1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان له اوکراين څخه خپل په زرونو اتباع راوباسي

۱۴۰۰ اسفند ۹, دوشنبه

هندوستان غواړي پر اوکراين د روسيې تر يرغل وروسته په دغه هیواد کې خپل په زرونو بند پاتې شوي اتباع راوباسي. د هند يوې حکومتي منبع د دوشنبې په ورځ وويل د دغو افرادو د تخليې له پاره څلور وزیران د اوکراين سرحد ته استول کیږي.

Indien Neu-Delhi | Angehörige von Studenten in Ukraine vor russische Botschaft
انځور: Manish Swarup/AP/picture alliance

د هندوستان صدراعظم، نریندرا مودي د دوشنبې په ورځ له لوړ پوړو چاروکو سره غونډه درولوده او له هغوی سره يې له اوکراين څخه د هندي اتباعو د ايستلو په اړه خبرې وکړې.

د رويترز خبري آژانس په حواله، په اوکراین کې تر اوسه شاوخوا ۱۶ زره هندي اتباع چې اکثریت يې محصلان دي بند پاتې دي. حکومت وروسته له هغې د هغوی د ايستلو پلان نیولی چې د خونديتوب په اړه يې اندیښنې ډيرې شوي دي. نن پر اوکراین د روسيې د يرغل څه باندې څلورمه ورځ ده.

د هندوستان حکومت ويلي دي چې څلور هندي وزیران هر یو هارديپ پوري، جيوتیراديته سیندیا، کرین ريجيجو او وې کې سینګ به د تخلیې پروګرام د تنظیمولو په موخه د اوکراین ګاونډيو هیوادونو ته سفر وکړي.

د رسمي اټکلونو له مخې، هندوستان په بهر کې د خپلو ۷۶ زره محصلانو له ډلې څلورمه برخه ېې په اوکراین کې لري، چې تر ډيره په طبي برخه کې زده کړې کوي. زياته شوې چې په اوکراين کې په زرونو افریقايي محصلان هم بند پاتې دي.

په پولند کې د هندوستان سفارت هم په دې اړه د يکشنبې په شپه يوه خبرتيا خپره کړه. په خبرتيا کې ويل شوي چې سفارت د اوکراین شهيني سرحد ته بسونو استوي تر څو هغه محصلان چې د پولند خاورې ته داخلیږي انتقال کړي. پولند ويلي دي چې د اوکراین له کړکېچ څخه مهاجر مني.

په هندوستان کې د اپوزوسیون مشرانو او د محصلانو کورنیو هم د مودي پر حکومت فشار راوړی تر څو په اوکراين کې بند پاتې هندي محصلان راوباسي.

د اپوزوسیون له ډلې او د مودي مهم مخالف، راهول ګاندي د دوشنبې په ورځ پر ټويټر ليکلي دي: «موږ نه شو کولی خپل خلک پريږدو.» هغه له فدرالي حکومت څخه غوښتي دي چې د تخليې پروګرام په اړه توضیحات ورکړي.

 آ/م.ک.ص./ن.ز.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب