هند ته د انگيلا مير کل سفر
۱۳۹۰ خرداد ۹, دوشنبهد المان لومړۍ وزيره انگيلامير هند ته د سفر مخکي ويلي چي المان او هند نه يوازي د اقتصاد په برخه کي ښې اړيکي لري، بلکي په څيړنيزو، پرمختيايي او د تخنيک په برخه کي هم ښه همکاران دي سره.
د ميرکل په خبره ددغه دواړو هيوادونو ترمنځ د تجارت کچه بايد تر ۲۰۱۲ ميلادي کاله پوري شلو ميلياردو ډالرو ته ورسيږي. په داسي حال کي چي دغه کچه په ۱۹۹۰ کال کي يوازي ۲،۷ ميليارده ډالره ول.
د المان او هند د ډيپلوماتيکو اړيکو د پيل د اوويامي کليزي په وياړ به ميرکل په هند کي د «المان د کال» پيل هم وکړي. المان به د يوه کال په اوږدو کي په هند کي د سياسي بحثونو او مختلفو سيمنارونو په ترڅ کي خپل بيلا بيل اړخونه وښيي.
پر دې سربيره به ميرکل د هند د لومړي وزير من موهن سنګه سره د کابينې په غونډه کي هم برخه واخلي.
هند ته المان د لومړۍ وزيري د سفر بل مهم اړخ د جواهر لال نهرو د پوهنتون جايزه تر لاسه کول دي چي دا د هند تر ټولو لوړه سياسي جايزه ده.
خو د سياسي چارو کارپوه راجندرا کمار جين وايي چي د ټولو هم ږغيو سره سره د هند او المان تر منځ د اختلاف يو څو ټکي هم سته.
« د اختلاف يو مهم ټکی، چي تر اوسه نه دي حل سوی، هغه د اقليم د بدلون سره چلند دی چي څه ډول بايد وسي. په دي برخه کي المان د نوي کيدونکي انرژۍ د برخي يو مخکښ هيواد دی. خو هند بيا لا يو د پرمختګ په درشل کي ولاړهيواد دی، چي د اقليم ستونزو ته په بله زاويه ګوري.»
بله خبره داده چي د نړيوال وجهي صندوق د نوي مشر ټاکل هم يوه مهمه موضوع ده. دلته د پيل څخه دا غوښتنه کيږي چي اوس بايد د پرمختګ په درشل ولاړو هيوادونو ته هم دا حق ورکړل سي ، چي د نوموړي سازمان د مشرۍ له پاره ځان کانديد کړي.
پرييا/ بريښنا صابر
کتونکی: نجيب الله زيارمل