د جان هاپکینز پوهنتون د معلوماتو له مخي، امریکا متحده ایالات په کرونا ویروس باندي د څه د پاسه ۳ میلیون او ۷۰۰ زرو اخته کسانو په لرلو سره، په نړۍ کي لومړی ځای لري. یوازي په تیرو ۲۴ ساعتونو کي په دغه هیواد کي تر ۷۷ زره او ۳۰۰ اضافه تازه پیښي ثبت سوي دي. څه د پاسه ۱۴۱زره امریکايان په کرونا باندي تر اخته کیدو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړی. په امریکا متحده ایالاتو کي د بیرته روغو سوو کسانو شمیر یو میلیون او ۷۰۰ زره ته رسیږي.
رسمي ارقام ښيي چي په برازیل کي څه د پاسه ۲ میلیونه انسانان په کووید ۱۹ ناروغي اخته سوي دي. د کرونا ویروس له پراخیدو راهیسي تر اوسه پوري ۷۷ زره برازیلیان قرباني سوي او څه ناڅه یو میلیون و ۴۰۰ زره کسان بیرته روغ سوي دي. ارزوني ښيي چي د اخته کسانو شمیرې اوه برابره تر هغه لوړی دی چي تر اوسه پوري په رسمي ډول ثبت سوي دي.
په هند کي بیا د کرونا پراخیدل په چټکۍ سره پر مخ ځي. په دغه هیواد کي د اخته کسانو شمیر تر یو میلیون زیات سوي او په نړۍ کي دریم ځای لري. تر اوسه پوري څه د پاسه ۶۳۶ زره ناروغ کسان بیرته روغ سوي دي. په دغه هیواد کي د مړه سوو کسانو شمیر ۲۵ زره ۶۲۲ تنو ته رسیږي.
په روسیه کي په کووید ۱۹ناروغۍ باندي د اخته کسانو شمیر ۷۶۰ زرو ته رسیدلی او د هغو کسانو شمیر چي بیرته جوړ سوي شاوخوا ۷۴۰ زرو ته رسیږي. په دغه هیواد کي د قربانیانو شمیر ۱۲ زره او ۱۲۳ ته رسیدلی.
تر برازیل وروسته د جنوبي امریکا بل هیولاد پیرو د کووید ۱۹ ناروغانو په درلودلو کي مخکی سوی او په نړۍ کي یې پنځم ځای خپل کړی. په دغه هیواد کي د کرونا په ویروس باندي د اخته کسانو شمیر څه د پاسه ۳۴۱ زرو تنو ته رسیدلی دی. تر اوسه پوري نژدې ۲۳۱ زره ناروغان بیرته روغ سوي او څه د پاسه ۱۲ زره ۶۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
کرونا ـ ګوردوارې په هند کي ميليونونه انسانان له لوږي ژغوري
په داسي حال کي چي هندي چارواکي د کويد ۱۹ سره په مبارزه بوخت دي، د ډهلي سيکهان د خپلو عبادتځايونو له لاري د زيات شمېر انسانانو سره غذايي مرستي کوي. په هکله يې انځوريز راپور:
انځور: DW/S. Chabbaپه هند کي د ۲۱ مليونو په شاوخوا کي سيکهان ژوند کوي او په دې توګه دغه دين د هند څلورم لوی دين دی. په دغه دين کي د «سيوا» يا خدمت عنصر مهمه ديني وظيفه ده. له همدې کبله د سيکهانو په ديني عبادتځايونو «ګوردوارو» کي په نړيواله توګه مليونونو انسانانو ته مفته غذا ورکول کيږي.
انځور: DW/S. Chabbaکله چي د کرونا د مخنيوي په مقصد د مارچ په پای کي په هند کي لاک ډاون ولګول سو نو ګوردوارې هم وتړل سوې. خو د عامو عبادت کوونکو د مرستي بغير هم د گوردوارې عملې خپلو عبادتونو او د ډهلي اړمنو ته د خدماتو رسولو لړۍ جاري وساتله. تېره مياشت د محدوديتونو د کمېدلو سره سم عبادت کوونکو عبادتځايونو ته مخه وکړه او د ماسکونو فاصلې احتياطي تدابير عملي سول.
انځور: DW/S. Chabbaد سيکهانو د فلسفې له مخي پر دغه دين معتقد کسان بايد خالي لاس کور ته ستانه نه سي. ګوردوارې ته په ورتګ سره درې کارونه کيږي: يو خو د سيکهانو له ګورو څخه درس اخيستل کيږي، بل د «پرساد» په نوم د غنمو له اوړو څخه جوړ سوي خواږه ترلاسه کيږي او دريم د عبادتځي له پخلنځي څخه ډوډۍ هم ترلاسه کيږي.
انځور: DW/S. Chabbaهره ورځ په زرهاؤ کسانو ته غذا پخيږي
پخلنځي هر سهار وختي په درو بجو خپل کار پېلوي او د نژدې ۱۰۰ زرو کسانو له پاره خواړه پخوي. په دې ترڅ کي ښځي او نارينه سره يوځای کيږي او دال، ډوډۍ او وريجي پخوي. د دغې غذا له پاره اړيني اقتصادي مرستي د ډهلي د ګوردوارو د ټولنې له کمېټې او د عقيدت لرونکو له بسپنو څخه په لاس راځي.
انځور: DW/S. Chabbaتر ۲۰ څخه زياتو سيمو کي د غذا وېش
په ګوردوارو کي د غذا د چمتو کولو وروسته دغه غذا د لارۍ موټرو په مرسته د ډهلي شاوخوا سيمو لکه نويدا او غازي آباد ته وړل کيږي. د غذا د وېش سيمي پکښي د اړمنو کسانو د شمېر او اړمنتيا د درجې او د ورته مرستو د نه رسېدلو پر اساس انتخاب کيږي. حکومتي چارواکي او ځايي غيردولتي سازمانونه هم د زرهاؤ غذايي بستو هيله کوي.
انځور: DW/S. Chabbaد سيکهانو د دين له مخي د اړمنو کسانو سره مرسته لوی عبادت دی. له دې مخکي چي د مرستو لارۍ موټر سيمي ته ورسيږي، اړمنو کسانو لوی لوی قطارونه ورته جوړ کړي وي چي خپله ورځنۍ غذا ترلاسه کړي. په دغو کي غريب ښځي نارينه، ځوان او سپينږري، معذورين او په همدې شان په کوڅو کي ژوند کوونکي ماشومان هم شامل وي. د کرونا له کبله له معاش او روزګار څخه بې برخي سوو کسانو سره هم غذايي مرستي کيږي.
انځور: DW/S. Chabbaد غذا ترلاسه کولو په ترڅ کي د اړمنو کسانو دوه بېل قطارونه جوړيږي. په يو قطار کي نارينه او په بل قطار کي مېرمنې، معذور کسان، ناروغان او سپينږري د غذا ترلاسه کولو له پاره انتظار باسي. که څه چي د غذا د وېش دغه پروسه ډېره ښه سازماندهي سوې وي خو بيا هم په د ۱،۳ ميليارده نفوس لرونکي هيواد کي اړينه ټولنيزه فاصله نيول يوه ننګونه ده.
انځور: DW/S. Chabbaد اکثرو هغو کسانو له پاره چي په دغو اوږدو قطارونو کي ولاړ وي، دلته په لاس ورتلونکې غذا به د دغې ورځي له پاره د دوی يوازنی خوراک وي. بعضي حتی د ځان سره خلطې يا لوښي راوړي چي د کورنۍ د غړو له پاره هم غذا ترلاسه کړي. دا هغه کسان دي چي ورته په داسي سيمو کي ورته «لنګر» يا غذايي مرسته رسيږي چيري چي حکومتي يا د سازمانونو مرستي نه وي رسېدلي.
انځور: DW/S. Chabba