هند: یو مړ اعلان شوی کس د جسد سوځیدو پرمهال په هوښ راغلی
۱۴۰۳ آذر ۳, شنبهپه هندوستان کې ۲۵ کلن روهتاش کمار چې د اورېدو او خبرو کولو ستونزه یې درلوده، تیره پنجشنبه (د نومبر ۲۱) د ناروغۍ له امله د هند په لودیځ د راجستان ایالت جهنجونه روغتون ته لیږدول شوی و.
هندي رسنیو راپور ورکړی چې په هغه د ایپلیپسي یا «میرګي» حمله راغلې وه او روغتون ته په رسیدو یې یوه ډاکټر مرګ تایېد کړی وو.
خو د دې پر ځای چې ډاکټران یې وروسته له مرګه معاینه وکړي او د مړینې لامل یې معلوم کړي، د نوموړي جسد یې سړې خونې ته لیږدولی و او وروسته یې د هندي مراسمو مطابق د سوځیدو له پاره له سړې خونې ویستلی دی.
ډي. سنګ، د روغتون د ډاکټرانو مشر، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې یوه ډاکټر «له اصلي معاینې پرته د معاینې راپور چمتو کړی او مړی د سوځیدو له پاره لیږدول شوی وو.»
سینګ وویل: «دقیقا مخکې له هغې چې جسد وسوځول شي د روهیتاش بدن په حرکت پیل وکړ.» نوموړي وویل: «هغه [روهیتاش] ژوندی و او تنفس یې کوو.»
تر دغې پیښې وروسته روهیتاش کمار بیا ځلي روغتون ته ولیږدول شو خو د جمعې په ورځ (د نوامبر ۲۲مه) یې د درملنې پر مهال مړینه تائید شوه.هندي چارواکو تر دغې پیښې وروسته د دریو ډاکټرانو دندې ځنډولي او پولیسو په دې تړاو خپلې پلټنې پیل کړي دي.