1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان: ترافيکي پېښه کې ۱۸ کسان مړه شوي

۱۴۰۳ تیر ۲۰, چهارشنبه

په هندوستان کې نن چهارشنبه (د جولای ۱۰مه) د یو مسافر وړونکی بس او د شيدو د یوه ټانکر په ټکر کې ۱۸ کسان مړه شوي او ۱۹ نور ټپیان دي. پولیس وايي پېښه د هندوستان په شمالي ایالت اوترپردیش کې شوې ده.

Indien Rettungswagen
انځور: Getty Images/AFP/C. Khanna

د ځايي پولیسو یو افسر ذوالفقار علي، د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې «بس د شا له خوا ټانګر سره ټکر شو چې پکې ۱۸ کسان مړه او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.»

د اتر پردیش لومړي وزير یوګي آديته نات دغه پېښه «زړه بوږنونکې» بللې ده.

د هندي تلویزیون ان ډي ټي وي، د رپوټ له مخې، دغه مسافر وړنکی بس له شرقي ایالت بیهار څخه نوي ډيلي ته پر لاره وو.

په هندوستان کې ترافيکي پېښې معمول دي. د حکومتي ارقامو پر اساس، په ۲۰۲۲م کال په دغه هېواد کې کابو ۱۶۸زره کسانو په ترافيکي پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

په می میاشت کې د هند تر کنټرول لاندې کشمير کې په یوه ترافيکي پېښه کې ۱۲ کسان مړه او تر ۵۰ ډېر نور ټپیان شوي ول.

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب