1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هغه مور چي د عسکر زوی مرګ یې و نه زغامه، له هغه سره ښخه سوه

۱۳۹۹ تیر ۱۳, جمعه

په سالنگ کي یوې مور د خپل عسکر زوی د مرګ خبر تر اوریدو وروسته سکته وکړه او مړه سوه. دغه عسکر موسی نوميد او له ۱۴ کلونو راهیسي په غزني کي د ملي اردو عسکر وو.

Friedhof Afghanistan Frau Kind Burka blau
آرشیف انځورانځور: picture alliance/dpa

د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کي یوه مور او عسکر زوی یې یوځای خاورو ته وسپارل سول. هغه مور چي ویې نسوای کولای د خپل زوی غم او درد تحمل کړي، د هغه د مرګ د خبر په اوریدو سره یې سکته وکړه.

موسی د ملي اردو عسکر وو او ترلسو کلونو زيات یې په غزني کي خدمت کاوه. بلاخره د سړک د غاړي پر یوه ماین باندي وربرابر او ووژل سو. د هغه خپلوان وايي، چي موسی پخوا هم څو واري زخمي سوی وو او زخمونه یې اوس هم لا تازه وه.

دا د افغانستان د ترخه جنګ د واقعاتو یوه برخه ده. دغه ډول له غمه ډکي واقعې لږ نه دي او اکثرأ په تکرار سره پيښيږي.

داسي میندي سته، چي د خپلو اولادونو جلاوالی نه سي تحملولای او له هغوی سره یو ځای ښخیږي او هم داسي میندي او ښځي ډیري دي، چي د عمر تر اخره پوري په غم اخته وي او د خپلو زامنو او مړونو د فراق څخه سوځي.

د موسی ورور، جان آغا، چي له درده ډک ستونی موږي، نه پوهیږي، چي د مور او که ورور پر مرګ وژاړي او یا هم د ورور د یتیمانو جواب ووايي. هغه د خپلي مور د مرګ په باب وايي.«کله چي زنګ راغی او مور مي واوریدل، چي موسی وژل سوی دی، سکته یې وکړه او مړه سوه.»

جان آغا وايي، کله چي موسی اخر وار بیرته غزني ته تلی، لا یې د پښو زخمونه تازه وه. هغه اضافه کوي،«ورور مي ۱۴ کاله په غزني کي وظیفه درلوده، د یوې ټولی ضابط ؤ، څلور واره ټپي سوی ؤ، په پښه کي یې سیخ تیر سوی ؤ، مالي مشکلات یې درلول. پلار مي سپین ږیری وو او د اولادو په خاطر بیرته وظیفې ته ولاړی.»

له موسی څخه یو زوی او ۳ لوڼي پاته سوې، چي تر ټولو کشره یې د ۹ میاشتي وه. د پروان محلي چارواکي وايي، چي د موسی تر وژل کیدو یوه ورځ دمخه یې د اکا زوی په لوګر کي ووژل سو، چي هغه هم د ملي اردو عسکر وو.

زموږ له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل