خدای نور ناصر
۱۴۰۴ مهر ۱۷, پنجشنبهد طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي لومړی ځل هند ته په رسمي سفر تللی، چې د دوی د حکومت په خبره هلته به د هند د بهرنیو چارو له وزیر او نورو لوړپوړو چارواکو سره ملاقاتونه وکړي، او په دوه اړخیزه اړیکو به ورسره خبرې وکړي. هندي او افغان څېړونکي دغه سفر د دواړو هیوادونو لپاره ګټور بولي، خو اسلام اباد چې له کابل سره یې په دې وروستیو کې اړیکې ترینګلې دي، له دغه سفره خوښ نه ښکاري.