په کابل کې د هندوستان سفارت له خوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي دي چې د روان کال د فيبرورۍ مياشتي له لومړۍ نېټې څخه افغانانو ته د ويزې ورکولو په برخه کي نوري اسانتياوي رامنځ ته کړي دي.
د اعلامیې په حواله د سیاحتي ویزې موده تر یوه کاله پوري اوږده شوې او په هندوستان کې د پاتېدو موده هم ۹۰ ورځو ته غځول شوې ده. د یادولو وړ ده چې تر دې مخکې په هندوستان کې د پاتېدو موده یوازي ۳۰ ورځې ټاکل شوې وه.
همدا راز ویل شوي دي چې د هندوستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو فعالیتونو د ډیروالي او د دغو دواړو هيوادونو ترمنځ د اړیکو د لا ښه والي له پاره دوی افغان سوداګر دې ته هڅوي چې هندوستان ته سفر وکړي.
اعلامیه زیاتوي چې هغه افغانان چې په هندوستان کې پانګونه کوي او یا د هند او افغانستان ترمنځ سوداګري لري، د سوداګرۍ د څرنگوالي په پام کې نیولو سره هغوی ته له ۱ تر ۵ کلونو پورې ویزه ورکول کیږي. په دې اساس په هندوستان کې د پاتېدو موده هم ۱۸۰ ورځو ته غځول شوې ده.
د اعلاميې په پای کي راغلي چې د ویزې په هکله د تازه اسانتياوو په رامنځ ته کولو سره هندوستان غواړي چې له افغانانو سره د هندوستان د وګړو اړیکي لا ډېري پیاوړي شي او د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګري به هم نوي پړاو ته ورسيږي.
د یادولو وړ ده چې هندوستان د افغانستان د بیا رغونې په برخه کې ډېري مرستې کړي دي چې بیلګې یې په هرات کې د سلما بند او په کابل کې د پارلمان ودانۍ په ګوته کیدای شي.
هندوستان ته زیاتره افغانان د سیاحت، درملنې او سوداګریزو چارو له پاره سفرونهه کوي.
نور مطالب:
انځورونه: د هندوستان په مرسته د افغانستان د پارلمان نوې ودانۍ
هندوستان د افغانستان د پارلمان پر نوې ودانۍ باندې ۲۲۰ میلیونه دالر مصرف کړې دي چې په شپږو میاشتو کې به پرانیستل شي. هندوستان دغه ودانۍ د «افغانستان د دیموکراسي سمبول» بللې ده.
انځور: DW/H. Siratدغه ودانۍ د دارالامان د تاریخي قصرونو په منځ کې جوړ شوی دی او د پارلمان له اوسنۍ ودانۍ پنځه وارې لوی دی.
انځور: DW/H. Siratدغه ودانۍ د راتلونکي قرن له پاره د افغانستان د پارلمان له پاره په پام کې نیول شوې ده او د استازو له پاره هم ډیر څوکۍ به پام کې نیولې شوې دي.
انځور: DW/H. Siratد افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په ۲۰۰۵ کال کې له هندوستان څخه وغوښتل چې د افغانستان بارلمان له پاره نوې ودانۍ جوړه کړي.
انځور: DW/H. Siratاوس د دغې ودانۍ ۹۸ سلنه چارې پر مخ تللې دي او تر اوسه ورباندې ۲۲۰ میلیونه ډالري مصرف شوي دي.
انځور: DW/H. Siratدغه ودانۍ افغانستان ته د هندوستان له بلاعوضو مرستو څخه جوړه شوې ده. په کابل کې د دغه هیواد سفیر امر سینها، دغه ودانۍ د افغانستان د دیموکراسي سمبول او له یوې دیموکراسۍ څخه بلې ته یوه ډالۍ وبلله.
انځور: DW/H. Siratد افغانستان د ښار جوړونې وزیر سید سعادت نادري، دغه ودانۍ د دواړو هیوادونو د دوستۍ نښانه وبلله او ویې ویل چې هغه به په راتلونکو میاشتو کې په رسمي توګه پرانیستل شي.
انځور: DW/H. Siratد افغانستان ولسي جرګه اوس مهال ۲۴۹ استازي لري خو په نوې ودانۍ کې د ۳۶۰ تنو له پاره څوکۍ په پام کې نیول شوې دي.
انځور: DW/H. Siratمشرانو جرګه بیا اوس ۱۰۲ استازي لري او په نوې ودانۍ کې د ۱۲۰ تنو له پاره څوکۍ په پام کې نیول شوې دي.
انځور: DW/H. Siratدغه ودانۍ به په داسې حال کې تر شپږو میاشتو پورې بشپړه شي چې د اوسنيو استازي کاري دوره پای ته رسیدلې ده.
انځور: DW/H. Siratلا تر اوسه پورې د نویو پارلماني ټاکنو برخه لیک روښانه نه دی او څوک نه پوهیږي چې څه وخت به ترسره شي.
انځور: DW/H. Siratانځورونه: غني او مودي د سلما بند پرانستنه وکړه
انځور: DW/A.Mutmaienحنيف اتمر په هوايي ډګر کي د مودي ښه راغلاست ته ورغلی ؤ
انځور: Getty Images/A.Karimiپه هوايي ډګر کي د افغانستان د پوځ تشريفاتي عسکرو مودي ته سلامي ورکړه.
انځور: Getty Images/A.Karimiافغان ماشومانو په دوديزه جامو کي د مودي د ښه راغلاست په مراسمو کي ګډون کړی ؤ.
انځور: Getty Images/A.Karimiاشرف غني او نرندر مودي د سلمان د بند د پرانستنې په مراسمو کي زيات خوښ معلومېدل.
انځور: DW/A.Mutmaienمودي او غني په ګډه د پرانستنې له پاره په نظر کي نيول سوی سويچ وواهه.
انځور: DW/A.Mutmaienپه هرات کي د مودي د راتګ او د دواړو هيوادونو د دوستۍ پر موضوع لوی لوحې هم لګول سوي وې.
انځور: DW/A.Mutmaienد سلما د بند پرانستنه په ژوندۍ توګه د بند له ساحې څخه د مودي او غني غونډي ته په ويډيو کي خپرېدله.
انځور: DW/A.Mutmaienد سلما بند پروژه د افغانستان له پاره زښته مهمه بلله کيږي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Karimمودي د وينا پر وخت وويل چي هند به د افغانانو د ارادې د پلې کېدو او پرمختګ له پاره هيڅ مرسته ونه سپموي.
انځور: DW/A.Mutmaien