1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند؛ الوتکې تر سقوط دمخه کوم بیړنی زیګنال نه وو ورکړی

۱۴۰۰ آذر ۱۸, پنجشنبه

د هند د دفاع وزیر ویلي دي چې د هند د هوایي ځواک څرخي الوتکې تر سقوط دمخه بیړنی زیګنال نه وو ورکړی. ویل شوي چې الوتکې د پلان شوې ناستې اووه دقیقې دمخه وروستی تماس نیولی وو. په الوتکه کې د هند د پوځ مشر سفر کاوه.

Indien Absturz Militärhelikopter Bipin Rawat
انځور: Getty Images/AFP

د دغې څرخي الوتکې د رالویدو په پېښه کې د هند د پوځ مشر جنرال بپن راوت سربیره نور ۱۲ تنه هم مړه شوي دي.

د هند په پارلمان کې په یوه بیانه کې د دغه هیواد د دفاع وزیر راج نات سنګ، وویل چې د الوتکې عملې تر سقوط دمخه نه کوم بیړنی زیګنال ورکړی وو او نه یې هم په تامل ناډو ایالت کې د خراب موسم په هکله څه ویلي وو.

انځور: Surya Narayanan/AFP/Getty Images

دغه څرخه الوتکه چې د چهارشنبې په ورځ یې سقوط وکړ د ۶۳ کلن جنرال بپن راوت، تر څنګ پکې د هغه میرمن او د هوایي ځواک نور ۱۱ کسان مړه شوي دي. د هند د هوایي ځواک په وینا په دغه پېښه کې د یوازیني بچ پاتې شوي کپتان ورون سنګ، درملنه په یوه پوځي روغتون کې کیږي.

د هند د دفاع وزیر په خبره چې د الوتکې تر رالویدو څو ساعته وروسته پوځي تحقیقاتي کمیټې خپل کار پېل کړی دی. د رسنیو د رپوټونو له مخې د څرخي الوتکې بلېک باکس د پيښې له ځای څخه ترلاسه شوی دی.

روسي ساخت ام آی -۱۷وي ۵ ډوله څرخي الوتکه له یوې پوځې اډې څخه الوتې وه او یوه پوځي روزنیز مرکز ته پر لاره وه چې د تامل ناډو ایالت اړونده غرنۍ سیمه کې د پېښې ښکار شوه. د پېښې علت لا روښانه شوی نه دی.

د هند لومړي وزیر نریندر مودي په دغه پېښه خپله خواشیني څرګنده کړې او ویلې یې دي چې راوت د دغه هیواد د وسلوال پوځ په عصري کیدو کې ډیره ونډه لرلې ده.

په نوي ډیلي کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت هم په دغه پېښه خپله خواشیني څرګنده کړې او راوت یې د متحده ایالاتو غښتلی دوست او شریک بللی دی چې په خبره یې د متحده ایالاتو سره د هند د پوځي همکاریو غځیدلو څخه یې نظارت کاوه.

انځور: Altaf Hussain/REUTERS

د متحده ایالاتو د سفارت په وینا په سپتمبر میاشت کې جنرال راوت، پنځه ورځې په متحده ایالاتو کې تیرې کړې وې او د جنرال مارک میلي سره يې د دواړو هیوادونو ترمنځ د پوځي همکاریو په هکله بحثونه کړي ول.

د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه هم د راوت په مړینه خپله خواشیني څرګنده کړې ده.

راوت د هند په پوځ کې تر ټولو ستر چارواکی وو او د دفاعي ځواکونو لومړنی مشر وو، چې دغه مقام په ۲۰۱۹م کې حکومت رامنځ ته کړی وو. هغه د دفاع وزارت سلاکار هم وو.

له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل