راشد خان د کریکټ په نړۍ کې د شهرت اوج ته رسیدلی او له سچن ټنډولکر نه نیولې تر عادي افغانانو یې ستاینه کوي. د هندوستان کابو ټول نفوس اوس افغانستان د راشد خان له نامه پیژنې، نو چې داسي ده هندیان ولي پرې په غوسه دي؟
اعلان
له بنګله دیش سره تر لوبې وروسته راشد خان او د هندوستان د کریکټ وتلې څیرې او مبصر هارشا بوګلې پر ټویټر یو له بل سره پیغامونه تبادله کړل او د هندوانو د خفګان کیسه له همدې ځایه پیل شوه.
راشد خان چې د خپلو وړتیاوو او استعداد له امله یې نوم د کریکټ د هره علاقمند پر ژبه دی، له بنګله دیش سره يې په شل اوریزه سریز کې هم خپله وړتیا وښوده او د راشد د ښې توپ اچونې له امله افغانستان د بنګله دیش ملي لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه او د سریز ټولې درې لوبې یې په خپل نامه ثبت کړې. په دې لوبو کې د راشد خان ونډه له پامه نه شي غورځول کیدلی.
له بنګله دیش سره په وروستۍ شل اوریزه لوبه کې په وروستي اور کې بنګله دیش ۹ منډو ته اړتیا درلوده او کپتان اصغر ستانکزي هم توپ راشد خان ته ورکړ. راشد خان په ښه توګه وکولی شول لوبه وروستي توپ ته ورسوي چې د شفیق الله شفق ښه فیلډینګ لوبه د افغانستان په نامه کړه.
تر همدې لوبې وروسته د نړۍ له هر ګوټ څخه د کریکټ مینه والو او مبصرینو یو ځل بیا د راشد په ستاینه پیل وکړ. له دې جملې څخه یو هم د هندوستان د کریکټ تکړه مبصر هارشا بوګلې وو، چې د راشد ستاینه یې د یوه ټویټري پیغام له لارې وکړه.
نوموړي پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي وو: «په عین وخت کې راشد خان په وروستي اور کې د افغانستان په ګټه د ۹ منډو دفاع وکړه تر څو له بنګله دیش څخه ټولې لوبې وګټي. د افغانستان له پاره ډیره ښه پایله او دا د راشد خان د ښه پرمختګ یو بل ثبوت دی.»
تر دې ټویټري پیغام وروسته، راشد خان د نوموړي ټویټ په ځواب کې یوازې دوې کلمي ځواب لیکلی وو: «مننه ورور.» کیسه د همدې ورور د کلمې تر استفادې وروسته پیل شوه.
که څه هم په افغانستان او یو شمیر نورو هیوادونو کې د خلکو ترمنځ د ورور کلمه کارول عادي دي او راشد خان هم د «برو» یا ورور کلمه زیاتره وخت ټولو نړیوالو لوبغاړو ته کاروي، خو د هندوانو په باور ښاغلو او يا داسي تکړه مبصر او د کریکټ په برخه کې فعال هارشا بوګلا ته د ورور کلمه مناسبه نه ده.
د ډيرو هندواڼو تر انتقادونو وروسته، بوګلې بیا د ستونزي د کمښت په موخه د راشد په ځواب کې لیکلي وو: «راشد خانه، د «برو» یا ورور له کلمې سره مشکل نه لرم! بیا یې هم کارولی شې! په بنګلور کې دې لیدو ته سترګې په لار یم.»
تر دې وروسته راشد خان هم هڅه کړې چې د خپلو هندي مینوالو زړه بیرته ترلاسه کړي او دې ستونزې ته د پای ټکی کیږدي. راشد خان د بوګلي د ټویټ په ځواب کې لیکلي وو: «مننه ښاغلیه!» راشد خان دا ځل نوموړي ته د «ښاغلي» کلمه کارولې او ترې مننه یې کړې.
زموږ له آرشیف څخه:
د ۲۰۱۹م کال په نړیوال جام کې افغانستان له کوم هیواد سره او کله لوبې لري
د کریکټ نړیوالې شورا په ۲۰۱۹م کال کې د مې میاشتې له ۳۰ مې نه د جولای میاشتې تر ۱۴ پورې د نړیوال جام د سیالیو رسمي مهالویش اعلان کړ. په دې انځوریز البوم کې به وګورئ چې افغانستان له کوم هیواد سره او کله لوبیږي.
په لومړي پړاو کې نهه لوبې
افغانستان د کریکټ نړیوالې شورا د ۲۰۱۹م کال د نړیوال جام په لومړي پړاو کې چې د مې میاشتې له ۳۰ مې نه د جولای میاشتې تر ۱۴ پورې تر سره کیږي ټول ټال نهه لوبې ترسره وي.
۱. افغانستان د آسترلیا پر وړاندې
په دې سیالیو کې د افغانستان لمړنۍ لوبه د جون میاشتې په لومړۍ نیټه او د شنبې په ورځ د آسترالیا پر وړاندې ده. دغه مهمه لوبه به د انګلستان په بریستول کونټی کریکټ لوبغالي کې ترسره شي.
انځور: Getty Images/Paul Kane
۲. افغانستان د سریلانکا پر وړاندې
دوهمه لوبه بیا د جون میاشتې په ۴ نیټه د سه شنبې په ورځ له سریلانکا سره پلان شوې. دغه لوبه به په کاردیف والز ستدیوم کې ترسره شي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/D. Manson
۳. افغانستان د نیوزیلاند پر وړاندې
د افغانستان دریمه لوبه د جون په ۸ نیټه د شنبې په ورځ له نیوزیلاند سره ده چې د تنتون په کونتي لوبغالي کې به ترسره شي.
انځور: Reuters/D. Siddiqui
۴. افغانستان د سویلي افریقا پر وړاندې
د افغانستان د کریکټ د ملي لوبډلې څلورمه لوبه د جون میاشتې په ۱۵ نیټه د شنبې په ورځ له سویلي افریقا سره پلان شوي. دغه لوبه به هم د کاردیف والز په ستدیوم کې ترسره شي.
انځور: Getty Images/AFP/R. Brooks
۵. افغانستان د انګلستان پر وړاندې
په دې سیالیو کې د ا فغانستان پنځمه لوبه د جون میاشتې په ۱۸ نیټه د سه شنبې په ورځ د انګلستان پر وړاندې ده. دغه لوبه به د اولد ترافورد په لوبغالي کې ترسره شي.
انځور: Getty Images/G. Copley
۶. افغانستان د هندوستان پر وړاندې
د افغانستان شپږمه لوبه بیا د هندوستان پر وړاندې د جون میاشتې په ۲۲ نیټه او د شنبې په ورځ پلان شوې. دغه لوبه به د انګلستان په همپشیر باول لوبغالي کې ترسره شي.
انځور: Getty Images/D. Kalisz
۷. افغانستان د بنګله دیش پر وړاندې
د دې سیالیو په لړ کې د افغانستان اوومه لوبه د بنګله دیش پر وړاندې ده. دغه لوبه به د جون میاشتې په ۲۴ نیټه او د دوشنبې په ورځ ترسره شي. دغه لوبه به هم د همپشیر باول په لوبغالي کې ترسره شي.
انځور: Reuters
۸. افغانستان د پاکستان پر وړاندې
د افغانستان اتمه لوبه بیا د پاکستان پر وړاندې ده. دغه لوبه د جون میاشتې په ۲۹ نیټه او د شنبې په ورځ پلان شوې. یاده لوبه به د هیډینګلي په لوبغالي کې ترسره شي.
انځور: Dibyangshu Sarkar/AFP/Getty Images
۹. افغانستان د ویسټ انډیز پروړاندې
په لومړني پړاو کې د افغانستان وروستی لوبه د ویست انډیز پر وړاندې پلان شوې. دغه لوبه به د جولای میاشتې په ۴ نیټه او د پنجشنبې په ورځ ترسره شي. د افغانستان دغه وروستی لوبه به هم د هیډینګلي په لوبغالي کې ترسره شي.