1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز سره د هند مخالفت

زمزمه نیازۍ | محمد عارف فرهمند
۱۴۰۴ مرداد ۳, جمعه

هندي رسنیو راپور ورکړی دی چې د هند حکومت د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز افغانستان ته د غځولو له پلان سره مخالف دی. د طالبانو چارواکو مخکې له دې په دې اړه له چینایي او پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې وې.

هند په دغې پروژه کې هند مخالفت کوي
انځور آرشیف:د پاک-چین اقتصادي دهلیز پروژې لویدیځې لارې ته نږدې د کوټې بوستان لویه لارې انځورانځور: A. G. Kakar/DW

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد حکومت د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز د پراخولو له پلان سره مخالفت کړی او په دې پروژه کې یې د دریمې ډلې شاملول «د نه منلو وړ» ګڼلي دي.

د هند ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې د بهرنیو چارو وزیر کیرتي وردان سینګ، پارلمان ته په یوه لیکلي ځواب کې ویلي دي چې هند په دوامداره توګه د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز د شاملولو په اړه له ښکیلو اړخونو سره مخالفت کړی او له هغوی یې غوښتي چې خپل فعالیتونه ودروي.

اړوند:هند په افغانستان کې د پراختيايي پروژو د عملي کولي په اړه غور کوي

په دې پروژه کې د افغانستان د ګډون پلان

په دې پروژه کې د افغانستان د شاملولو پلان په اړه، هغه وویل: «د دریمو هیوادونو هر ډول وړاندیز شوی ګډون یا د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز پروژې دریمې هیوادونو ته غځول د منلو وړ نه دی.»

د چین او پاکستان د اقتصادي دهلېز پر وړاندې ننګونې څه دي؟

04:32

This browser does not support the video element.

د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز د چین نوښت دی. په دې نوښت کې، بیجینګ له پاکستان سره د ۶۰ ميلیاردو ډالرو په ارزښت د زیربنایي پروژو ژمنه کړې، چې ډېره برخه به یې د پورونو په بڼه چمتو شي.

 

زمزمه نیازۍ د سیاسي خپرونو چلونکې، خبریاله چې تر ډیره مې تمرکز د ښځو،بشري حقونو کډوالۍ برخه کې ده.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل