هندوان: په کابل کي هندوسوز نه لرو
۱۳۹۱ آبان ۲۵, پنجشنبهدا يوازي هندوان نه دي چې په افغانستان کي د مځکو له غصب څخه شکایت کوي، بلکې د نوي حکومت له راتگ په زرونو هکټاره مځکه د هیواد په بېلا بېلو برخو کې زور واکو عصب کړې ده.
یو وخت په افغانستان کې د هندوانو د کورنیو شمیره زرونو ته رسیده، چې په بېلا بېلو ولایتونو کې خواره واره پراته ول، خو اوس د دغو کورنیو شمیره د گوتو په شمېر دی.
د کابل یوه هندو اوسیدونکي درنویر سینگ، له دویچه ویله سره په ځانگړې مرکه کې له حکومته غوښتنه وکړه چې دوی ته د سنتي مراسمو د تر سره کولو تر څنگ د استوگني له پاره مځکي ورکړي:
«اوس موږ په ښار کې هندوسوز نه لرو، چې خپل مړی هلته وسځوو، کله چې اوس زموږ څوک مړ شي هغه په درمسال کې اور ته سپارو، چې بیا د نږدې پرتو سیمو مسلمانان په شکایت درمسال ته راځي او وایې چې دا کار د دوی د سیمي هوا خرابوي.»
يو بل تن هندو چي خپل نوم لالو باب سينگ، ښيي وايي چي عام افغانان نه یوازي دا چې د دوی د ژوند له پاره ستونزي جوړوي، بلکې د دوی د مذهبي مراسمو مخه هم نیسي.
هغه وايي، له ډيره وخته راهيسي چي په کابل کي د دوی يو څوک مړ شي، نورو ولایتونو ته يې لیږدوي او هلته یې سوځي. هغه وویل چې دوی ته د هندو سوز د ځای نه ورکول له افغانستان څخه د شړلو مانا لري:
«یو هندو چي په یوه مملکت کې هندسوز و نه لري یا هدیره و نه لري هغه خو نو د دغه ملک وگړی نه دی.»
خو د کابل ښاروالي وايي، چي هنددوانو ته يې د پلازمېني په ختیځ کې یوه ټوټه مځکه چې مساحت یې لسونو جریبو ته رسیږي سپارلې ده، چي هلته خپل مذهبي مراسم تر سره کړي.
کابل ښاروال یونس نواندیش، وایې مځکه د حکومت ملکیت ده او هیڅوک د هندوانو مخي ته نه شي دریدلای:
«دا ساحه چې مساحت یې ۸۶ جریبه ده، پکښې د هندوانو له پاره د استوگني کورونه، هندو سوز او تفريحي پارک جوړیږي.»
خو د حکومت دغه گام د سیمي د خلکو له سخت غبرگون سره مخامخ شوی دی. د کړوخیلو یوه قومي مشر وویل چې د دغې مځکي قبالي لري او د وینو په تویدو به یې هم پردیو ته پرې نږدي.
هندوان او سکان د افغانستان وگړو دي، چې د اویا یمي لسیزې پرمهال یې یوازي په کابل کې په زرونو کورنۍ میشته وي، خو د کورنیو جگړو له امله یې ډيری له افغانستانه کډه وکړه.
هندوان اوس هم د خوست، ننگرهار، غزني، کابل، کندهار او هلمند تر څنگ په یو شمیر سیمو کي اوسیږي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل