هندي رسنۍ: سوشانت سینګ راجپوت په خپل کور کې ځوړند موندل شوی
۱۳۹۹ خرداد ۲۵, یکشنبه![Schauspieler | Sushant Singh Rajput](https://static.dw.com/image/53801175_800.webp)
د هندوستان په ممبيي ښار کې پولیسو ویلي چې سوشانت سینګ راجپوت په ممبيي کې په خپل کور کې په ځوړند حالت کې موندل شوی دی. هندي چارواکو د لومړنیو معلوماتو په اساس، دغه پیښه ځان وژنه بللې ده.
د هندي چارواکو سربیره، د هندي سینما یو شمیر وتلو څیرو لکه اکشې کمار او یو شمیر نورو وتلو څیرو د هغه مرګ یوه ټکان ورکوونکې پیښه بللې ده. اکشې کمار په یوه ټویټ کې لیکلي دي: «که ریښتیا ووایم دغه خبر ماته ټکان راکړ او خبرې نه شم کولی.» اکشې کمار د نوموړي د یوې خاطرې د لیکلو ترڅنګ هغه یو با استعداده ستوری بللی دی.
سوشانت سینګ راجپوت د لومړي ځل له پاره په ۲۰۱۴م کال کې په هندي سینما کې قدم کیښود. د نوموړي لومړل فلم د کای پو چي وو او بیا وروسته یې د پي کې په څیر په یو شمیر نورو بریالیو فلمونو کې هم نقش لوبولی دی. نوموړي په ۲۰۱۶م کال کې د هندوستان د کریکټ د ملي لوبډلې د لوبغاړي مهندرسنګ ډوني په هکله په جوړ شوي فلم کې مرکزي نقش لوبولی چې یو له بریالیو فلمونو څخه شمیرل کیږي.
د هندي چارواکو په خبره، تر اوسه پورې د هغه د ځان وژنې دلیل معلوم نه دی چې د پیښې په تړاو یې پلټنې پیل کړي دي. د هندوستان سینما په دې وروستیو کې د کرونا وبا له کبله هم د عرفان خان په څیر یو شمیر ستوري له لاسه ورکړل.