1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند او پاکستان افغانانو ته د ويزې ورکړه ځنډولې

۱۳۹۸ اسفند ۲۲, پنجشنبه

هند د کرونا ويروس له کبله توريستي ويزې د يوې مياشتې له پاره ځنډولي دي. د سرچينو په حواله په دې منځ کې پاکستان هم افغانانو ته د ویزې ورکړه ځنډولې ده.

Symbolbild | Indien Pakistan Freundschaft
انځور: picture-alliance/dpa/epa/H. Tyagi

د چهار شنبې په ماښام د هند د روغتيا وزارت له خوا ويل شوي چې د جمعې له ورځې (د مارچ ۱۳ نيټې) څخه نيولې د اپريل تر پنځلسمې نیټې پورې به د سيالانيانو له پاره پر ویزو بندیز وي. 

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ته د ليږدول شوي ليک پر اساس دا د افغانستان پر وگړو هم صدق کوي.

د هند د روغتيا وزارت له خوا زياته شوې چې د توريستي ويزو ترڅنگ دغه بندیز د ویزې پر نورو ټولو کټگوريو هم صدق کوي خو استثناوې هم شته او ديپلوماتان او د بهرنيو سازمانونو کارکوونکي به ویزې ترلاسه کړای شي. همد راز د کار او پروژو ويزې به هم ورکول کيږي.

ويل شوي هغه کسان چې دغه هېواد ته د داخليدو اجازه لري او د کرونا د سختو اغیزمنو هېوادونو څخه وي، د هغوی له پاره ځانگړي مقررات په پام کې نیول شوي: هغوی بايد لږ تر لږه ۱۴ ورځې قرانطين شي.

پاکستان هم افغانانو ته د ويزې ورکړه ځنډولې

په عين وخت کې سرچينې په کابل کې د پاکستان په سفارت کې هم د ويزو د ځنډولو خبر ورکړی دی. خو تر اوسه پاکستاني چارواکو افغانانو ته د وېزې د ځنډولو په اړه په رسمي توگه څه نه دي ويلي. خو ويل کيږي چې دا ښايي يو موقتي اقدام وي.

په افغانستان کې د کرونا ويروس د لومړۍ پېښې تر ثبتيدو وروسته پاکستان د فيبرورۍ میاشتې پر دویمه نيټه د چمن دروازه د اوو ورځو له پاره وتړله. پاکستان ويلي دي چې د دې کار علت د کرونا د خپريدو مخه نيول دي. د چمن لاره تر اوسه تړل شوې ده.

د هند او پاکستان سفارتونه په هغو سفارتونو کې شمیرل کيږي چې افغانانو ورته ډېره مراجعه کوي. هره ورځ په زرونه کسان په ځانگړي توگه ناروغان د پاکستان او هند د ویزې د ترلاسه کولو له پاره دغه سفارتونو ته مراجعه کوي.

بل لوري ته له ایران څخه افغانستان ته د خلکو تگ هم سختې اندیښنې رامنځته کړي دي. له ایران سره د پولو پر تړل کيدو سربيره هم هره ورځ په زرونه کسان افغانستان ته داخليږي.

د چهار شنبې په ورځ هند پر آلماني وگړو هم دغه هېواد ته د سفر بنديز لگولی او ټولې د مخه ورکړل شوې ويزې یې لغوه اعلان کړې دي. دې گام هغه آلمانان هم اغیزمن کړي چې په هند کې استوگن دي او يا د تجارت په موخه سفرونه کوي او دمگړۍ له هند څخه دباندې دي.

يوازې د هغو آلمانانو ويزه نه ده لغوه شوې چې له هند څخه آلمان ته په سفر تللي وي. ورته مقررات د هغو هېوادونو پر اتباعو هم صدق کوي چې د کرونا څخه سخت اغيزمن شوي دي لکه چين، فرانسه، ايټاليا، ايران، جاپان، هسپانيا او جنوبي کوريا. استثناوې يوازې په ډېرو عاجلو قضيو کې موجودې دي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب