1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان غواړي په لوړه کچه افغان پوځيان و روزي

۱۳۹۰ آبان ۱۸, چهارشنبه

هندوستان غواړي چي افغان پوځيان په ښو پوځي ښوونځيو کي وروزي. هندوستان د افغانستان سره د خپل ښه نيت په ښوولو سره غواړي هغه هيواد ته لا ځان ور نزدې کړي. ددې کار څخه پاکستان بيره لري.

«تر اوسه هندوستان افغان ځواکونو ته يوازي په ټيټه کچه روزنه ورکول»
«تر اوسه هندوستان افغان ځواکونو ته يوازي په ټيټه کچه روزنه ورکول»انځور: picture alliance / dpa

د افغانستان او هندوستان ترمنځ د لاسليک سوي ستراتيژيګ تړون له مخي به هندوستان دغه راز د افغانستان له پوځ سره د سپکو وسلو مرستي وکړي، پيلوټان او د هوايي ځواک نور پرسونل به ئې وروزي.

تر اوسه هندوستان افغان ځواکونو ته يوازي په ټيټه کچه روزنه ورکول. په ۲۰۰۷کال کي ۶۰کسانو په هندوستان کي د پوځي تيوري زده کړي تر لاسه کړي. خو اوس هندوستان په رسمي توګه د افغانستان د پوځ د روزني چاري په لاس کي نيسي.

هندوستان له افغانستان سره نه يوازي پوځي، بلکي له دغه هيواد سره د ۲۰۰۱کال را په ديخوا په بېلابېلو برخو کي دوه بيليونه ډالره مرستي کړي دي.

د افغانستان او هندوستان تر منځ د نزديوالي څخه اوس داسي ښکاري، چي متحده ايالات هم ملاتړ کوي. امريکا وروسته ترهغه د هندوستان او پاکستان اړيکو ته لا ډير پام واړوه چي د پاکستان سره ئې اړيکي خرابي سوې.

کارپوهان وايي، په داسي حال کي چي په متحده ايالاتو کي ورځ تر بلي د افغانستان د جګړې څخه ملاتړ پر کمېدو دی، کيدای سي اوباما تر ټاکلي وخت مخکي له افغانستان څخه خپل سرتيري را وباسي.

پاکستان چي فکر کوي د افغانستان د سولي په بهير کي تر ټولو پياوړی رول لري، په وار وار ئې په افغانستان کي د هندوستان د ښکيلتيا څخه ګواښ کړی دی.

پاکستان دغه راز د هغو افغان پوځيانو په اړه چي په هندوستان کي به روزل کيږي انديښنه لري. ځکه دغه هيواد فکر کوي، چي هندوستان به دغه افغان ځواکونه د پاکستان پر ضد و روزي.

هندوستان ښوولې چي په افغانستان کي پر ګواښونو سربيره به هم خپلو عملياتو ته دوام ورکړي. هندوستان د افغانستان د کانونو په سکتور کي د چين د مخ پر ډيريدونکي پانګه اچوني په اړه هم انديښنه لري.

د يو هندي متقاعد جنرال په خبره، افغانستان نه غواړي خپل پوځ په پاکستان کي وروزي. د هغه په وينا افغانستان غواړي په خپل پوځ کي د هندوستان مدل پلي کړي.

اشوک مهتا وايي، افغان ځواکونه به د هندوستان په لويو پوځي انستيتيوتونو کي وروزل سي.

هغه زياتوي چي په دغه ځواکونو کي به ځيني پيلوټان هم شامل وي. کارپوهان وايي چي د افغانستان او هندوستان تر منځ به استخباراتي اړيکي هم ډيري سي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل