشر او د ابوظبي د امارت امير خليفة بن زايد آل نهيان په هکله فوبس ليکلي چي په ۲۰۱۱ کال کي يې د ۱۵ ملياردو ډالرو په ارزښت شتمنۍ درلودې.
۳ ـ د سعودي عربستان وفات سوی پاچا شاه عبدالله بن عبدالعزيز
په ۲۰۱۱ کال لا چي کله د سعودي عربستان د هغه وخت پاچا شاه عبدالله بن عبدالعزير ژوند ؤ، نو په هکله يې د فوربس مجلې ليکلي ول چي ۱۸ مليارده ډالره شتمنۍ لري. اوس د سعودي پاچا شاه سلمان بن عبدالعزيز دی. خو د تيلو د بعيو د کمېدو له کبله سعودي عربستان او د پاچا کورنۍ د تاوانونو سره مخامخ ده.
۲ ـ د برونای سلطان حسن البلقيه
د فوربس د ۲۰۱۱ کال د راپور له مخي د برونای د سلطان حسن البلقيه شتمنۍ تر ۲۰ ملياردو ډالرو څخه زيات ارزښت لري.
۱ ـ د تاېلند مړ سوی پاچا بوميبول أدولياديج
د تاېلند پاچا د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر په ۱۳مه مړ سو. د دغه پاچا په هکله فوربس مجلې په ۲۰۱۱ کال ليکلي ول چي شتمنۍ يې ۳۰ ملياردو ډالرو ته رسيږي.