1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياهندوستان

هندوستان: د ککړو شرابو له کبله د مړو شمېر ۵۴ ته لوړ شوی

۱۴۰۳ تیر ۲, شنبه

تازه رپوټونه وايي چې په هندوستان کې په ناقانوني توګه د جوړو ککړو شرابو د څښلو له کبله د مړو شمېر ۵۴ ته پورته شوی او له سلو ډېر نور کسان په روغتون کې بستر دي. پېښه د هندوستان په تامل نادو ایالت کې شوې ده.

په هندوستان کې لږ خلک برانډ الکولي مشروبات اخیستلی شي او خلک له هغو ککړو الکولي مشروباتو هم استفاده کوي چې په ناقانونه توګه جوړیږي
په هندوستان کې لږ خلک برانډ الکولي مشروبات اخیستلی شي او خلک له هغو ککړو الکولي مشروباتو هم استفاده کوي چې په ناقانونه توګه جوړیږيانځور: picture alliance/dpa

د هندوستان یو حکومتي چارواکي د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د جون ۲۲مه) وویل چې په تامل نادو ایالت کې د ککړو شرابو د څښلو له کبله د مړه شوو کسانو شمېر ۵۴ ته رسېدلی دی. په دغه ایالت کې د چهارشنبې له ورځې را وروسته خلک د ککړو شرابو تر استفادې وروسته د استفراغ، نس ناستې او اسهال په څېر ناروغیو سره مخ شوي دي. په دغه موده کې د نژدې ۲۰۰ کسانو درملنه شوې ده.

دغه پیښه د تامل نادو ایالت په کلاکوريچي علاقه کې چې له مرکز چينای شاوخوا ۲۵۰ کيلومتره لیرې دی، رامنځ ته شوی دی.

یوه لوړپوړي ځایي چارواکي، ام.اس. پرسانت وويل چې د قانون اجرا کونکي ځواکونه چې په دې هکله تحقیقات کوي، ۷ کسان ېې د ککړو شرابو د پلور په تور نيولي دي او زیاته ېې کړه چې د ککړو شرابو او بيرونو د پلورونکو پر ضد هم اقدمات شوي دي.

په هندوستان کې لږ خلک برانډ الکولي مشروبات اخیستلی شي او خلک له هغو ککړو الکولي مشروباتو هم استفاده کوي چې په ناقانونه توګه جوړیږي. په هند کې د دا ډول مشروباتو د استفادې له کبله د مړينې پېښې معمول دي.

ایالتي حکومت ويلي چې دوی د میتانول په تولید کې د ښکيلو افرادو د پېژندګلوئ په موخه اقدامات پيل کړي دي. میتانول یوه سمي کیمیاوي ماده ده چې معمولا په صنعتي مقاصدو کې ورڅخه کار اخیستل کیږي.

(Reuters)mks/akh

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب