1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هلمند: «د طالبانو په بريد کې لس افغان سرتيري وژل شوي»

۱۳۹۸ دی ۷, شنبه

اسوشتيد پريس خبري آژانس د يوه افغان چارواکي له قوله خبر ورکوي چې په هلمند ولايت کې د طالبانو په يوه ډله اييز بريد کې لږ تر لږه لس افغان امنيتي ځواکونه وژل شوي دي. د دغې حملې مسئوليت وسلوالو طالبانو منلی دی.

Afghanistan Kämpfe in der Prozinz Helmand
آرشيفانځور: Reuters/A. Malik

اسوشتيد پريس د شنبې په ورځ (د دسمبر ۲۸مه) د هلمند د والي د وياند عمر ځواک له قوله رپوټ ورکړ چې د طالبانو له خوا پر امنيتي ځواکونو دغه ډله اييز بريد د جمعې په ورځ ترسره شوی دی. ځواک ويلي دي چې لومړی د امنيتي ځواکونو د تلاشۍ پر پوسته باندې زوروره چاودنه وشوه چې تر هغې وروسته جګړه پيل شوه. د والي د وياند په خبره په دغه پيښه کې څلور نور سرتيري ټپيان شوي هم دي.

 د طالبانو يوه وياند قاري يوسف احمدي د دغې حملې مسئوليت منلی او زياته کړې یې ده چې طالبانو په کې وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.

وسلوال طالبان له کلونو راهيسې په سويلي ولايت هلمند او په ځانګړې توګه د دغه ولايت په سنګين ولسوالۍ کې چې دغه حمله په کې ترسره شوې، پراخ نفوذ لري.

د اسوشتيد خبري آژانس زياتوي چې وسلوالو طالبانو په وروستيو کې د افغانستان په مختلفو ولايتونو کې افغان امنيتي ځواکونو پر امنيتي پوستو باندې حملې ډيرې کړي دي.

د بلي خوا د پنجشنبې په ورځ په شمالي ولايت بلخ کې یې هم د امنيتي ځواکونو پر يوه مرکز باندې دې ته ورته حمله کړې وه. طالبانو هغه وخت سمدلاسه د دغې حملې مسئوليت ومانه او وې ويل چې څلور تنه افغان سرتيري يې له ځانه سره بيولي هم دي. طالبانو تر دې وړاندې، د سه شنبې په ورځ هم په بلخ کې پر امنيتي ځواکونو حمله کړې وه چې لږ تر لږه ۷ عسکر په کې وژل شوي وو.

د تیري دوشنبې په ورځ په کندز ولایت کې هم د سړک غاړې يوه ماين په چاودنه کې يو امريکايي عسکر ووژل شو. په دې اړه هم طالبانو ادعا وکړه چې دغه ماين د دوی له خوا ايښودل شوی وو. د طالبانو له خوا پر افغان او امريکايي ځواکونو حملې په داسې حال کې زور اخيستی چې په قطر کې د طالبانو او امريکایانو تر منځ د سولې خبرې هم روانې دي.

خو د دغو بریدونو په اړه اسوشتيد پريس خبري آژانس په خپل دغه رپوټ کې د افغان چارواکو له قوله څه نه دي ليکلي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب