1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

هندوستان: د کرونا په سبب بندو کارګرانو ته فوق العاده ریلګاډي

۱۳۹۹ خرداد ۴, یکشنبه

د کرونا د بحران له وجي بیکاره سوي تقریبأ ۳،۶ ميلیونه مسافر کارګران به خپلو کورونو ته په ۲۶۰۰ فوق العاده ریلګاډو کي انتقال سي، کوم چي د کارونو په خاطر په بمبيي او نورو غټو ښارونو کي بند پاته دي.

Indien Patna Coronavirus Gastarbeiter
انځور: DW/M. Kumar

لکه څنګه چي د هندوستان حکومت پرون شنبه (د مئ میاشتي ۲۳ مه) اعلان وکړ، دغه ۳،۶ ميلیونه بند کارګران، چي د کارونو پخاطر د کلیو او خپلو ټاټوبو څخه بمبيي او نورو لویو ښارونو ته راغلي وه او د کرونا د بحران پخاطر بیکاره سوي او هلته بې سرنوشته او بې سرپناه پراته وه، اوس به په راتلونکو لسو ورځو کي په ۲۶۰۰ ریلونو کي تر خپلو کورونو پوري ورسول سي.

د مارچ میاشتي په اخره کي په هندوستان کي د کرونا په سبب وضع سوو قیوداتو او ورسره سم ریلګاډو د بندیدو په نتیجه کي په ميلیونو هغه کارګران بند پاته سول، چي د کلیو او اطرافو څخه لویو ښارونو او د هغې جملې څخه بمبيي ته راغلي وه. د نورو ډیرو مشکلاتو تر څنګ ډیرئ هغه کسان، چي پیاده رهي سوي وه د ترافیکي پيښو قربانیان سول او یا د لوږي او ستړیا څخه پر لاري مړه سول.

په هندوستان کي تر اوسه پوري د کرونا تقریبأ ۱۲۵۰۰۰ مثبتي پيښي ثبت سوي او ۳۷۲۰ کسان ورڅخه مړه سوي دي. که څه هم په دغه هیواد کي همدا یوازي پرون شنبه ورځ ۶۶۰۰ نوي پيښي ثبت سوي دي، خو بیا هم حکومت غواړي په کراره کراره سره د کرونا په خاطر وضع سوي قیودات نرم او راکم کړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب