1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کشمیر: پاکستانی خبریال د «ملت ضد محتوا» خپرونو په تور نیولی

۱۴۰۰ بهمن ۱۷, یکشنبه

پولیسو د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې وتلی پاکستانی خبریال، فهد شاه، نيولی دی. د ا.پ په حواله، د کشمیر والا خبري پورتال ايډيټر د جمعې په ورځ د پوښتنو له پاره سويلي ښارګوټي پولواما ته غوښتل شوی وو چې بیا وروسته ونيول شو.

Indien Kashmir Anschlag Srinagar Soldaten
هندي ځواکونه په سرینګر کې - آرشیفانځور: Faisal Khan/AA/picture alliance

پوليسو ويلي دي چې شاه د فیسبوک او پورتالونو د کاروونکو په منځ کې د «ملت ضد محتویاتو» د مطالبو په خپرولو پيژندل شوی، خو روښانه يې نه کړه چې هغه څه دي.

زياته شوې چې خپاره شوي محتویات «جرمي هوډ» لرونکې دي تر څو په خلکو کې ویره خپره کړي او کیدای شي خلک د «قانون او نظم د ګډوډولو له پاره وهڅوي.» خپاره شوي محتویات «له تروریستي فعالیتونو څخه د ستاينې» معادل ښودل شوي دي.

پولیسو د جنوري په ۳۰مه ويلي وو په پولواما سيمه کې د هندي ځواکونو په یوه عملیات کې د یو کشمیري وسلوال قوماندان د وژلو خبر ورکړی. هغه سره د يوه پاکستاني په ګډون یو شمير ځايي یاغیان هم وژل شوي ول. رويټرز وايي چې د پاکستاني خبریال د نیولو قضیه هم له یادې پيښې سره تړاو لري.

پولیسو د شنبې په ورځ پر ټويټر ولیکل چې شاه د درو مواردو له کبله: له تروریزم څخه د لمانځلو، د جعلي خبرونو د خپرولو او د قانون او نظم د ګډوډولو په موخه د خلکو د هڅونو له پاره تر تعقیب لاندې دی.

د جایزې ګټونکي دغه ژورنالیست په اړه ويل شوي چې څو بهرنيو رسنیو سره يې هم کار کاوه.

په نیویارک کې د خبریالانو د محافظت کميټې له هندي چارواکو د شاه د «سملاسي او له قید و شرط پرته» آزادولو غوښتنه کړې ده او ويلي دي چې د هغه په تړاو تحقیقات دې ودرول شي. په آسیا کې د دغې کميټي همغږي کونکي، ستيف بوتلر، په یوه اعلاميه کې ويلي دي: «چارواکي باید سملاسي شاه خوشي کړي.»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب