د خپل لور پر واده باندې د بې سارې پیسو د لگولو له کبله د هند رسنۍ پر جناردهن ریډي، باندې په یوه داسې وخت کې سخته نیوکه کوي چې عام ولس د ډوډۍ له پاره هم د پیسو په لټه کې دی. تیره اوونۍ د هند صدراعظم نریندر مودي د ۵۰۰ او ۱۰۰۰ هندي کلدارو بانکي نوټونو د له منځه وړلو اعلان کړی وو.هندي وگړي یو ټاکل شوی حد پیسې په بانکونو او د پوستې په دفترونو کې بدلولی شي. د دغې پریکړې وروسته په زورونو کسان په اوږدو کتارونو کې د بانکونو مخې ته لیدل کیږي. زیاتره هندي وگړي د ورځنۍ کاروبار او راکړې ورکړې له پاره پیسو ته اړتیا لري.
د جناردهن ریډي، یوه نزدي ملگري مانجو سوامي، د دغه سوداگر له لوري په ډیر شان او شوکت د لور د واده لمانځلو څخه دفاع کړې ده. مانجو سوامي، د فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي دي:«له بده مرغه له واده څخه د کینې او رقابت له کبله یوه موضوع جوړول کیږي.» هغه په خپلو څرگندونو کې وړاندې ویلي دي چې دا د یوازینۍ لور د مور او پلار له پاره یوه مهمه شیبه ده او غواړي چې په ټولنه کې د خپل حیثیت سره سم د هغې واده وکړي.
۴۹ کلن جناردهن ریډي، د هند په سویلي ولایت کرناټک کې د سیاسي گوند بهارتیه جنتا پارټي، پخوانی وزیر هم پاتې شوی دی. هغه د کان کېندنې په یوه افتضاح کې د لاس لرلو له کبله درې کاله په زندان کې هم تیر کړي دي او تیر کال په ضمانت آزاد شوی وو.
جناردهن ریډي تیره اوونۍ په په خپل کور کې له یو څو خبریالانو سره په خبرو کې دا نه وو ویلي چې د لور پر واده به څومره پیسې مصرفوي، خو ویلي یې وو چې د مالیې چارواکو ته به په دې هکله ټول معلومات ورکړي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (07.09.2016):
په آلمان کی د واده مراسم څه ډول لمانځل کیږي؟
د زیاترو کسانو له پاره د واده ورځ د ژوند تر ټولو ښکلې ورځ وي. خو بیا هم ځینی زاړه دودونه او عنعنې موجودي دي چی په دغه ورځ باید له پامه ونه غورځول سي.
انځور: picture alliance/chromorange
د ناوی د لاس گل
د واده دغې جوړې نکاح وتړله. دوستان او خپلوان یې ورته خوشحاله دي. ځینی پیغلې شاته انتظار باسی چی کله به ناوی خپله د گلانو گیډی شاته وغورځوي. ځکه داسي یو دود سته، هر هغې پیغلې چی دغه گیډۍ ونیوله، نو د هغې بخت به هم په اصطلاح ډیر ژر خلاص سي او په نزدې راتلونکې کي به واده وکړي.
انځور: Colourbox
زوم باید د ناوی کمیس مخکی تر واده ونه ویني
داسی یوه عنعنه موجوده ده چي که زوم تر واده مخکې د ناوی کمیس ووینی، نو بدبختی راولي. که څه هم په اوس وخت کی ډیر کم کسان پر دغه ډول یوې عقیدې باندی باور لري، خو بیا هم ځینی کسان دغه دود په پام کی نیسي. اکثره زومان فقط څو دقیقې مخکی تر واده خپل د ناوی کمیس ویني.
انځور: Colourbox
د مجردۍ سره مخه ښه
مخکی له واده ناوی او زوم غواړی هر یو په جلا ډول د خپلو نزدو ملگرو یا خورلڼو سره د وروستي ځل له پاره د مجردۍ څخه خوند اخلي. هغوی یو ځای رستورانت ته ځي او یا هم لنډ سفرونه کوي. همدارنگه مخصوص کمیسونهیې اغوستي وي او خلکو ته شیرینۍ گاني تقسیموي او پیسې راټولوي. دغه پیسې بیا په واده کی مصرفيږي.
انځور: picture-alliance/K. Rose
مات سوی لوښي نیکمرغی راولي
یو متل دی چی وایی «مات سوي لوښي خوشبختي راولي». له همدې کبله یوه شپه مخکی له واده کورنۍ او ملگري له خپلو کورونو څخه زاړه چینی لوښي راوړي او په گډه یې ماتوي. ویل کیږي چی د هغوی د ماتولو لوړ ږغ گواکی شیطانان او بلاوي لیری کوي. وروسته بیا ناوي او زوم ته وظیفه ورکوي چی ماتی سوي ټوټې راټولې کړي. دا په دې معنی چی هغوی په خپل گډ ژوند کی په گډه کار هم کولای سي.
انځور: Fotolia/Pixelacts
د ناوې بوټان
په پخوانیو پیړیو کی به د یوې نجلۍ له پاره مخکی له واده میده پیسې راټولیدلې چي د واده له پاره د خوب ځای، لوښي او داسی نور توکي واخلي. همدارنگه به ناوی خپل د واده بوټان هم په هغو پیسو رانیول چی مخکی له مخکی یې ټولی کړي وې. دغه ډول یوې نجلۍ ته به په ښه سترگه کتل کیدل یعنی دا چی پیسې سپمولای سي. خو نن ورځ هر څوک کولای سی ځانته یو جوړه د واده بوټان په ارزانه بیه واخلي.
انځور: picture-alliance/ ZB
شاهدان له مکلفیتونو سره
په آلمان کی رسمي نکاح خط ډیر مهم دی، نه دا چي په کلیسا کی واده تر سره سي. د نکاح خط د لاسلیک پر وخت شاهدان هم حاضر وي خو هغوی نور وظایف هم پر غاړه لري لکه د واده د مراسمو تنظیم، د ناوی او زوم د پخوانیو عکسونو راټولول، د میلمنو سرگرمه کول او داسي نور.
انځور: privat
په ښي لاس د چلې په گوته کول
د نړۍ په اکثرو هیوادونو کی د واده چله د کیڼ لاس په گوته کیږي خو برعکس په آلمان کی بیا د ښي لاس په گوته. دا چی ولې؛ څوک پرې نه پوهیږي. خو داسی یو اټکل سته چی پخوا به ویل کیدل چی د آلمان قوم د مینی او محبت رگ د ښي لاس څخه تیریږي. همدارنگه ځینی بیا په دې عقیده دي چې که چله ورکه سي نو بدبختی رامنځته کیږي.
انځور: Colourbox/M.Standret
د قلب د شکل عنعنه
زوم او ناوی د یوې زړې روجایی په منځ کی د یوه قلب شکل قیچی کوي. وروسته بیا زوم مجبوره دی چی خپله ناوی له دغه قلبي شکله سوري څخه تیره کړي. دا په دې معنی چی هغوی به په خپل مشترک ژوند کی په گډه سره له خنډونو څخه تیریږي او پر مشکلاتو به برلاسي وي.
انځور: picture-alliance/dpa
ناوې او زوم یوځای قوي وي!
ځینی جوړې بیا په گډه سره د یوې ونې قوي تنه قطع کوي. کله چی دغه تنه تر پایه پوری قطع سي بیا نو د دې معنی ورکوي چی هغوی کولای سي د ژوند مشکلات هم په گډه سره حل کړي او په دې ډول یو خوشبخته ژوند ولري.
انځور: picture alliance/dpa/M. Schutt
کوم یو به په راتلونکی کی پریکړه کوي
د واده جوړه په گډه سره کیک ماتوي. دا په دې معنی چی په مشترک ژوند کی به هر څه یو له بل سره تقسیموي. خو دلته بیا په سمبولیک ډول یو پر بل باندی برلاسي ښکاره کیږي. یعنی د هرچا لاس چی د کیک د ماتولو پر وخت پر هغه بل لاس سربیره وي د گډ ژوندانه پریکړې به هم هغه کس کوي. که څه هم اوس پر دې خبره دومره عقیده نه سته خو بیا هم دغه ډول صحنې ته ټول کسان په هیجان سره گوري.
انځور: picture-alliance/dpa/JCarstensen
د گډ ژوندانه پر لور لومړی گام
کله چی د واده نوې جوړه خپل کورته راورسیږی نو زوم مجبور دی چی خپله ناوې پورته کړي. په دې ډول گومان کیږي چی هغه خپله ناوی له هغو بلاوو او شیطانانو څخه ساتي چی د هغوی د نیکمرغه ژوند خنډ گرځي. د بلی خوا بیا دا په دې معنی دی چی هغوی د خپل گډ ژوند لومړی قدم په گډه سره اخلي.