1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياهندوستان

هند: د ګازو د خپریدو له کبله ۸۷ مېرمنې روغتون کې بستر شوې

۱۴۰۱ مرداد ۱۲, چهارشنبه

د هندوستان ځايي رسنیو د چهارشنبې په ورځ رپوټونه ورکړل چې د جامو ګنډلو په یوه کارخانه کې د ګازو د خپریدو له کبله ۸۷ کارګرې ښځې ناروغه او روغتون کې بستر شوي دي.

Indien Frauen Massensterilisation 13.11.2014
د آرشیف انځور - هندوستانانځور: Reuters/M. Mukherjee

پيښه د جنوبي ایالت اندرا پردیش، په وشاکهاپټم ولسوالۍ کې د سه شنبې په شپه رامنځ ته شوې ده.

د انډیا ټوډې په نوم رسنۍ د چهارشنبې په ورځ وويل چې په پيښه کې څوک مړه شوي نه دي او وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

د فرانسې خبري آژانس په حواله، په جون میاشت کې هم د هندوستان په همدې سیمه کې د ګازو د لیک کيدو پيښه رامنځ ته شوې وه چې په نتيجه کې ېې ۲۰۰ ښځې روغتون ته ورسول شوې.

په ۲۰۲۰م کال کې بيا د ګازو د خپریدو په پيښه کې ۵ کسان مړه او په سلونو نور روغتون کې بستر شوي ول.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب