هلمندی ماشوم د ۴۰ هيوادونو د رياضي په سيالي کي لومړی سو
۱۳۹۹ مرداد ۱۶, پنجشنبهد هلمند ځايي چارواکو هغه ۱۱ کلن ماشوم وستايه چي په کمیودسا کي يې د ۴۰ هيوادونو ترمنځ د رياضي په سيالو کي لومړی مقام افغانستان ته راوړی دی.
صبغت الله د هلمند ولايت اوسېدونکی دی او لومړی ئې په هرات کي د رياضي په سيالو کي لومړی مقام گټلی وو. هغه تر دې وروسته بيا کمبودیا ته ولاړ او هلته يې د ۴۰ هيوادونو د شاگردانو ترمنځ د رياضي په سيالو لومړی مقام وگاټه.
د هلمند والي دغه ماشوم له خپلي کورنۍ سره يو ځای خپل دفتر ته وربللی وو او هغه يې وستايه. ويل سوي دي چي د هلمند چارواکو له دغه ماشوم سره نغدي مرسته کړې ده.
د هلمند چارواکو د دغه ماشوم بريا د افغانستان وياړ گڼي او ژمنه يې کړې ده چي له جمهوررئيس غني سره به د ملاقات زمينه ورته برابره کړي.
هلمند د افغانستان يو له هغو ولايتونو څخه شمېرل کيږي چي پکښې ډيری ماشومان د خراب امنيتي وضعيت له کبله له ښوونځيو څخه محروم دي او يا ډير لږ يې ښوونځيو ته ځي.