1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

هندي پولیسو سیک بېلتون غوښتونکی امریتپال سینګ ونیوه

۱۴۰۲ اردیبهشت ۳, یکشنبه

هندي پولیسو سیک بيلتون غوښتونکی، امريتپال سینګ د څه باندې يوه میاشت لټون وروسته، د يکشنبې په ورځ ونیوه. د هغه نېونه په پنجاب کې چې له پاکستان سره ګډه پوله لري، د یو خپلواک هېواد د ایجاد مفکورې پر ضد یو حرکت بلل کيږي.

سیک بیلتون غوښتونکی امریت پال سینګ (په منځ کې) د ۲۰۲۳م کال د مارچ په ۳مه له خپلو پلویانو سره
سیک بیلتون غوښتونکی امریت پال سینګ (په منځ کې) د ۲۰۲۳م کال د مارچ په ۳مه له خپلو پلویانو سره انځور: Stringer/REUTERS

د هندوستان په شمال غربي ایالت پنجاب کې چې اکثریت اوسېدونکي ېې سیکهان دي، د واعظ یا مبلغ، امریتپال سینګ ظهور، یو ځل بیا د یو خپلواک سیک هېواد د ایجاد بحث رامنځ ته کړی چې د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰م کلونو تاوتریخوالو ته د بیا ورګرځېدو بېره ېې تازه کړې چې د یاغي توبونو په جریان کې ېې په لسونو زره کسان ووژل شول.

د رويټرز په حواله، د پنجاب ایالت د پولیسو لوړ رتبه افسر، سوکهچئن سینک ګيل، خبریالانو ته وويل: «امریتپال سینګ د استخباراتي معلوماتو پراساس د پنجاب د موګا ولسوالۍ په روډ کلي کې ونیول شو.»

د هندوستان په اړه نور ولولئ:هند: وسلوالو د تلویزون په ژوندۍ خپرونه کې یو سیاستوال او ورور یې وژلي

ګيل زیاته کړه چې سینګ د سیکهانو په یوه معبد کې د هندوستان د هغه قانون پر اساس ونیول شو چې اجازه ورکوي د هیواد ملي امنیت ته ګواښ کوونکي افراد تر یو کال پورې له کوم تور پرته ونيسي.

۳۰ کلن سینګ چې د «وارث پنجاب دي» یا د پنجاب د وارثانو په نوم د ېوې ډلې مشري کوي، نېونه ېې وروسته له هغې کيږې چې  دغه د خپل سبک مبلغ او په سلونو پلویانو ېې د وسلو او تورو سره د پولیسو پر یو مرکز هجوم يووړ او د سینګ د یوه مرستندوی د آزادولو غوښتنه ېې کوله.

د هندوستان په اړه نور ولولئ:د هند یوه مندر کې د ټېل ماټېل له امله د مړو شمېر ۳۵ ته لوړ شوی

پولیسو امریتپال سینګ او د هغه پلویان قتل، د قانون اجرا د مخنيوی او نورو هڅو تورنوي او زیاتوي چې هغه د مارچ میاشتې له نیمايي څخه په تېښته کې وو.

د پولیسو دغه چارواکي زیاته کړه چې امریتپال سینګ به د اسام ایالت ډبروگړھ ته ولیږدول شي چېرته چې د هغه یو شمېر همکاران له مخې بندیان شوي دي.

یو انځوریز البوم هم کتلی شئ: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب