1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هلمند ـ چارواکو په بمبارۍ کي د ملکيانو مرګ ژوبله منلې

۱۴۰۰ خرداد ۱۵, شنبه

افغان چارواکو منلې چي په هلمند ولايت کي د جمعې په ورځ د حکومتي ځواکونو په بمبارۍ کي ولسي کسانو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.

Afghanistan | Konflikt in Laschkar Gah | Afghanische Sicherheitskräfte
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د افغانستان په سويلي ولايت هلمند کي د نهرسراج په ولسوالۍ کي د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د جون ۴مه نېټه) د حکومتي ځواکونو له خوا بمباري وسوه. د ۲۱۵ ميوند قل اردو په يوه اعلاميه کي اوس راغلي دي چي دغه هوايي بريد د پوځي تجهیزاتو ډپو پر لوټونکو تر سره سو.

د اسوشيېتد پرېس خبري آژانس د خبر له مخي په دغه بريد کي لږ تر لږه ۲۰ انسانان وژل سوي چي پکښي يو شمير ولسي کسان هم شامل دي. د هوايي بريد د قربانيانو او ژوبل سوو کسانو په هکله اعداد او شميرې ضد و نقيض دي.

د افغان پوځ په اعلاميه کي راغلي چي په نهر سراج کي د نظامي تجهيزاتو پر لوټونکو طالبانو په بريد کي ۲۰ طالبان وژل سوي دي. په اعلاميه کي ویل شوي چي په دغه بريد کي «يو څو وسله وال کسان» هم وژل سوي دي. خو په دغه اعلاميه کي په دقيقه توګه نه دي راغلي چي کوم شمير ولسي کسان ژوبل سوي يا وژل سوي دي.

طالبانو ادعا کړې وه چي د کندهار هرات پر لويه لار پرته دغه پوسته يې د پنجشنبې په ورځ نيولې وه. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد تور لګولی دی چي حکومتي ځواکونو پر ولسي کسانو هوايي بريد وکړ چي د ادعا له مخي پکښي ۳۰ ولسي کسان ووژل سول.

د سيمي يو اوسېدونکي د حکومتي ځواکونو او طالبانو له بيري د نوم نه ښودلو په شرط ويلي دي چي د نهر سراج په ياد د پوځي تجهیزاتو ډپو کي د بمبارۍ پر وخت ۸۰ ولسي کسان موجود ول چي «څو څيزونه يې د ځان سره اخيستل».
 

د ادعاؤ له مخي يو شمير انسانانو د سړک له غاړي د دغه ځای نظاره کوله کله چي بريدونه تر سره سول. د دغه کس په وينا د بمبارۍ له کبله يو شمير تېل وړونکي موټرو هم اور واخيست.

د ځايي شورا غړي عبدالمجيد اخوند هم ويلي دي چي د پيښي قربانيان ټول ولسي کسان دي.
 

آ./ا.ا./م.ق.ن.