1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو له زندان څخه ۳۰ کسان آزاد شوي دي

۱۳۹۶ آبان ۲۸, یکشنبه

ولایتي چارواکو ویلي دي چې افغان او بهرنیو ځواکونو د یکشنبې په ورځ د افغانستان په هلمند ولایت کې د طالبانو پر یوه زندان باندې برید وکړ چې په پایله کې یې د دې ډلې له بند څخه لږ تر لږه ۳۰ کسان آزاد کړي دي.

Afghanistan Militärisches Aufrüsten nach Talibanangriff in Lashkar Gah
آرشيف انځورانځور: picture-alliance/Photoshot/Xinhua/A. Aziz Safdari

افغان او بهرنیو ځواکونو د طالبانو پر یوه زندان باندې برید وکړ چې په پایله کې یې د دې ډلې له بند څخه لږ تر لږه ۳۰ کسان آزاد شوي دي.

افغان چارواکو ویلي دي چې دغه کسان د هلمند ولایت له نوزاد ولسوالۍ څخه آزاد شوي دي چې په کې تر ۲۱ کلونو کم عمر لرونکي څلور ماشومان او دوه پولیس شامل دي.

د آزاد شویو کسانو له ډلې څخه شل تنه یې طالبانو له دولت سره د مرستې په تور او یا هم له دې کبله چې د هغوی د کورنیو غړو په حکومت کې کار کوه، نیولي وو.

د افغان پوځ د ۲۱۵مې قول اردو د ویاند مرستیال عبدالقادر بهادرزاده، ویلي چې اوس هم په دې اړه څیړنې روانې دي چې طالبانو ولې نور شپږ تنه په خپل زندان کې ساتلي ول.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په یوه بیانیه کې ادعا کړې ده چې آزاد شوي کسان مجرمین دي چې د غلا، برمته نیونو، شخصي جنجالونو او نورو جرمونو په تور یې په زندان کې وخت تیروه.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي، په بیانیه کې زیاته کړې ده: «په دې زندان کې د دښمن پورې مربوط څوک موجود نه وو او په کافي اندازه ساتونکي تدابیر یې هم نه ول نیول شوي.»

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب