1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هلمنديان: پیسې او موټر نه لرو چې له شدیدې جګړې سرونه وباسو

۱۴۰۰ مرداد ۱۳, چهارشنبه

په لښګرګاه کې د طالبانو پر ضد د افغان ځواکونو د عملیات له پيلولو سره سم، کورنيو امن ځایونو ته پر وتلو پيل کړی دی. وسلوالو طالبانو له څو ورځو راهیسې د لښکرګاه ښار د نیولو په موخه خپلو حملو ته زور ورکړی دی.

Afghanistan | Bildergalerie | Truppenabzug
انځور: Sifatullah Zahidi/DW

له کندهار څخه د اسوشتید پریس خبري آژانس لیکي چې د هلمند په وروستيو سختو جګړو کې په لسونو ملکیان وژل شوي دي. د ملګرو ملتونو سازمان پرون سه شنبه (د اګست ۳مه) په خپل رپوټ کې وويل چې په لښکرګاه ښار کې د تیرو ۲۴ ساعتونو په جریان کې لږ تر لږه ۴۰ تنه ملکيان وژل شوي دي.

په هلمند کې د افغان ځواکونو د جګړې قوماندان، جنرال سمیع سادات، تیره ورځ له خلکو غوښتي وو چې د جګړو له ځایونو څخه دې ووځي. هغه په یوه ويډيويي پيغام کې چې رسنیو کې خپور شوی، ادعا کړې چې وسلوال طالبان د خلکو په کورنو کې پټيږي چې امنيتي ځواکونه، د کورنيو په شتون کې نشي کولای جګړه وکړي.

د سیمې یو تن اوسیدونکي صالح محمد وویل د امنيتي ځواکونو د سه شنبې ورځې تر غوښتنې وروسته، په سلونو کورنۍ له خپلو مینو ووتلې، خو ډيرې لا هم بندې پاتې دي. هغه وويل: «له سیمې څخه د تيښتې هيڅ لاره نه شته ځکه جګړه عملا ادامه لري.» هغه زیاتوي:«هيڅ ضمانت هم نه شته چې موږ دې په لاره کې [د تيښتې پر مهال] نه په نښه کیږو.» محمد صالح وايي چې «حکومت او طالبان دواړه موږ له منځه وړي.»

د سیمې یو تن اوسیدونکي حلیم کریمي د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «هغه کورنۍ چې مالي امکانات يا موټر لري خپل کورونه یې پریښي دي خو زموږ په څير هغه کورنۍ چې موټر نه لري مجبوره دي چې په خپلو مینو کې پاتې شو.»

په کابل کې د افغانستان د ملي دفاع د سرپرست وزير کور د طالبانو تر برید وروستهانځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

کریمي زیاته کړه: «موږ نه پوهیږو چې چیرته لاړ شو  او څنګه ووځو. موږ همدې ته پيدا شوي يو چې مړه شو.»

وسلوالو طالبانو له هغه وخته چې له افغانستانه د بهرنيو قواوو د وتلو لړۍ پیل شوې، ډيرې ولسوالۍ او ځينې مهمې سیمې له حکومت څخه نیولي دي. اوس دغه ډله هڅه کوي چې د افغانستان مهم او لوی ښارونه ونیسي چې په دې لړ کې يې په وروستیو اونیو کې د کندهار او هرات ولایت د مرکزونو د نیولو هڅې کړي دي. لښکرګاه چې په سويل کې د افغانستان يو مهم ښار ياديږي، تیره شپه يو ځل بیا د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د درنې جګړې شاهد وو.

که چیرته د لښکرګاه ښار سقوط کوی نو دا به د افغان حکومت له پاره يوه ستره ستراتيژيکه او رواني ضربه وي. خو افغان چارواکي ډاډ ورکوي چې دوی به له دغه ښار څخه دفاع کوي او طالبانو ته به ماتې ورکوي. په هلمند کې د جګړې قوماندان او د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان جنرال سادات په یوه ويډيويي پیغام کې چې د رسنیو لخوا خپور شوی، وايي چې د طالبانو بریدونه يې په هره سیمه کې په شا تمبولي دي. سادات زياته کړې: «هره ورځ طالبان د لښکرګاه په اطرافو کې تر ۹۱ پورې تلفات لري.»

دا په داسې حال کې ده چې تیر ماښام د کابل په شيرپور سیمه کې د افغانستان د ملي دفاع د سرپرست وزير پر کور باندې بريد تر سره شو. په دغه برید کې سرپرست وزیر بسم الله محمدي نه دی ژوبل شوی، خو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت نن د اګست ۴مه وويل چې په دغه برید کې د یوې ښځې په ګډون ۷ تنه ملکيان وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان دي. د دغه وزارت وياند زياته کړه چې کیدای شي دغه ارقام لوړ ششي. طالبانو د دغه بريد پړه منلې ده.

afp/mks/bs