د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګي د چهارشنبې په ورځ د احسان یوه ویدیو خپره کړه. احسان الله احسان د پاکستاني طالبانو د یوه ښاخ جماعت الحرار له مشرانو څخه یو دی.
احسان د هندوستان استخباراتي سازمان «راو» ته په اشاره کولو سره ویلي دي: «په شمالي وزیرستان کې تر عملیاتو وروسته موږ افغانستان ته وښتیدو. هلته موږ له هندوستان او راو سره اړیکې ونيولې.»
هغه زیاته کړه: «هغوی [طالبانو] د خپل هر فعالیت له پاره [له هندوستان څخه] پیسې تر لاسه کولې.»
احسان د خپلو خبرو په دوام کې وویل: «هندیانو هغوی ته [طالبانو] ته ځانګړې ویزې ورکړې وي چې وشي کولای په افغانستان کې په اساني سره تګ راتګ وکړي.»
احسان تر دې مخکې ځان پاکستاني چارواکو ته تسلیم کړی وو او اوس د پوځ په بند کې دی. هغه د رسنیو له لاري د پاکستاني طالبانو تبلیغات کول او د ټولنیزو رسنیو له لارې یې د دغې ډلې لیکو ته نوي جنګیالي جذبول.
احسان الله احسان په ۲۰۰۸م کال کې د تحریک طالبان پاکستان له ډلې سره یوځای شو، او د جماعت الحرار او پاکستاني طالبانو د ویاند په توګه یې دنده ترسره کوله.
ویل کیږي چې جماعت الحرار چې له افغانستان څخه خپل فعالیتونه تنظیموي، په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې یو شمیر خونړي بریدونه ترسره کړي دي. په دغو بریدونو کې په ۲۰۱۶م کال کي په لاهور کې برید هم شامل دی چې ۷۲ کسان پکښې ووژل شول.
زموږ له ارشيف څخه:
د هند او پاکستان د پياوړتيا مقايسه
هند او پاکستان هغه هيوادونه دي چي په ۱۹۴۷ کال سره بېل سول او د هغه مخکي د لوی هند برخه ول. دغو دوو هيوادونو تر اوسه ۴ جګړې درلودلې او په لوړه اندازه پر دفاع مصرف کوي. يوه پرتله يې دلته په ۲۶ انځورونو کي کتلای سئ:
انځور: BEHROUZ MEHRI/AFP/Getty Imagesنفوس ـ هند ۱،۲ مليارد ـ پاکستان ۱۹۹ مليونه
د دغه انځوريز راپور معلومات د ۲۰۱۷ کال د مارچ په ۱۲ مه نېټه له ګلوبل فاير پاور پاڼې څخه اخيستل سوي.
انځور: DW/A. Chatterjeeنارينه ـ هند ۶۱۶ مليونه ـ پاکستان ۹۵ مليونه
انځور: DW/U. Fatimaدفاعي کلنۍ بوديجه ـ هند ۴۰ مليارد ډالره ـ پاکستان ۷ مليارد ډالره
انځور: UNIد عسکرۍ وړ ـ هند ۴۸۹ مليونه ـ پاکستان ۷۵ مليونه
انځور: Getty Images/AFP/M. Kiranفعال عسکر ـ هند ۱،۳ مليون ـ پاکستان ۶۲۰ زره
انځور: Arif Ali/AFP/Getty Imagesټولې الوتکې ـ هند ۲۰۸۶ ـ پاکستان ۹۲۳
انځور: picture-alliance/dpa/J. Nvجنګي الوتکي ـ هند ۶۷۹ ـ پاکستان ۳۰۴
انځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Imagesترانسپورتي الوتکي ـ هند ۸۵۷ ـ پاکستان ۲۶۱
انځور: Getty Images/AFP/R. Tabassumنظامي خدمت وړ هوايي ډګرونه ـ هند ۳۴۶ ـ پاکستان ۱۵۱
انځور: picture-alliance/dpa/J. Nvټانکونه ـ هند ۶۴۶۴ ـ پاکستان ۲۹۲۴
انځور: AFP/Getty Images/A. Qureshiزغروال موټر ـ هند ۶۴۶۴ ـ پاکستان ۲۸۲۸
انځور: picture alliance / landovګرځنده توپونه ـ هند ۲۹۰ ـ پاکستان ۴۶۵
انځور: APڅو ميله لرونکي توپونه ـ هند ۲۹۲ ـ پاکستان ۱۳۴
انځور: picture-alliance/AP Photoتجارتي کښتۍ ـ هند ۳۴۰ ـ پاکستان ۱۱
انځور: UNIالوتکي وړونکې بېړۍ ـ هند ۲ ـ پاکستان صفر
انځور: Reutersمهم بندرونه ـ هند ۷ ـ پاکستان ۲
انځور: Pakistan Navyاوبتلونه (تحت البحري) ـ هند ۱۴ ـ پاکستان ۵
انځور: Reuters/R. Narendraفرقاطه (وړې جنګي بېړۍ) ـ هند ۱۴ ـ پاکستان ۱۰
انځور: Imago/Zuma Pressګزمه کوونکې بېړۍ ـ هند ۱۳۵ ـ پاکستان ۱۲
انځور: www.eunavfor.eu اټومي وسلې ـ هند ۸۴ ـ پاکستان د ۲۴ او ۷۵ تر منځ
انځور: APبهرنۍ قرضې ـ هند ۴۵۸ مليارد ډالره ـ پاکستان ۵۸ مليارد ډالره
انځور: APکاري ځواک ـ هند ۴۹۴ مليونه نفر ـ پاکستان ۶۱،۵ مليونه نفر
انځور: DW/V. Srivastavaتائيد سوي د تيلو ورځنۍ ځېرمي ـ هند ۵،۶ مليارد بېرل ـ پاکستان ۳۷۱ مليون بېرل
انځور: Getty Images/Aamir Quereshiپاخه سړکونه ـ هند ۳،۳ مليون کيلومتر ـ پاکستان ۲۶۰ زره کيلومتر
انځور: Getty Images/AFP/D. Sarkarاورګاډي پټلۍ ـ هند ۶۳ زره کيلومتر ـ پاکستان تقريبا ۸ زره کيلومتر
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Naveedمساحت ـ هند ۳،۲ مليون مربع کيلومتر ـ پاکستان ۷۹۶ زره مربع کيلومتر
د دغه انځوريز راپور معلومات د ۲۰۱۷ کال د مارچ په ۱۲ مه نېټه له ګلوبل فاير پاور پاڼې څخه اخيستل سوي. [ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]
انځور: BEHROUZ MEHRI/AFP/Getty Images