د هندوستان په شمالي همالیا سیمه کې د یوه بس موټر د چپه کیدو له کبله لږ تر لږه ۴۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د جمعې په ورځ د هندوستان پولیسو رپوټ ورکړ چې په یاده ترافیکي پیښه کې له ۳۰ تنو ډیر نور کسان ټپیان شوي هم دي.
دغه ترافیکي پیښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې له سپرلیو ډک یو بس موټر په یوه غرنیزه سیمه کې پر یوه تاو را تاو سړک له کنترول څخه تر بهر کیدو وروسته ۱۵۰ متره لاندې ولوید. زیاته شوې ده چې د پيښې په قربانیانو کې زیات شمیر ښځې او ماشومان هم شامل دي چې له کار او یا هم له ښوونځې څخه بیرته د راستنیدو په حال کې وو.
دغه پيښه د پنجشنبې په ورځ د همچل پردیش ایالت د کولو سیمې په یوه غرنۍ سیمه کې رامنځ ته شوې ده. په عین وخت کې ځینو هندي رسنیو رپوټ ورکړی چې ځینې سپرلې د موټر پر سر سپاره وو خو هندي پولیسو بیا د رسنیو دغه رپوټونه رد کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې هندوستان په ټوله نړۍ کې د ترافيکي پیښو له کبله د رامنځ ته کیدونکو تلفاتو د شمیر له اړخه په لومړي مقام کې ځای لري. د هندوستان د حمل او نقل د وزارت د رپوټ په حواله، په دې هیواد کې هر کال ۱۳۵ زره تنه د ترافيکي پیښو په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکوي. په هندوستان کې د ترافیکي پیښو تر شا اصلي دلیل د نورو سربیره د سړکونو بد وضعیت او د موټرو زوړوالی په ګوته کیږي.
زموږ له آرشیف څخه:
د هندوستان د ښکلا ملکې پنځوسمه کليزه
د باليوود ډېري تکړه فلمي لوبغاړې پخوا د «هند د ښکلا ملکې» تيري شوي دي. د باليوود دروازې تل هغو مېرمنو ته پرانستل شوې وې چې غوښتل يې اداکاري شي. د ښايست ډېري نننۍ ملکې اداکاري دي او ډېري جايزې يې هم ګټلې دي. انځور: picture alliance/dpa د باليوود ډېري تکړه فلمي لوبغاړې پخوا د «هند د ښکلا ملکې» تيري شوي دي. د باليوود دروازې تل هغو مېرمنو ته پرانستل شوې وې چې غوښتل يې اداکاري شي. د ښايست ډېري نننۍ ملکې اداکاري دي او ډېري جايزې يې هم ګټلې دي.
انځور: picture alliance/AP Photo ايشوريا رای په ۱۹۹۴ کال کې د «نړۍ د ښکلا ملکې» لقب وګاټه. هغه په رسنيو کې تل د نړۍ تر ټولو ښايسته ښځه بلل شوې ده. نوموړې نن يوه سابقه لرونکې فلمي لوبغاړې او د سينګار د نړيوالو شرکتونو لکه «لوريال» استازې ده. هغه د کن د فلمونو په فستيوال کې تل مېلمنه وي.
انځور: AP سوشميتا سېن لومړنۍ هندۍ وه چې «د نړۍ د ښکلا ملکې» سيالي يې وګټله. سېن په دې باندې تاريخ جوړ کړ چې د لومړۍ هندۍ په توګه يې دغه سيالي يوړله. سېن دې ته هم لاره هواره کړه چې مجردې ښځي په هند کې د ماشوم فرزندي پرغاړه واخيستلای شي.
انځور: picture-alliance/AP Photo پرينکا چوپړا په ۲۰۰۰ کال کې «د نړۍ د ښکلا ملکه» وټاکل شوه. هغه پنځمه هندۍ وه چې دغه لقب يې ګټلی دی او د ۷ کلونو په ترڅ کې څلورمه وه. هغې تاج د بلې هندۍ، يوکتا موخي له خوا تر لاسه کړ. داسې برېښېدل چې يوه هندۍ په بلې پسې ټاکل کيږي. پروسږ کال چوپړا خپل لومړی سندريز البوم خپور کړ چې ډېر بريالی وو.
انځور: picture-alliance/dpa زينت امان، چې پخوا د «هند د ښکلا ملکه» وه، لومړۍ ښځه وه چې د باليوود څېرې ته يې د خپل جذابيت له امله بدلون ورکړ. هغې به شوخ نقشونه لوبول چې تل ورباندې انتقاد کېده چې ډېره بربنډه ګرځي. هغې دې ته لاره اواره کړه چې هندۍ ښځي غربي کالي واغوندي او زياته خپلواکي تر لاسه کړي.
انځور: Reuters لارا دوټا پخوانۍ د «کيهان مېرمن» ده چې د ټېنيس له لوبغاړي، ماهېش بهوپاتي سره يې واده کړی دی. هغه د ښېګڼې کارونه تر سره کوي. په دغه انځور کې يې له کاهو څخه جوړ شوي کالي اغوستي دي او غواړي چې نبات خوري عامه کړي. دا کار د «پېټا» په نوم د ژويو د ساتنې د ټولنې په استازيتوب کوي.
انځور: UNI ديا ميرزا په ۲۰۰۰ کال کې د «کيهان مېرمن» نړيوالې سيالۍ وګټلې. د همدغه کال په ترڅ کې بلې هندۍ، پرينکا چوپړا د «نړۍ د ښکلا ملکې» لقب وګاټه.
انځور: AP سېلينا جايټلي، چې د «کيهان مېرمن» د ۲۰۰۱ کال په سيالۍ کې يې ګډون کړی وو، د هند د همجنس بازانو لومړنۍ مجله جوړه کړه. هغه له دې څخه ملاتړ کوي چې د جنايي قانون ۳۷۷مه ماده حذفه شي چې همجنس بازي جرم ګڼي.
انځور: UNI وانيا ميشرا، چې د ۲۰۱۲ کال د «هند د ښکلا ملکه» ده، غواړي چې د الکترونيکي انجينرۍ په برخه کې سند تر لاسه کړي. د «نړۍ د ښکلا ملکې» په سيالۍ کې دې وويل چې که امکان يې وي، دا به هره ورځ زرو ماشومانو ته ډوډۍ ورکړي.
انځور: picture-alliance/dpa نيکول استېلا فريا لومړنۍ هندۍ وه چې په ۲۰۱۰ کال کې يې د «نړۍ د ښکلا ملکې» لقب وګاټه. هغې په ۱۵ کلنۍ کې د موډل په توګه کار پيل کړ. هغه د «فرېدريک کونستانت ژنيو» د شرکت نړيواله استازې ده. د عايد يوه برخه د «ماشومانو د زړه نړيوال بنسټ» ته ورکول کيږي.
انځور: picture alliance/dpa