1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوراس هم غواړي خپل سفارت بیت المقدس ته انتقال کړي

۱۳۹۹ مهر ۱, سه‌شنبه

ترامریکا او ګواتیمالا وروسته هندوراس هم غواړي خپل سفارت بیت المقدس یا یروشلم ته انتقال کړي. دونالد ترمپ په ۲۰۱۷ م کال کي په یوازي سر بیت المقدس د اسرائیلو د پایتخت په حیث په رسمیت پیژندلی وو.

Felsendom Jerusalem
انځور: picture-alliance/Zumapress/S. Qaq

د هندوراس جمهور رئیس یوان اورلاندو هیرناندیس تیره یکشنبه (د سپټمبر میاشتي ۲۰ مه) د خپل تویتر په یوه پیغام کي ولیکل چي «پر دغه اقدام هغه همدا اوس د اسرائیلو د صدراعظم نیتانیاهو سره موافقه کړی» او د همدې عیسوي کال تر پایه پوري به سفارت هلته انتقال سي.

اسرائیل چي په اوس وخت کي هیڅ سفارت په جنوبي امریکا کي نه لري، په عین وخت کي به د هندوراس په پایتخت کي یو سفارت افتتاح کړي.

د تیر عیسسوي کال د سپټمبر پر اوله، د اسرائیلو تر انتخاباتو لږ دمخه د هیرناندیس او نیتانیاهو په حضور کي هندوراس په بیت المقدس کي یو ډیپلوماتیک دفتر پرانیستی. هندوراس هغه وخت یروشلم ته د اسرائیلو د پایتخت خطاب وکړ. ویل کیدله چي د دغه دفتر پرانسیتل، بیت المقدس ته د دغه هیواد د سفارت د انتقالولو په معنی دی. د هندوراس سفارت تر اوسه پوري په تل ابیب کي موقعیت لري.

انځور: Reuters/D. Hill

د امریکا متحده ایالاتو جمهوررئیس، دونالد ترمپ د ۲۰۱۷ م کال په دسمبر میاشت کي په یوه تاریخي اقدام او یوازي سر بیت المقدس د اسراییلو د پایتخت په حیث په رسمیت وپیژندی. د ۲۰۱۸ م کال په می میاشت کي بیا امریکا خپل سفارت د تل ابیب څخه بیت المقدس ته انتقال کړ. خو دغه دواړه قدمونه د بین المللي ټولني او خاصتأ فلسطینیانو له خوا تر سختو انتقادو لاندي راغلل.

د امریکا تردې اقدام لږ وروسته د جنوبي امریکا بل هیواد، ګواتیمالا هم خپل سفارت بیت المقدس ته انتقال کړ.

دا هم پداسي حال کي ده، چي بیت المقدس د درو مشهورو ادیانو، لکه اسلام، عیسویت او یهودیت مرکز هم دی. د ۱۹۶۷م کال راهیسې اسرائیل د بیت المقدس د غربي برخي تر څنګ شرقي عربي برخه هم کنټرولوي، ځکه نو د دغه ښار موقف د منځني ختیځ د شخړي اصلي موضوع ده.

خو اسرائیل بیت المقدس ته د خپل «دایمي او نه تقسیمیدونکي پایتخت» په سترګه ګوري او د بیت المقدس شرقي برخه د فلسطینیانو د یوه مستقل راتلونکي دولت په حیث ردوي. د نړیوالې ټولني د اکثریت برخي په نظر بیا د بیت المقدس موقف باید د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د سولي په راتلونکو خبرو کي تثبیت سي.

زموږ له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب