یو عراقی چې په سویډن کې یې قرآن کریم ته اور اچولی وو، د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د مارچ ۲۷) په ورځ وویل چې د سویډن حکومت له خوا یې د اقامې تر لغوه کیدو وروسته د ناروې په نیت دغه هیواد پریښی دی.
«سویډن راته درناوی نه کوي»
۳۷ کلن عیسوي عراقی سلوان مومیکا، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې له سویډن څخه وتلی او ناروې ته رسېدلی دی. هغه غواړي هلته پناه ترلاسه کړي. مومیکا په یوه پيغام کې لیکلي دي: «ما سویډن د دې له پاره پريښود چې د حکومتي بنسټونو له خوا به زورول کیدلم.»
مومیکا د چهارشنبې په ورځ له سویډنۍ ورځپاڼې اکسپرسن سره په مرکه کې ویلي دي: «زه د ناروې پر لاره یم. سویډن یوازې هغو پناغوښتونکو ته پناه ورکوي چې د پناغوښتنه یې منل شوې ده او د هغوی ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې فیلسوفان او متفکرین اخراج کیږي.»
د اندونیزیا په یوه مدرسه کې د اشارو په ژبه د قرانکریم زده کړه
دغه مدرسه د اندونیزیا په یوګیارکارتا ښار کې موقعیت لري. په دې مدرسه کې د قرانکریم درس ورکول کیږي، خو پکښې د تلاوت غږ نه اوریدل کیږي، دا چې ولې؟ د انځورونو په دې کڅوړه کې یې ولولئ.
انځور: Juni Kriswanto/AFP/Getty Imagesدا د کڼو ماشومانو لپاره یوه ځانګړې مدرسه ده، چې شاګردان یې قرانکریم د اشارو په ژبه زده کوي. په دغه مدرسه کې ۱۱۵ کاڼه ماشومان درس وایي او هیله لري، چې قرانکریم د اشارو په ژبه حفظ کړي.
انځور: Juni Kriswanto/AFP/Getty Imagesد اندونیزیا په مدرسو کې څلور میلیونه ماشومان
په اندونیزیا کې په ۲۷ زره مدرسو کې نږدې څلور میلیونه ماشومان په زده کړو بوخت دي.
انځور: Juni Kriswanto/AFP/Getty Imagesد دې مدرسې بنسټ ایښودنکی ابو کهفي وایي، وروسته له هغې چې اطلاع یې ترلاسه کړه، چې په اندونیزیا کې کاڼه ماشومان د دیني موضوعاتو په اړه مالومات نه لري، د دغه اقدام لپاره لاس په کار شو. په ۲۰۱۹ کې د ۴۸ کلن ابو کهفي اول ځل د څو تنو کاڼو ماشومانو سره دا مدرسه پیل کړه. هغه وخت دی پوه شو، چې دغه ماشومان د اسلام په اړه زیات نه پوهیږي.
انځور: Juni Kriswanto/AFP/Getty Imagesدا په دې هېواد کې له محدودو مدرسو څخه یوه ده، چې کاڼه مسلمانان کولی شي پکې د قران او دیني موضوعاتو زده کړې وکړي.
انځور: Juni Kriswanto/AFP/Getty Imagesدا دیني زده کړې د هغو ماشومانو لپاره دي، چې هیڅکله یې د دین او یا قران په اړه څه نه دي زده کړي. ابو کهفي وایي «ډېره سخته ده».
انځور: Juni Kriswanto/AFP/Getty Imagesد هلکانو له ټولګي څخه سل متره لرې د نجونو ټولګی دی، چې ورته زده کړې پکې دوام لري. په دې مدرسه کې د ۲۰ کلنې لیلا دهیاالحق زده کړه، د هغې د مور او پلار لپاره ویاړ دی. هغه د دغې مدرسې تر ټولو پخوانۍ زده کوونکې ده. هغه وایي: « زه غواړم، چې د مور او پلار سره جنت ته ولاړه شم، نه غواړم دا ځای پریږدم.»
انځور: Juni Kriswanto/AFP/Getty Imagesپه مدرسو کې په عمومي توګه ماشومان متن په لوړ اواز وایي او ایاتونه حفظ کوي، خو هغه ماشومان چې د اوریدلو له نعمت څخه محروم دي، د قرانکریم هره کرښه د لاس په اشارې سره حقظ کوي.
انځور: Juni Kriswanto/AFP/Getty Imagesد دې مدرسې لګښت د ابوکهفي او نورو مسؤلینو پر غاړه دی، ځکه چې د مدرسې ډیری زده کوونکي د غریبو کورنیو ماشومان دي او نشي کولی، چې د اوسیدو، لباس، کتاب او نور لګښتونو لپاره، چې د میاشتې ۶۸ ډالر کیږي، ورکړي.
انځور: Juni Kriswanto/AFP/Getty Imagesپه دې مدرسه کې ماشومان اسلامي زده کړو او قوانینو سربېره، ریاضي، ساینس او بهرنۍ ژبې هم زده کوي، څو راتلونکي کې لوړې زده کړې وکړي. د دې مدرسې ټولنیزې اغیزې دا دي، چې د دغو ماشومانو ځان او نفس باور، چې مخکې به تل له تبعیض سره مخ وو، زیاتیږي.
انځور: Juni Kriswanto/AFP/Getty Imagesزین العارفین وایي، ۱۱ کلن زوی یې پر ځان ډېر لږ باور درلود: « هغه پوهیده، چې له نورو سره توپیر لري، خو له هغه وخته چې دلته راغلی دی، هیڅکله د خلکو سره د مخامخ کیدو پر وخت د شرم احساس نه کوي. هغه ما ته وایي، زه خدای داسې پیدا کړم او خپل دا حالت یې منلی دی.»
انځور: Juni Kriswanto/AFP/Getty Images نوموړي د خپلو خبرو په دوام ورځپاڼې ته زیاته کړه: «زه هغه هیواد ته ځم چې زما هرکلی او ماته درناوی کوي. سویډن زما درناوی نه کوي.» هغه زیاته کړې ده چې ناروې ته داخل شوی او د دغه هیواد پلازمېنې اُسلو پر لور روان دی.
مومیکا د سویډن د بیان آزادي او د بشري حقونو څخه د ملاتړ ادعا «یو لوی درواغ» وباله. د ناروې چارواکو تر اوسه پورې په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.
د مومیکا کړنې څنګه جنجالي شوې؟
مومیکا څو واره د خلکو په عام محضر کې قرآن کریم ته اور واچاوه او د مسلمانانو مقدس کتاب ته یې سپکاوی وکړ. د قرآن کریم د سوځولو ویډیوګانې چې خپرې شوې د یو شمیر اسلامي هیوادونو د غوسې او نیوکو سره مخامخ شو او په ډیر شمیر سیمو کې د مظاهرو او ناکراریو سبب شو.
د سویډن حکومت د مسلمانانو د کتاب بې حرمتي وغندله، خو په ورته وخت کې یې د بیان او غونډو د آزادۍ په اړه د دغه هیواد پر قوانینو ټینګار وکړ.
nz/ns (AP, AFP)
په پاکستان کې د قران کریم د زړو نسخو ښخول