1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياهندوستان

هندي درملو ښايي په ګمبيا کې په لسونو ماشومان وژلي وي

۱۴۰۱ مهر ۱۴, پنجشنبه

د روغتيا نړيوال سازمان په نوي ډهلي کې جوړيدونکو څلور ډوله درملو د له بازار څخه ټولو لارښوونه کړې ده. زياته شوې چې په ګامبيا کې له جولای مياشتې راهیسې په پښتورګو کې د شديد ټپ له کبله لږ تر لږه ۶۶ ماشومان وژل شوي دي.

Symbolfoto I Hustensaft
انځور: Markus Mainka/Zoonar/picture alliance

ډبليو اچ او يا د روغتيا نړيوال سازمان د چهار شنبې په روځ (د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر ۵ نېټه ) ويلي دي چې د افريقا په ګامبيا هېواد کې په پښتورګو کې د زخم له وجې د ۶۶ ماشومانو مړينه ښايي له هغو څلورو درملو سره تړاو  ولري چې د هندوستان د درملو يوه شرکت د ټوخي او زکام څخه د ساتنې په موخه جوړ کړي دي.

د روغتيا د نړيوال سازمان مشر ديتروس ادهانوم غيبريوسس، وويل چې د ملګرو ملتونو د روغتيا دا نړيواله اداره د هند د درملو د کنترول له ادارې او د ډهلي د درملو له دغه شرکت «ميډن فارماسيوټیکل» سره په شريکه په دې اړه څېړنې کوي.

د څلورو هندي درملو په اړه خبرداری

د روغتيا نړيوال سازمان د څلورو درملو په اړه خبرداری جاري کړی دی او د درملو د کنترول پر ادارې یې ټينګار کړی دی چې د درملو د هندي شرکت «ميډن فارماسيوټیکل» له خوا جوړ شوي څلور درمل ژر تر ژره له بازار څخه ټول کړي.

 هند افغانستان ته درمل لیږدولي

زياته شوې چې تر اوسه دا ډول درمل يوازې په ګامبيا کې پيژندل شوي دي خو کيدای شي چې دا په غير رسمي طريقو نورو هېوادونو ته رسول شوي وي.

د روغتيا نړيوال سازمان ويلي امکان لري چې «د درملو جوړونکو ککړ مواد پر دې دواو سربيره په نورو توليداتو کې هم کارولي وي او هغه یې په سيمه کې پلورلې وي او دا چې نورو هېوادونو ته صادر کړي وي، ځکه امکان لري چې دا دوا د نړۍ په نورو سيمو کې هم وي.»

هغه څلور درمل چې په اړه یې خبرداری ورکړل شوی دی، دا دي:

۱: Kofexmalin Baby Cough

۲: Promethazine Oral Solution

۳: Makoff Baby Cough Syrup

۴: Magrip N Cold Syrup

د روغتيا نړيوال سازمان ويلي دي چې د لابراتوار د ارزونې له مخې په دې درملو کې د «ډایی تهيلين ګايکول» او «ايتهيلين ګلايکول» موادو غير متناسب مقدار شتون ثابت شوی دی. د روغتيا نړيوال سازمان په حواله دا دواړه مواد د انسانانو له پاره زهرجن دي او پښتورګو ته ډېر زيان رسولی شي.

په هند کې د کرونا پر مريضانو د دوو درملو آزمويل پېل شوي

همدا راز زياته شوې ده چې «د دې درملو توليدوونکو تر نن ورځې پورې د خپلو توليداتو د خونديتوب او معيار په اړه هيڅ ډول ضمانت نه دی ورکړی.»

د هند د حکومت څېړنې

د روغتيا د نړيوال سازمان تر خبرداري وروسته د هند حکومت هم د دې درملو په اړه پلټنې پېل کړي دي. د هندي خبري آژانسونو په حواله  د درملو دا شرکت د هريانه ایالت د سوني پت سره تړاو لري چې د پلازمينې نوي ډهلی په څنډه کې پروت دی. 

هندي رسنيو د دولتي چارواکو په حواله ليکلي دي چې د دوی د معلوماتو په حواله ياد شرکت دا درمل يوازې ګامبيا ته صادر کړي دي خو د شرکت له خوا تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښوول شوی.

ګامبيا هم د مړينو په اړه څېړنې کوي

په ګامبيا کې د جولای میاشتې له وروستيو ورځو راهيسې د هغو ماشومانو په پښتورګو کې چې لا پنځه کلن شوي نه دي، د سخت ټپ د جوړيدو په پېښو کې ډيروالی ليدل شوی دی. کله چې لږ تر لږه ۲۸ ماشومان د پښتورګو د فعاليت درېدو له کبله مړه شول نو حکومت تېره مياشت د دې مړينو په اړه د څېړنو د ترسره کولو لارښوونه وکړه.

تر دې پېښو وروسته د هېواد د ورغتيا وزارت پر روغتونونو ټینګار وکړ چې د پيراسيتامول لرونکو درملو چې د شربت په شکل کې دي، کارول بند کړي.

ګامبيا هيواد لا دمخه د ملاريا او شيري په څېر يو شمير خطرناکو ناروغيو سره لاس او ګريوان دی.

ب. ص/ ن. ز (AFP, Reuters )

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب