1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته د چابهار له لارې د غنمو لومړۍ محموله ورسیده

۱۳۹۶ آبان ۸, دوشنبه

هندوستان د یکشنبي په ورځ د ایران د چابهارستراتیژیک بندر له لارې افغانستان ته د غنمو لومړي محموله واستوله. له دې سره افغانستان او هندوستان د پاکستان د ترانزیت له ښکیلولو پرته د سوداګریزو اړیکو یو نوی پړاو پیل کړ.

Iran Hafen von Chabahar
انځور: A. Kenare/AFP/Getty Images

د غنمو دغه محموله چې د هندوستان له خوا افغانستان ته یوه ډالۍ ده، د دغه هیواد د کندلا بندر له لارې د چابهار بندر ته ورسیده. اوس به نو دغه محموله د لاریو په واسطه له چابهار څخه افغانستان ته ولیږدول شي.

افغانستان غواړي له پاکستان پرته د هندوستان مارکیټ ته لاسرسي پیدا کړي.انځور: IRNA

افغانستان او هند د تیر کال په جون میاشت کې یو هوایي دهلیز هم معرفي کړی وو چې په مرسته یې د افغانستان وچه میوه د هندوستان پراخ مارکیټ ته لاسرسی موندلی شي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په اګست میاشت کې د افغانستان له پاره د خپلې نوې ستراتیژې د اعلان پر مهال پر هندوستان باندې غږ وکړ چې د افغانستان په پرمختګ کې لا ډیره ونډه واخلي.

پاکستان اوس مهال هندوستان ته اجازه نه ورکوي چې د دغه هیواد د خاورې له لارې له افغانستان سره تجارت وکړي. اسلام آباد خو آن غواړي چې هندوستان په افغانستان کې خپل نفوذ کم کړي ځکه ډیر دغه هیواد پر نوي دهلي باندې خپل پر ضد د افغانستان د خاورې کارولو تور لګوي.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج، د یکشنبې په ورځ وویل چې استول شوې محمولې د هندوستان، افغانستان او ایران تر منځ نزدې والی ښيي چې په سیمه کې په پراخه کچه سوداګري په لاره واچوي. هغې وویل: «زه په دې باور یم چې دا په عمل کې د وصلیدو د پوره انځور د پلې کولو په برخه کې زموږ لومړی قدم دی. له کلتور څخه نیولې بیا تر سوداګري پورې، له فرهنګونو تر تکنالوژي پورې، له پانګونې تر معلوماتي تکنالوژي، له خدمتونو تر ستراتیژي پورې او له خلکو بیا تر سیاست پورې.»

ایران، افغانستان او هندوستان تیر کال پریکړه وکړه چې په ګډه د مرکزي اسیا هیوادونو ته یوه سوداګریزه لار رامنځ ته کړي. هندوستان د چابهار بندر د جوړولو له پاره تر ۵۰۰ میلیونه ډالرو پورې پانګونې ژمنه وکړه.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب