1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندي کلچه پزانو د نړۍ تر ټولو ستر کیک جوړ کړی

۱۳۹۸ دی ۲۶, پنجشنبه

د هند په کیرالا ایالت کې کلچه پزانو داسې کیک جوړ کړی دی چې اوږدوالی يې تر۶ کیلومترو زیات دی. دغه کیک په دې موخه جوړ شوی دی چې د چینایي کلچه پزانو ریکارډ مات کړي.

Indien Weltrekord-Kuchen in Thrissur
انځور: Getty Images/AFP/A. Sankar

د چهارشنبې په ورځ په هند کې په سلونو کلچه پزانو یو کیک جوړ کړی دی چې اوږدوالی یې شپږ نیمه کیلومتره ته رسیږي. دغه کیک ښایي نړیوال ریکارډ مات کړي.

دغه کیک د هند د کیرالا ایالت په ترشور ښار کې د فیستیوال په ساحه او هغې ته څیرمه سړکونو باندې د زرونو ایښودل شوو میزونو د پاسه جوړ شو.

د دغه کیک پلنوالی تر پایه لس سانتي متره (۴ انچه) دی او وزن یې شا او خوا ۲۷ زره کیلوګرامه دی.

شا او خوا ۱۵۰۰ کلچه پزانو په کابو څلور ساعته کې دغه کیک جوړ کړ. د دغه کیک د جوړیدو له پاره ۱۲۰۰۰ کیلوګرامه بوره او اوړه کارولي دي.

دغه نوښت د کیرالا د کلچه پزانو د سازمانو له خوا جوړ شوی وو. د دغه سازمان د عمومي منشي نوشاد په وینا د نړیوالو ریکاډونو ادارې ګینس، د دغه کیک اوږدوالی ۶۵۰۰ متره اټکل کړی دی. خو دقیقا د هغې تائیدل لا پاتې دي.

د نوشاد په خبره دا یوه هڅه ده چې خپل مهارتونه نړیوالو ته وښیې. هغه د کیک جوړولو پر مهال د پاکۍ او له ستندرد سره برابر د کیک د ذایقې ډاډ ورکړی دی.

که چیرې د دغه کیک اوږدوالی تائید شي نو دا به د چینایانو نړیوال ریکارډ مات کړي. هغوی په ۲۰۱۸م کال کې د میوو یو کیک جوړ کړی وو چې اوږدوالی یې کابو ۳،۲ کیلومترو ته رسیده.

(s.r/n.z(afp,guinnes

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب