سپوږمۍ ته تر ختلو ۵۰ کاله وروسته اوس بیا ځيني هېوادونه غواړي هلته وخيژي. له دې جملې څخه هندوستان هم. خو سپوږمۍ ته ختل هم کوم اسانه کار نه دی. اسراییل سږکال په خپل دغه ډول یوه پلان کې ناکام سو.
اعلان
امريکا متحدو ايالاتو ۵۰ کاله د مخه، یعني ۱۹۶۹ م کال کي د اپولو ۱۱ په نامه فضايي بیړۍ په کامیابۍ سره سپوږمۍ ته واستوله او لومړنی انسان یې هلته پورته کړ. تر هغه را وروسته بیا د چا سره ډیر شوق او علاقه مندي موجوده نه ول چي سپوږمۍ ته وخیژي. خو اوس ځیني هیوادونه غواړي، چي تر ۲۰۲۴ م کال پورې بیرته هلته ولاړ سي. نه یوازي دولتونه، بلکي اشخاص او خصوصي شرکتونه هم سپوږمۍ ته دفضايي بیړیو د استولو ارزو لري.
د اروپا د فضأ نوردۍ د آژانس (ESA ) د تحقیقاتو آمر، داوید پارکر په نظر د نورو تر څنگ د دې یو علت دادی، چي سپوږمۍ موږ ته نژدې ده او په خپلو سترگو یې لیدلای سو. د هغه بل علت په «تکنالوژیکي برخه کي پرمختگ» دی، چي سپوږمۍ ته ختل نه یوازي اسانه کوي، بلکه ارزانه کوي یې هم.
دا هم پداسی حال کي ده، چي تر اوسه پوری د گوتو په شمار هیوادونه، لکه د امريکا متحده ايالات، روسیه او چین پردې باندي کامیابه سوي دي، چي سپوږمۍ ته وخیژي. تر هغه وروسته، چي چین د دریم هیواد په توگه تر پخواني شوروي اتحاد او امریکا وروسته، یعني ۲۰۰۳ م کال کي سپوږمۍ ته په خپلو وسایلو سره وخوت، نو د امريکا متحده ايالاتو ته معلومه سوه، چي په مقابل کي یې نوی رقیب پیدا سوی دی.
سمدلاسه د هغه وخت د امریکا جمهوررئيس، جورج ډبلیو بوش عکس العمل ښکاره او اعلان یې وکړ، چي تر ۲۰۲۰ م کال پوري به سپوږمۍ ته فضانوردان واستوي. خو په دې برخه کي د لوړو مصارفو له کبله تر هغه را وروسته جمهوررئيس، بارک اوباما په ۲۰۱۰ م کال کي د دې پلان څخه منصرف سو. د اوسني جمهوررئيس ترمپ تر انتخابیدو وروسته بیرته په دې برخه کي د امریکا علاقه مندي ډیره سوه او غواړي تر ۲۰۲۴ م کال پوري سپوږمۍ ته فضانوردان ولیږي.
په همدې حال کي هندوستان هم اعلان کړی دی، چي سپوږمۍ ته دغه ۳۸۴۰۰۰ کیلومتره لیري فاصله طی او حتی په همدې کال کي لا د څلورم هیواد په توگه سپوږمۍ ته وخیژي. خو سپوږمۍ ته ختل هم کوم اسانه کار نه دی او د یوه عادي سفر سره ډیر توپیر لري.
اسراییلو هم د همدې عیسوي کال په اپریل کي کوښښ کړی ؤ، چي د نړۍ د څلورم هیواد په توگه سپوږمۍ ته وخیژي. د هغوی هیله مندي هم ډیره زیاته وه. خو په وروستیو دقیقو کي یې په فضايي بیړۍ کي مشکلات رامنځته او ټوله پلانونه یې ناکامه سول. فضايي بیړۍ یې پر سپوږمۍ تر کښته کیدو لږ دمخه وچاودله او ټکر ټکر سوه.
زموږ د ارشیف څخه یو انځوریز البوم:( 27.07.2018 )
په مريخ کي اوبه کشف سوي دي
بالاخره ساينسپوهانو اعلان وکړ چي په مريخ کي مايع اوبه موجودي دي. په دې ترڅ کي له مريخ څخه د مصنوعي سپوږمکۍ معلومات ارزول سوي چي وايي هلته تر مځکي لاندي د اوبو لوی ډم موجود دی. انځوريز راپور يې دلته وګورئ:
انځور: imago/United Archives
د يخي تر دغه غلاف لاندي د اوبو ډم يا خوړم سته
د ESA د مارس ايکپرېس په نوم مصنوعي سپوږمکۍ په مريخ کې د يخي تر سطحي لاندي د يو ځانګړي رادار په مرسته مايع اوبه کشف کړي دي. دا چي د مارس دغه سيمه سخته يخه ده، نو دغه اوبه به په لوړه اندازه مالګيني وي. که مالګيني نه وای نو د حرارت په دومره کښته درجه کي به خامخا يخی سوي وای.
درې کاله ترمخه لا امريکايي ساينسپوهانو پر مريخ د مايع اوبو نخښي نښانې موندلي وې. اټکل کيږي چي د کال په ګرمو موسمونو کي د غرونو له څوکو څخه تر لاندي پوري اوبه بهيږي چي له کبله يې په ډبرو کي نخښي پاتيږي. دغه انځور د ناسا د مارس ريناسانس اربيتر نومي مصنوعي سپوږمکۍ اخيستی دی.
انځور: NASA/JPL/University of Arizona
مالګيني اوبه
د مريخ د هورو ويڅ په نوم ډب کي پنځه متره پراخي او تر سلو مترو پوري اوږدې کرښي دي چي ويل کيږي د اوبو د بهېدو له کبله رامنځ ته سوي دي. خو دا چي دغه اوبه ډېري مالګيني دي نو يې انسانان چښلای نه سي. په دغو اوبو کي د مالګو بېل اقسام موجود دي، لکه د ماګنېزيم پر کلورات مالګه او نوري. په دغو اوبو کي د مالګو مقدار دومره زيات دی چي څوک ويلای سي اوبه نه، بلکي مالګه ده چي بهيږي.
انځور: NASA/JPL/University of Arizona
په دوبي کي تر ژمي زياتې اوبه
د ګارني په دغه ډب کي هم لکه څرنګه چي ښکاري لږ وخت مخکي مالګيني اوبه بهېدلي دي. په اوبو کي د مالګي زياتوالی د دې لامل کيږي چي د مريخ د حرارت درجه چي حتی تر صفر لا کښته وي، د دې نه لامل کيږي چي اوبه يخی سي. خو د اوبو دغه کرښي صرف په مريخ کي د دوبي پر وخت جوړيږي. اټکل کيږي چی په ژمي کي دومره يخ وي چی حتی دغه مالګيني اوبه لا هم منجمدي کيږي.
انځور: NASA/JPL/University of Arizona
منظره له پورته څخه
امریکايي ساينسپوهانو د ناسا د «مارس رېناسانس اربيتر» په نوم مصنوعي سپوږمکۍ له خوا رالېږل سوي انځورونه او معلومات ارزيابي کړي دي. د غرونو پر سر کرښي تر مخه لا معلومي وې. خو ساينسپوهانو په ۲۰۱۵م کال کي د ځانګړو آلاتو په مرسته د دغو کرښو په تړاو دقيق معلومات په لاس راوړل چي پکښي معلومه سوه چي هلته مالګه سته. دغه معلومات د ۳۰۰ کيلومتره پورته مصنوعي سپوږمکۍ په مرسته راټول سوي ول.
انځور: ESA
پخوا زیاتي اوبه
له زيات وخت راهيسي ساينسپوهان اټکل کوي چي په مريخ کي به اوبه موجودي وي. ډېر پخوا د مريخ کورې زياته برخه په اوبو پټه وه. په دغه سره کوره کي لوی لوی سمندرونه موجود ول. خو د دغو اوبو زياتره برخه توښ سو او مريخ وچ سو.
انځور: NASA/GSFC
د اوبو په تلاښ
د مريخ پر سطحه حرکت کوونکي روبوتان لکه «کي ريو سيتي» په دغه کوره کي په اوبو پسي او په دې توګه د ژوند په څرک پسي تلاښ کوي. فکر کيږي چي چيري چي مايع اوبه وي نو هلته ژوندي موجودات هم ښايي وي. امريکايي ساينسپوهان اټکل کوي چي هغه ژوی چي انسانان يې پېژني هغوی د مريخ په مالګينو اوبو کي ژوند نه سي کولای. دا که انسانانو ته ناپېژندل سوي نور د ژویو اقسام وي هغه جلا خبره ده.
انځور: NASA/JPL-Caltech/Malin Space Science Systems
پر مريخ د ژود څرک
خو څوک څه پوهيږي؟ ښايي په مريخ کي ژوند د مځکې په مقايسه په بل ډول وي. د هاليوود په فلمونو کي انځور سوي خيالي موجودات څوک تمه نه سي لرلای چي په رشتيا به په مريخ کي وي. خو د دې امکان سته چي په مالګه کي ژوندي پاته کېدونکي ميکروبونه موجود وي. که دا ثابته سي نو دا به يو ډېر لوی او حيرانوونکی خبر وي.