1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

هغه پنځه خواړه چې په بیرته گرمولو ښايي زهرجن شي

۱۳۹۹ تیر ۲۳, دوشنبه

ډيری کسان پاتې شوي خواړه گرموي او خوري يي خو هغوی نه پوهيږي چې دا کار یې روغتيا ته زيان هم رسولی شي. دلته هغه پنځه خواړه درپيژنو چې د گرمولو په صورت کې کيدای شي زهرجن شي.

Pizza in Mikrowelle
انځور: Colourbox

 د نن سبا په عصري دور کې د وخت د کمښت له کبله زياتره وخت خلک د خوړو تر پخولو وروسته هغه په يخچال او يا فریزر کې ساتي. بيا د لوږې پر وخت هغه په مايکرو ويو او يا نغري تر گرمولو وروسته خوري.

خو آیا تاسې پوهیږئ چې ځيني خواړه داسې هم دي چې تر پخلي او يا په فريزر کې تر ايښوولو وروسته د گرمولو په صورت کې روغتيا ته سخت زيانمن تماميدلی شي. لاندې ذکر شوي پنځه ډوله خوراکي توکې هغه دي چې د بيرته گرمولو په برخه کې یې باید ډېر احتياط وشي.

آلوگان یا کچالو

ډيری خلک آلوکان خوښوي. د آلوگانو په اړه عمومي نظر دادی چې ژر پخيږي او تر ساتلو وروسته یې سړی بيا هم گرمولی او خوړلی شي. خو په اصل کې داسې نه ده. که آلوگان تر پخلي وورسته  د کوټې د تودوخې په درجه کې پريښوول شي نو باکترياوې پکې پيدا کيږي.

انځور: picture alliance/imageBROKER

په فریزر کې تر يخيدلو وروسته هم دا باکترياوې له منځه نه ځي. د بيا گرمولو په صورت کې په دې کې د «کلوستريديم بوټوليم» په نامه باکتريا جوړيدلی شي چې ښايي  خواړه زهرجن کړي.

د «گراڅيه» په نامه د يوې آلمانۍ مجلې په حواله تر ټولو ښه خبره داده چې آلوگان تر پخولو سملاسي وروسته وخوړل شي او په يخچال کې یې له ساتلو څخه ډډه وشي.

خو که غواړئ چې هرو مرو یې په فریزر کې وساتئ نو بيا ښه داده چې تر پخولو سملاسي ووسته يې يخ کړئ. د بيا ځلي گرمولو له پاره یې مايکرو ويو مه کاروئ بلکې په يوه لوښي کې یې پر نغري او یا د اور په واسطه گرم کړئ.

وريجې

د آلوگان په څېر په وريجو کې هم باکتريا ډیر په چټکۍ خپريږي او دا په گرميدو هم له منځه نه ځي. په وريجو کې جوړ دا باکتريا بيا ښايي د خوراکي مسموميت باعث شي. د وريجو په اړه هم د کارپوهانو توصيه داده چې د آلوگانو په څیر دا هم تر پخولو سملاسي وروسته بايد وخوړلی شي او که بله چاره نه وي بيا تر پخولو وروسته ژر يخ او په فریزر کې ځای پر ځای شي.

انځور: picture-alliance/dpa/C. Klose

هگۍ

هگۍ چې د پروټينو د ترلاسه کولو تر ټولو ښه سرچينه ده، خو د جوش، په غوړو کې د سرو شویو او په پراټه کې د پخو شويو هگيو بيرته گرمول ښايي ډېر زيانمن تمام شي. هغه خوراکي توکي چې د پروټينو مقدار پکې زيات وي ډېر نايتروجن هم لري چی د گرمولو په صورت کې زهرجن کیدلی شي او دا ان د سرطان د رامنځته کيدو باعث هم کيدلی شي.

له دې کبله هگۍ هم د پخلي سملاسي وروسته باید وخوړل شي خو که غواړئ وروسته یې بيا وخورئ نو له گرمولو یې ډډه وکړئ.

انځور: picture-alliance/AP Photo/S. Asyraf

د چرگ غوښه

د چرگ ديگ يا سالن چې گرم نه وي نو مزه یې هم نه وي. خو د هگيو په څېر په دې کې هم پروټين ډېر وي. معنا دا چې تر يخولو وروسته یې بیرته گرمول له خطره خالي نه دي.

د چرگ د غوښې اجزا له يخچاله تر را ايستلو وروسته بدل شوي وي. د گرمولو په صورت کې دا زهرجنيدلی شي او د هاضمې نظام گډوډولی شي.

د پخلي تيل یا غوړي

د لمر پرست یا لمر گل، شړشمو او يا د خوړو د پخولو له پاره کاريدونکي د تیلو نور ډولونه چې يخ کمپريس يا ټينگ شوي دي، بايد بيرته گرم نه کړل شي. د پخلي داسې ډول غوړي اوميگا ۳ لري چې د حرارت په مقابل کې ډیر حساس وي. طبي کارپوهان سپارښتنه کوي چې دا ډول غوړي هم بايد گرم يا سره نه شي.

زموږ له آرشيف څخه:

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب